د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۲

افغانستان

د نورستان ځنګل کې د اور وژنې لپاره طالبانو له چين د مرستې غوښتنه کړې

ارشيف
ارشيف

د نورستان په نورګرام ولسوالي کې په ځنګله کې د لګېدلي اور نن نهمه ده چې لا هم نه دی مړ شوی.

د طالبانو حکومت په دې تړاو له چین څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي د چین د سفارت له شارژدافیر دینګ ینان سره په کابل کې په دې تړاو نن خبرې وکړې.

د طالبانو د سرچینو په وینا ښاغلي ینان ژمنه وکړه چې په دې اړه به له خپلو چارواکو سره خبرې وکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

هند اعلان کړی چې د چابهار بندر په اړه یې بیا له امریکا معافیت ترلاسه کړی

د چابهار صنعتي زون
د چابهار صنعتي زون

هندي چارواکو اعلان کړی چې د امریکا متحده ایالتونو نوې ډیلي ته د چابهار بندر د چلولو لپاره د بندیزونو څخه د شپږو میاشتو معافیت ورکړی دی.

دا به هند په دې برلاسی کړی چې له خپل اصلي سیال پاکستان تاو شي او د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا سره وصله او سوداګري لا پراخه کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهیر جیسوال، په اونیزه خبري غونډه کې دا خبر تایید کړ.

هغه دا هم وویل چې د ټرمپ ادارې سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ تړون په اړه د هند خبرې روانې دي.

یوه هندي چارواکي، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، وویل چې د متحده ایالاتو معافیت د چهارشنبې په ورځ نافذ شو.

هند تېر کال د چابهار بندر د پراختیا او چلولو لپاره له ایران سره د لسو کلونو لپاره یو تړون لاسلیک کړ. همدا میاشت یې په کابل کې د خپل سفارت په بیا پرانیستلو سره له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړې، کوم چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ راهیسې سړې وې.

چابهار بندر د ایران په جنوب ختیځ کې موقعیت لري او په پیل کې پلان شوی و چې افغانستان ته د اورګاډي اتصال چمتو کړي ترڅو د دغه هیواد اقتصاد پیاوړی کړي او د پاکستان د کراچۍ بندر باندې اتکا کمه کړي.

ریچارډ بنېټ وایي جنسیتي برابري د طالبانو په رژیم کې تر ټولو سخت او سیستماتیک برید سره مخ ده

افغان ښځې او د طالبانو یو غړی
افغان ښځې او د طالبانو یو غړی

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي خبرداری ورکړی چې افغانستان د طالبانو د رژیم په دوره کې "زموږ په وخت کې د جنسیتي برابرۍ تر ټولو سخت او سیستماتیک برید" تجربه کوي.

ریچارډ بنیټ د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په یوه راپور کې ویلي چې پر ښځو محدودیتونه، تري تم کول، په رسنیو او مدني ټولنې فشار او د بشري مرستو کموالی بشري وضعیت نور هم نازک کړی دی.

هغه د ښځینه مرستندویه کارمندانو او د ملګرو ملتونو د ښځینه کارمندانو په اړه د طالبانو محدودیتونه "بې ساري او د نه منلو وړ" وبلل.

بنیټ خبرداری ورکړ چې د وضعیت دوام کولی شي له پولې هاخوا سیمې اغېزمنې کړي او د نړیوالې ټولنې د دوامداره پاملرنې او ملاتړ غوښتنه یې وکړه. هغه ټینګار وکړ چې افغانستان یو "ورک شوی لامل" نه دی او له پامه غورځول یې د خلکو سره خیانت او د نړیوال نظام لپاره ګواښ دی.

وروسته له هغه چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ورسیدل، سخت قوانین یې وضع کړل، چې تر ټولو لوی یې د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار پراخ بندیزونه دي.

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې له ښځو سره د اسلامي شریعت سره سم چلند کوي، خو د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو، په مکرر ډول د طالبانو کړنې د ښځو په وړاندې "سیستماتیک تبعیض" بللی دی.

هند د افغانستان د ملي حاکمیت او ارضي تمامیت د ملاتړ پر ژمنه ټینګار کړی

د هند د بهرنیوچارو وزارت ویاند دندهیر جېسوال
د هند د بهرنیوچارو وزارت ویاند دندهیر جېسوال

نوې ډېلي، د افغانستان په اړه د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي چې هند د افغانستان ارضي تمامیت ته ژمن دی.

هندي رسنیو د دې هېواد د بهرنیوچارو وزارت د ویاند رندهیر جیسوال له قوله راپور ورکړی چې نوموړي نن په یوه خبري غونډه کې هغه څه چې ده د پاکستان له خوا پر ډیورنډ کرښه کړکېچ وباله، د نه منلو وبلل.

ښاغلي جیسوال ویلي نوې ډېلي د افغانستان د ملي حاکمیت، ارضي تمامیت او خپلواکۍ بشپړ ملاتړ کوي.

جیسوال وویل، زه پر خپله هغه وینا بیا ټینګار کوم چې پاکستان د افغانستان پر خپلو سیمو له حاکمیت څخه په غوسه دی.

د هند د بهرنیوچارو وزارت دا څرګندونې داسې مهال کوي چې له کابله د طالبانو او له اسلام آباد څخه د پاکستان استازي پر ډیورنډ کرښه له خونړیو نښتو وروسته د ترکیې په استانبول ښار کې د اړیکو د ښه کولو په مقصد خبرې کوي.

افغانستان او زیمبابوې دوهمه شل اووریزه لوبه کوي

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د پخوانۍ لوبې یوه څنډه
د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د پخوانۍ لوبې یوه څنډه

په پام کې ده چې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې سبا په خپلو کې دوهمه شل اووریزه لوبه وکړي.

دا لوبه د کابل د مازیګر په ۴ بجو د کوربه زیمبابوې د پلازمېنې هرارې په لوبغالي کې په پام ده او د دوی ترمنځ د دریو شل اووریزو لوبو دوهمه ده.

د دواړو لوبډلو دریمه او وروستۍ شل اووریزه سیالي به راروانه یکشنبې د نوامبر په دوهمه نېټه په همدې لوبغالي کې وي.

افغانستان د دې لړۍ لومړۍ لوبه د ۵۳ منډو په توپیر وګټله.

یوه ډله نور افغان کډوال جرمني ته ولاړل

جرمني د دریم ځل لپاره یوه ډله افغانان په دې هېواد کې د استوګنې لپاره ومنل.

د جرمني خبري آژانس راپور ورکوي چې دا ډله افغانان په یوه تجارتي الوتکه کې له پاکستانه روان شوي او د ترکیې په استانبول ښار کې له یوې وقفې وروسته به خپل منزل ته ورسېږي.

جرمني په تېره مې میاشت کې د کډوالو د منلو پروګرام وځنډاوه خو دوه ځلې مخکې یې هم هغه افغانان په خپله خاوره کې منلي دي چې وايي، په افغانستان کې یې ژوند په خطر کې دی. دا افغانان لومړی هانوور ښار ته او له هغه ځایه د جرمني نورو ښارونو ته استول شوي دي.

اوس مهال زرګونه افغانان په پاکستان او نورو هېوادونو کې استوګن دي او دې ته شېبې شمېري چې په پرمختللو هېوادونو کې د کډوال په توګه ومنل شي.

د جرمني حکومت ویلي چې له ۱۹۰۰ د ډېرو نورو افغان کډوالو د سیاسي پناه غوښتنلیکونه هم منل شوي او هغوی لاهم په پاکستان کې منتظر دي.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو مهم قوماندان قاري امجد یې وژلی دی

پاکستاني پوځیان د پوځي عملیاتو پرمهال
پاکستاني پوځیان د پوځي عملیاتو پرمهال

د پاکستان پوځ د پاکستاني طالبانو د یوه مهم قوماندان د وژلو ادعا کوي. د پوځ مطبوعاتي څانګې نن په یوه اعلامیه کې وویل چې د قاري امجد په نوم د پاکستاني طالبانو دا قوماندان په باجوړ کې وژل شوی دی.

اعلامیه زیاتوي چې قاري امجد او درې نور وسله والو د افغانستان له خاورې پاکستان ته د ننوتو پرمهال په نښه شوي دي.

د پوځ د اعلامیې له مخې قاري امجد د پاکستاني طالبانو د تحریک TTP د مشر نورولي محسود مرستیال او د دې ډلې د مشرتابه شورا غړی و. په بیان کې راغلي دي چې نوموړي په یوشمېر وسله والو حملو کې لاس درلود. پاکستان ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو مشران په افغانستان کې فعال دي، خو طالبانو دا تور بیا بیا رد کړی دی.

د طالبانو سرچینې وايي چې پاکستاني مرکچیان د استانبول خبرو ته بیا راستانه شوي دي

د ترکیې استانبول ښار
د ترکیې استانبول ښار

د طالبانو د حکومت سرچینې وایي چې پاکستاني مرکچیان بېرته له دوی سره د خبرو بهیر ته راستانه شوي دي.

د استانبول له مذاکراتو باخبرو د طالبانو ډیپلوماتیکو سرچینو ازادي راډیو ته وویل، د پاکستان مرکچي پلاوی چې پاکستان ته روان شوی و، بېرته خبرو ته راګرځول شوی دی او نن پنجشنبه بیا خبرې پیلېږي.

په عین حال کې رویټرز خبري آژانس د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې د دواړو لورو ترمنځ خبرې نن بیا پیلېږي.

سرچینو رویټرز ته ویلي دي چې د دواړو هېوادونو مرکچي پلاوي اوس مهال په استانبول کې دي. د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت تراوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

پرون له دې مخکې پاکستاني چارواکو ویلي و، چې د استانبول خبرې بې نتیجې پای ته رسېدلې دي. او وروسته د ملګروملتو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په یوه خبري غونډه کې د دې خبرو د ناکامۍ په اړه اندېښنه وښوده.

ملګروملتونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو پرناکامه کیدو اندیښنه وښوده

ملګروملتونو د افغانستان اوپاکستان ترمنځ د لانجي د هواري لپاره د ترسره شویو خبرو پرناکامه کیدو اندیښنه ښودلې او هیله یې څرګنده کړې چې دواړه لوري بیا جګړې ته مخه نکړي. پاکستاني جګپوړو چارواکو پرون چهارشنبې وویل چې د استانبول خبرې ناکامه شوې او پړه د افغانستان پرلوري واچوله.

د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک پرون چهارشنبې په نیویارک په یوه خبري غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ملګري ملتونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو ناکامه کیدو ته اندیښنه لري، وویل، چې البته دا سازمان اندیښمن دی او زیاته یې کړه چې سره له دې چې دا خبرې له خنډ سره مخ شوي خو دوی بیاهم ډیرهیله من دي چې نښتې به له سره پیل نشي. د دغو خبرو له ناکامه کیدو وروسته پاکستاني چارواکو ګواښ وکړچې د دواړو لورو ترمنځ د لانجې د هواري لپاره خبرو نتیجه ورنکړه او نافذ شوی اوربند له خطرسره مخ دی. د طالبانود حکومت چارواکو تراوسه د استانبول د خبرو او د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په اړه رسمي څه ندي ویلي.

د افغانستان فوټسال لوبډله نن له ایران سره پایلوبه کوي

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال لوبډله به نن پنجشنبې په بحرین کې د ۲۰۲۵ کال د آسیا د ځوانانو د سیالیو په پای لوبه کې له ایران سره مخامخ شي.

افغانستان د سې شنبې په ورځ تایلینډ ته ۹ د ۱ په مقابل کې په ماتې ورکولو سره د دې لوبو وروستي پړاو ته ووت.

افغانستان په دې سیالیو کې مخکې ازبکستان، بحرین او چین ته ماتې ورکړې ده.

افغانستان زیمبابوې ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پرون چهارشنبې په لومړۍ یو ورځنۍ مسابقه کې د زیمبابوې لوبډلې ته د ۵۳ منډو په توپیرماتې ورکړه.

دغه لوبه چې د زیمبابوې په کوربه ‌توب، په هرارې کې ترسره شوه، افغان لوبډلې ۱۸۰ منډې کړې وې چې د زیمبابوې لوبډلې یوازې ۱۲۷ منډې وکړې. دواړه لوبډلې به دوه نورې لوبې هم وکړي. یوه یې سبا جمعه او بله هم د یکشنبې په ورځ پلان شوي دي. دواړه لوبډلې په هند او سریلانکا کې د راتلونکې فبرورۍ او مارچ میاشتوکې د شل اوره نړیوال جام لوبو ته تیاری نیسي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG