نړۍ
روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې خپلو عملیاتو ته زور ورکړی

روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی، ستراتیژیکو ښارګوټو او ښارونو ته یې ځان نږدې کړی او پر خارکیف توغندي ولي.
دا وروسته له هغې چې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته د لومړي وار لپاره شمال ختیځ ښار خارکیف ته سفر وکړ.
راپورونه وايي، روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې پر سیورو-دونیڅک او لیسيچانسک خپل فشارونه وروسته له هغې زیات کړل، چې د لېمان په نوم د یوه ښار د نیولو ادعا یې وکړه.
د اوکراین مدافعان وايي، په دغو ستراتیژیکو سیمو کې تر سختو شرایطو لاندې مقاومت کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په هند کې د لویدلې الوتکې ۳۰ جسدونه تر اوسه ترلاسه شوي

د هند د هوایي چلند یوه الوتکه چې دوه سوه دوه څلویښت سپرلۍ یې لرلې نن د احمد اباد له هوایي ډګر څخه له الوتنې څو دقیقې وروسته وغورځیده.
رویټرز اژانس د هند د روغتیا د فدرالي وزیر په وینا خبر ورکړ چې په دې پيښه کې ګڼ شمیر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ځینو راپورونو له مخې تر اوسه د الوتکې د غورځیدو له ځایه دیرش جسدونه ترلاسه شوې دي.
پولیسو ویلي دي چې الوتکه د احمد اباد هوایي ډګر ته څیرمه د استوګنې پر یوې سیمې لویدلې ده.
د هند د هوایي چلند په وینا په سپرلیو کې یوسل او نهه شپيته هندیان، درې پنځوس بریتانیایان، اووه تنه پرتګالیان او یو تن د کاناډا دي.
دا الوتکه بویینګ-۸-۷۸۷ ډوله یوه مدرنه مسافر وړونکې الوتکه وه چې د لندن ګیټویک هوایي ډګر ته روانه وه.
په امریکا کې د فدرالي ځواکونو د اقداماتو خلاف مظاهرې روانې دي

د کډوالي دقوانینو دپلي کولو لپاره دفدرالي ځواکونو داقداماتو اود ولسمشر ټرمپ لخوا لاس انجلس ښار ته د ملي ګارد او سمندري ځواکونو د استولو خلاف مظاهرې په ټوله امریکا کې د خوریدو په حال کې دي.
اسوشیتد پرس خبري آژانس رپوټ ورکوي چې د مهاجرت او ګمرک خلاف ډیری دغه مظاهرې سوله ایزې ترسره شوي خوپه ځینو کې یې د پولیسو او مظاهره چیانو ترمینځ نښتې شوي او سلګونه کسان نیول شوي دي.
د مظاهرو دتیتولو لپاره له اوښکي بهونکي ګاز کار اخیستل شوی دی.
د تګزاس ایالت جمهوري پلوي والی ګرګ ابوت د ټولنیزو رسنیو له لاری خلکو ته خبر ورکړ چې دملي ګارډ ځواکونه د سولې او نظم دساتنې لپاره ددغه ایالت په بیلابیلوځایونو کې ځای پرځای کیږي.
خو ددغو ځواکونو دشمیر په هکله یې څه ونه ویل.
د ولسمشر ټرمپ حکومت ویلي دي چې دغیرقانوني کډوالو د ویستلو لپاره یرغلونه به پرته له وقفې دوام ولري .
دغه مظاهرې دتیرې جمعې په ورځ دلاس انجلس ښار څخه پیل شوې.
ټرمپ؛ که له ایران سره هوکړه وشي او که نه، اجازه نه ورکوم چې دا هېواد اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، "ډير هیله مند نه دی چې له ایران سره دې د اټومي پروګرام په اړه هوکړې ته ورسیږي".
هغه د "پادفورس وان" په نوم یو پاډکسټ سره مرکه ویلي، " د وخت په تیریدو سره د دې امکان په کمیدو دی چې له ایران سره هوکړې ته ورسیږو".
دا لومړی ځل دی چې د امریکا ولسمشر له ایران سره د اټومي پروکرام د هوکړې په اړه خوش بینه نه دی.
هغه له دې وړاندې په ځلونو هیله څرګنده کړې چې له ایران سره هوکړه کیدالی شي.
هغه د دوشنبې په ورځ په سپینې ماڼې کې خبریالانو ته ویلي و، " د ایران په اړه مې د اسراییلو له صدراعظم سره خبرې کړي دي".
د ښاغلي ټرمپ په ټکو، ایرانیان په مذاکراتو کې د پخوا پرتله سخت شوي.
ټرمپ وړاندې ویلي، که له ایران سره هوکړه وشي او که ونه شي، پرې به نیږدي چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي.
ایران او امریکا تر دې دمه د اټومي پروګرام په اړه پنځه ځلې په عمان او ایټالیا کې خبرې اترې کړې دي، چې هیڅ پایله يې نه درلوده.
د شپږمې دورې خبرو اترو لپاره دواړو خواوو بیلابیلې نیټې اعلان کړي دي.
د غزې د بشري مرستو بنسټ؛ حماس وسله والې ډلې مو کارکوونکي په نښه کړي دي

د امریکا له ملاتړه برخمن د غزې بشري مرستو بنسټ ادعا کوي چې حماس وسله والې دلې يې د کارکوونکو پر یوه موټر برید کړی دی.
امریکا او اروپايي ټولنه حماس وسله واله ډله یو ترهګریز سازمان بولي.
فرانس پریس خبري اژانس ویلي، په برید کې پنځه کسان وژل شوي او څو نور ټپیان دي.
د غزې د بشري مرستو بنسټ په یو بیان کې راغلي، په سیمه ییز وخت د شپې لس بجې وې چې حماس وسله والې ډلې پر هغې موټر برید وکړ چې د غزې د بشردوستانه بنسټ غړي په کې سپاره وو.
د بیان له مخې په برید کې وژل شوي او ټپیان ټول هغه فلسطیني وګړو او مرسته رسونکي دي، چې د غزې په جنوبي ښار خان یونس کې يې اړمنو کسانو ته مرستې رسولې.
دا لومړی ځل نه دی چې د بشري مرستو پر کارکوونکو او اړمنو کسانو بریدونه کیږي.
په تیرو دوو اونیو کې اسراییلي عسکرو پر هغوو فلسطینیانو ډزې کړي چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره راټولیږي.
یوازې تیره اونۍ د مرستو د ویش پرمهال د اسراییلي عسکرو په ډزو کې ۲۷کسان وژل شوي وو.
د روان کال په مارچ میاشت کې د حماس او اسراییلو ترمنځ له لنډ مهال اوربند وروسته غزې ته د بشري مرستو رسیدل د اسراییلو له خوا ځنډول شوي وو.
د غزې شاوخواو دوه میلیونه وګړي په بشپړه توګه بشري مرستو ته ځکه اړ دي چې د اسراییلو د بریدونو په ترڅ کې غزه کې د خوراکي موادو د تولید تقریبا ټول تاسیسات او ظرفیتونه ویجاړ شوي دي.
په بغداد کې د امریکا سفارت د امنیتي اندېښنو له کبله د خپلو کارکوونکو شمیر کموي

د عراق په پلازمینه بغداد کې د امریکا سفارت د امنیتي ستونزه له کبله د خپلو کارکوونکو شمیر راکموي.
یو امریکايي چارواکي پرون چهارشنبې ویلي، "په بغدان کې د امریکا سفارت په هغه پلان کار کوي چې له مخې يې غیرضروري کارکوونکي کم کړي، خو که چیرته اړتیا وي پوځيان د مرستې لپاره اماده دي".
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې د امنیتي ستونزو له کبله يې د کارکوونکو شمیرو د کمولو پریکړه کړې ده .
بل پلو، د عراق د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي هم د امریکا له سفارته د امنیتي ستونزو له کبله د کارکوونکو ویستل تایید کړي دي.
د دغه چارواکي په خبره، دا پریکړه په سیمه کې د شته امنیتي ستونزو له کبله شوې ده.
ټرمپ؛ د چین د نایابه معدني مواد په بدل کې چینايي زده کوونکي په امریکايي پوهنتونونو کې زده کړې کولی شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له چین سره یوې هوکړې ته رسیدلی چې له مخې به يې له دې هېواده مقناطیسونه او نایابه معدني مواد امریکا ته واردوي.
د ټرمپ په تکو، په دې هوکړې سره به پر چنیايي توکو تعرفه ۵۵ سلنې ته لوړه شي.
له دې وړاندې امریکا پر چینايي توکو ۳۳سلنه تعرفه لګولې وه.
د فرانس پریس په خبره، چین بیا پر امریکايي توکو لس سلنه تعرفه وضعه کړي ده.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ به د دې هوکړې په بدل کې په امریکايي پوهنتونو او کالجونو کې چینایي زده کوونکو ته د زده کړو اجازه ورکړي.
امریکايي او چینايي مذاکره کوونکو د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دواړه خواوې د وروستیو اختلافاتو د حل په موخه چې په کې تعرفې، د چین پر نایابو معدني موادو واک او له امریکا څخه چین ته د پرمختللې ټکنالوژۍ پر صادراتو محدودیتونه شامل دي، پر یوه موقتي چوکاټ سلا شوي دي.
د دې هوکړه اعلان د دوه ورځینو مذاکراتو له پای وروسته پرون په لندن کې وشو.
د چین ولسمشر شي جین پینګ له خپلې امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره اونۍ مخکې ټیلفوني خبرې کړې وې چې په کې دواړو خواوو په لندن کې پر مذاکراتو توافق کړی و.
دمتحدو ایالاتو ولسمشر چین سره د نوي تجارتي توافق خبر ورکوي

دمتحدوایالاتو ولسمشر چین سره د یونوي تجارتي توافق خبر ورکړ چې په اساس یې لدغه هیواده مقناطیس اونادر معدنی مواد واردیږي او دچینایي اموالو تعرفه به په سلو کې ۵۵ وټاکل شي.
ډونالد ټرمپ چهارشنبې ، دغبرګولي په په ۲۱ وویل امریکا به خپلو پوهنتونو او کالجونو کې چینایی محصلینو ته د زده کړو اجازه ورکړي.
بلخوا ، په امریکایي اموالو به د چین تعرفه په سلو کې ۱۰ وي.
په وارداتي اموالو ۳۰ په سلو کې تعرفه ۵۵ فیصدو ته اوچتول دامریکا لپاره یو پرمختګ ګڼل کیدای شي.
ښاغلي ټرمپ په خپله اجتماعي شبکه ، ټروث سوشیال کې ولیکل :" مونږ چین سره هوکړه وکړه ، دما او ولسمشر شي د نهایی توافق په شرط . "
ټرمپ زیاته کړه: " چین به ټول مقناطیس او نادر ضروري معدني مواد تامین کړي. دغه راز ، په هغه څه چې مونږ له چین سره هوکړه کړې ده ، عمل پرې کوو، او دچین محصلین به د مونږ په پوهنتونو او کالجونو کې د زده کړې او تحصیل اجازه ولري( چې تل ما په دې موافقه درلوده ! )"
دمتحدو ایالاتو ولسمشر وویل :" مونږ په مجموع کې په سلو کې ۵۵ تعرفه اخلو ، او چین په سلو کې لس. اړیکه عالي ده ! "
امریکایي او چینایي مرکچیانود شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دواړو خواوو د وروستیو اختلافاتو دحل لپاره په یوه موقت چوکاټ هوکړه وکړه چې د نادرو معدني موادو په بازار دچین برلاسی او چین ته د پرمختللې تکنالوژۍ پرصادراتو دامریکا محدودیتونه په کې شامل دي.
لاس انجلس کې تېره شپه ګرځبندیز حاکم و، هلته د پوځ استولو غبرګونونه پارولي

د متحده ایالتونو د دویم لوی ښار لاس انجلس ډېرو برخو کې تېره شپه ګرځبندیز لګیدلی و.
دا ګرځبندیز په ظاهره د هغو اعتراضونو او ناکراریو د ارامولو لپاره لګول شوی چې له پنځو ورځو راهیسې لاس انجلس کې پيل او اوس یې څو نورو ښارونو ته لمن غځیدلې ده.
دا اعتراضونه وروسته تر هغه پیل شول چې د کډوالۍ او ګمرک مسولانو د لاس انجلس په هغو سیمو کې چې ډیری وګړي يې لاتین ټبره دي، عملیات پيل کړل.
د امریکا چارواکي د عملیاتو هدف د ناقانونه کډوالو نیول او اخراج بولي.
په لاس انجلس، اسټن او یوشمېر نورو ښارونو کې مظاهرې په تاوتریخوالي اوښتي او د کنټرول لپاره یې د ملي ګارد او سمندري ځواک زرګونه سرتیري استول شوي دي.
د مظاهرو کنټرول ته د ټرمپ له خوا د پوځیانو د استولو پریکړې د امریکا دننه د پوځ د کارونې د څرنګوالي په اړه غبرګونونه هم پارولي او یوشمېر سیاستوالو دا کړنه غندلې ده.
اودیسې کې د اروپایي مشرانو له غونډې سره همهاله پر خارکیف د روسیې خونړی برید

په داسې حال کې چې د اوکراین په بندري ښار اودیسې کې د اروپایي مشرانو غونډه روانه ده، په بل ښار خارکیف کې د روسیې هوایي بریدونو درې تنه وژلي او زیات شمېر نور یې ټپیان کړي دي.
د خارکیف ښاروال ایګور ترخوف ویلي چې د روسیې ننني هوایي بریدونه په څو پوړیزو ودانیو، کورونو، لوبغالو او ترانسپوري شرکتونو باندې شوي دي.
د نوموړي په وینا، بریدونه د اورلګیدنې لامل هم شوي دي چې زیانونه یې اړولي.
د اودیسې غونډه کې چې د اوکراین او سیمې پر امنیتي مسلو ورټوله ده، د رومانیا، مولدوا، یونان، شمالي مقدونیا، کروشیا، سربیا او یوشمېر نورو هېوادونو مشران جرګه شوي دي.
د داعش د له منځه وړلو نړیوال ایتلاف: د داعش عملیاتي وړتیاوې او مالي سرچینې باید وځپل شي

د داعش د له منځه وړلو نړیوال ایتلاف یوځل بیا د اسلامي دولت ډلې یا داعش په له منځه وړلو ټینګار کړی دی.
د دغه ایتلاف په غونډه کې ویل شوي چې اروپا او متحده ایالتونو ته د داعش د ګواښونو له غځېدو مخکې باید د دغې ترهګریزې ډلې عملیاتي وړتیاوې، مالي سرچینې او د جلب او جذب هڅې وځپل شي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا یو ورځنۍ غونډه پرون سه شنبه ( د غبرګولې ۲۰) د اسپانیې په کوربه توب په مادرید کې جوړه شوې وه.
غونډه کې د بشارلاسد د رژیم له ړنګېدو وروسته په سوریه کې د داعش په ګواښونو تمرکز شوی دی.
د داعش ګواښونه په افغانستان او پاکستان کې هم موجود دي، خو په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې کومه ځانګړې یادونه نه ده شوې.