افغانستان
طالبان: د هرات په رستورانتونو کې کورنۍ د یوځای ډوډۍ خوړو نه دي منع شوي
![ارشیف](https://gdb.rferl.org/31f1b333-d868-4c6d-8013-ad4064e30d54_cx19_cy33_cw59_w250_r1_s.jpg)
طالبانو هغه راپورونه رد کړل، چې د هرات په ښار کې یې د کورنۍ ښځینه او نارینه غړي په یوه رستورانت کې یوځای له ډوډۍ خوړلو منع کړې دي.
د امر بالمعرف او نهي عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر وایي:
ازادي راډیو ته پرون د هرات ښار یوشمیر اوسیدونکو وویل چې، کله دوی رستورانت ته د ډوډۍ خوړلو لپاره تلل طالبانو یې مخه ونیوله چې ښځې او نارینه به یو ځای نه کښیني.
دا خبر فرانس پریس اژانس په هرات کې د ریاض اله سیرت په نوم د طالبانو د امر بالمعرف او نهي عن المنکر وزارت د یوه چارواکي په وینا هم خپور کړی دی چې وایي، په رستورانتونو کې دې د یوې کورنۍ نارینه او ښځینه غړي یوځای ډوډۍ نه سره خوري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
له چین څخه افغانستان ته د کارګو رېلګاډی افغانستان ته روان شوی
![](https://gdb.rferl.org/BBB9DFCB-1CA7-4417-A9B4-02B4963DC802_w250_r1_s.jpg)
له چین څخه یو کارګو یا باروړونکی ریلګاډی پرون (دوشنبې) د دغه هیواد له چونګچینګ ښاره د افغانستان په لور روان شو.
د چینايي رسنیو د راپور له مخې، په دې ریلګاډي کې مخابراتي تجهیزات او نور وسایل بار دي او تمه کېږي چې له ۱۲ تر ۱۵ ورځو پورې به افغانستان ته ورسېږي.
چینايي چارواکو دا افغانستان ته د ریلګاډي په وسیله په مستقیم ډول د سوداګري وسایلو د لېږدولو یوه نوې لار بللې او ویلي چې ریلاګاډی به یې له قزاقستان او ازبکستان څخه په تېریدو چونګچینګ او افغانستان سره ونښلوي.
په دې ریلګاډي کې د چین د "ZTE" مخابراتي شرکت له خوا جوړ شوي مخابراتي وسایل به د افغانستان د مخابراتي شبکو د پراختیا لپاره وکارول شي.
په فراه کې د ماین چاودنې ۵ تنو مرګ ژوبله واړوله
![](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-567f-08db8211da42_w250_r1_s.jpg)
د فراه ولایت په ابونصرفراهي بندر کې د یوه موټر په لاره کې د ماین د چاودنې له امله دوه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د ایران په پوله کې د ابونصرفراهي بندر کمیشنر محمد اسماعیل زاهد، وویل چې دا پېښه پرون (دوشنبې) ماسپښین هغه مهال وشوه، چې یو موټر د دې ولایت په سرحدي سیمو کې پر خښ شوي ماین وخوت.
د ده په وینا، ماسن په پخوا کلونو کې خښ شوی و.
طالبانو د دې پېښې د قربانیانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.
د ملګروملتو د راپورونو له مخې، افغانستان لا هم د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې ډېر ماینونه او ناچاودې مرمۍ پکې پاته دي او د هغو د چاودنو له کبله هر کال سلګونه انسانان په تیره بیا ماشومان وژل کېږي.
د سره صلیب کمېټه وايي، د افغاني سره میاشت ټولنې په همکارۍ یې مرستندویې چارې پراخې کړي
![](https://gdb.rferl.org/751cf481-fc41-4582-d75c-08dd3bb47256_w250_r1_s.jpg)
د سره صلیب نړیواله کمېټه (ICRC) وايي چې افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې له سخت بشري بحران سره مخامخ و.
دې کمېټې پرون (دوشنبې) په یوه راپور کې ویلي چې میلیونه افغانان د اقتصادي ستونزو، لسیزو جګړو او طبیعي ناورینونو له امله روغتیا، خوراکي توکو او پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخو کې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان وو.
دې ادارې ویلي چې له افغاني سره میاشت ټولنې سره په همکارۍ یې خپلې مرستندویې چارې پراخې کړي، څو د افغانانو لپاره طبي خدمات، مالي مرستې او مهم اساسي خدمتونه مهیا کړي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د راپور له مخې، دوی د افغاني سره میاشت ټولنې په همکارۍ نژدې یو میلیون افغانانو ته؛ چې ۶۵ سلنه یې ښځې او ماشومان وو—په ۴۷ کلینیکونو کې لومړني روغتیایي خدمات وړاندې کړي دي. همداراز یې څه باندې ۳۱۲ زره ډوزه واکسین تطبیق کړی، او ۸ زره ۷۸۸ ماشومانو، چې د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخامخ وو، د دوی د تغذیې له پروګرامونو څخه ګټه اخیستې ده.
ازبکستان وايي ۶۰۰ کیلو چرس یې کشف او ضبط کړي
د منځنۍ اسیا رسنیو پرون د ازبکستان د امنیتي چارواکو په قول وویل چې د دغه هیواد د دولتي خدماتو ادارې او د ګمرک کمېټې د سرخاندریا په سمه کې ۶۰۰ کیلو چرس کشف او ضبط کړل.
د ازبکستان د ګمرک کمېټې ویلي چې دا چرس، چې ارزښت یې ۱۶.۵ میلیون ډالرو ته رسېږي، غالباً له افغانستان څخه ازبکستان ته قاچاق کېدل.
د چارواکو په وینا، دا چرس د جاروګانو د لاستو په منځ کې پټ کړل شوي وو.
دوی وايي چې جاروګان، چې شمېر یې ۵۰۰ ته رسیده، په یوه لارۍ کې وړل کېدل.
د خوړو نړیوال پروګرام، په افغانستان کې ۲۵ زره ټنه حبوبات وېشلي
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د دوشنبې په ورځ د حبوباتو د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې تېر کال یې ۲۵ زره ټنه لوبیا، نخود، دال او نور یې تر اوو لکو څخه زیاتو افغانانو ته وېشلي دي.
دې ادارې د دوشنبې په ورځ په یوه خبرلیک کې، چې په خپله ایکسپاڼه کې یې خپور کړی دی، زیاته کړې چې دا مرسته د اروپايي اتحادیې، جرمني، جاپان او امریکا په مالي ملاتړ شوې ده.
WFP وايي، دا حبوبات د ژوند ژغورونکې مرستې په توګه وېشل شوي دي.
د ماش، لوبیا، عدس، دال او نخود په څېر حبوبات، چې په افغانستان کې یې بیه نسبتاً ارزانه ده، ډېر پروټین او معدني مواد لري.
فراه کې چاودنې دوه کسان مړه او درې ټپيان کړي
![په چاودنه کې د تخریب شوي موټر عکس - پخوانی](https://gdb.rferl.org/befac884-d343-4422-ba56-2221c59386ae_w250_r1_s.jpg)
د فراه ولایت د ابو نصر فراهي بندر د طالبانو کمیسار ویلي چې بندر ته په لاره کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د فراه ولایت د ابو نصر فراهي بندر د طالبانو کمیسار ویلي چې بندر ته په لاره کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
محمد اسماعیل زاهد وویل چې د دغو کسانو موټر د دوشنبې په ماسپښین هغه مهال د سړک غاړې په ماین ور برابر شو چې دوی د بار لپاره فراه ته روان وو.
د هغه په وينا، ماین له پخوا څخه پاتې و.
د افغانستان د پرځول شوي جمهوریت چارواکو پر طالبانو تور لګولی چې په هیواد کې واک ته له رسیدو دمخه یې د سړک غاړې ماینونه ښخ کړي وو.
په هغه وخت کې، د ځمکنیو ماینونو چاودنو ډیری ملکيانو ته تلفات اړول.
د ناروې شورا د امریکا د مرستو د ځنډېدو په خاطر افغانستان کې خپل فعالیت وځنډاوه
![د ناروې د کډوالو شورا د پروګرامونو یوه برخه](https://gdb.rferl.org/0ff60000-0aff-0242-ced1-08d9a439c3a4_cx0_cy12_cw0_w250_r1_s.jpg)
د ناروې د کډوالو شورا، نن اعلان کړی چې د امریکا د بهرنیو مرستو د ځنډ له امله یې د افغانستان په ګډون په څو هیوادونو کې خپل بشري فعالیتونه وځنډول.
دې شورا په یوه بیان کې ویلي دا لومړی ځل دی چې دوی اړ شوي چې د جګړې، ناورینونو او بې ځایه کیدو څخه اغیزمن شوي نږدې ۲۰ هیوادونو کې د سلګونو زرو خلکو لپاره روان او بیړني بشري فعالیتونه وځنډوي.
په بیان کې ویل شوي چې د ناروې د کډوالو شورا اړ ده د افغانستان په شمول په ګڼو هېوادونو کې خپل مرستندویه کارکونکي له دندو ګوښه کړي، او ډیر ژر به په بورکینا فاسو او د سوډان په دارفور سیمه کې د امریکا لخوا تمویل شوي مهم بشري پروګرامونه وځنډوي.
دې شورا ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د امریکا متحده ایالتونو په مالي مرستو یو میلیون او شپږ لکه کسانو سره مرستې کړې دي.
د امریکا ولسمشر په یوه اجرايي فرمان سره د دغه هېواد بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي د امریکا هر ډالر چې مصرفیږي باید د امریکا د امن، سوکالۍ او پياوړتیا لپاره وي.
طالبانو د سعودي په خاوره کې د فلسطیني دولت د جوړولو وړاندیز وغانده
![د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-fd49-08dca6fa6d2e_cx0_cy10_cw0_w250_r1_s.jpg)
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتانیاهو د سعودي عربستان په خاوره کې د فلسطیني دولت د جوړولو وړاندیز وغانده.
دغه وزارت د دوشنبې په ورځ، په یوه بیان کې وویل چې دوی دا "ناممکن، د منل شویو حقایقو سره په ښکاره تضاد کې، او د سعودي عربستان د حاکمیت سرغړونه ګڼي."
په دوام کې دا هم راغلي چې "فلسطین د فلسطینیانو خاوره ده، او تر هغه چې اشغال دوام ومومي او د فلسطیني خلکو حقونه تر پښو لاندې شي، غزه او سیمه به بې ثباته پاتې شي، او دا ډول وضعیت د هیچا په ګټه نه دی."
د اسراییلو صدراعظم، د امریکا متحده ایالتونو ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې وویل چې ریاض کولی شي د سعودي عربستان دننه یو فلسطیني دولت جوړ کړي.
نتانیاهو دا تبصره وروسته له هغه وکړه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز وکړ متحده ایالات د غزې کنټرول په لاس کې واخلي او خلک یې بل ځای کې هستوګن شي.
طالبانو په ارزګان او غزني کې پنځه کسان په عام محضر کې په درو وهلي
![د سزاګانو د تطبیق یوه صحنه](https://gdb.rferl.org/da39a999-36b2-4420-8679-18ef5f90bea4_w250_r1_s.jpg)
د طالبانو سترې محکمې د دوشنبې په ورځ په جلا جلا بیانونو کې ویلي چې د خاص ارزګان ولسوالۍ د ابتدايي محکمې د پریکړې سره سم، دوه کسان د قتل او لواطت او یو بل له واده بهر اړیکو په تور په دې ولایت کې په دُرو وهل شوي.
په بیان کې وړاندې راغلي چې له پاس کسانو یو تن په یو کال بند او ۳۹ درو، بل نفر په یو کال او شپږ میاشتې بند او ۳۰ درو، او دریم کس هم په شپږو میاشتو بند او ۳۹ درو محکوم شوی.
د طالبانو سترې محکمې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې هم دوه سړي د زنا په تور هر یو ۳۹ دُرې وهل شوي.
د بیان له مخې، دوه کسان هم په درې کاله او شپږ میاشتې بند محکوم شوي.
په تیرو دریو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره، دوی سلګونه کسان په مختلفو تورونو په درو وهلي دي.
د طالبانو حکومت د بشري حقونو سازمانونو له خوا د جسمي سزاګانو د بندولو لپاره له پرله پسې غوښتنو سربېره خلکو ته سزاوې ورکوي.
دوبۍ کپټلز ټیم د افغان لوبغاړو په مرسته د متحده عربي اماراتو نړیوال تجارتي لیګ وګاټه
![افغان کرکټر ګلبدین نایب د نړیوال تجارتي لیګ له کپ سره](https://gdb.rferl.org/d0a244d6-0eff-47fd-7b3b-08dd3bb48444_cx0_cy15_cw0_w250_r1_s.jpeg)
دوبۍ کپټلز ټیم د افغان لوبغاړو په مرسته د متحده عربي اماراتو نړیوال تجارتي لیګ وګاټه. په دې ټیم کې د افغانستان څو لوبغاړي له هغې ډلې ګلبدین نایب او قیس احمد هم شامل دي.
ګلبدین نایب تر پایلوبې د دوبۍ د ټيم د رسولو په برخه کې ډېره ونډه درلوده داسې چې څو واره یې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم ګټلې.
دوبۍ ټیم د ډیزرټ وایپرز له خوا د ۱۸۹ منډو هدف پوره کړ او پایلوبه یې د څلورو وېکټو په توپیر وګټله.
د متحده عربي اماراتو په تجارتي لیګ کې ګلبدین نایب د مینه والو له خوا د ټورنمنټ اغېزناکه لوبغاړی بلل شوی.
بل افغان لوبغاړی فضل الحق فاروقي بیا د متحده عربي اماراتو نړیوال تجارتي لیګ کې په ۲۱ ویکټو مخکښ بالر شوی.