نړۍ
روسي محکمې د سياسي فعال اندري بويار شينوف د بند موده غځولې

د روسیې د تتارستان جمهوریت د پلازمېنې کازان یوې محکمې د سیاسي فعال اندري بویارشینوف د بند موده وغځوله.
دغه فعال په ټروریزم کې په دخالت تورن شوی دی.
بویارشینوف په اوکراین کې د روسیې د غیر موجه یرغل د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
د دغه فعال مدافع وکیل، ریم سیبیروف زادۍ راډیو ته وویل، محکمې نن امر وکړ، چې د ده موکل د اګست میاشتې تر ۱۸مې تر محاکمې مخکې په بند کې وساتل شي.
دی د مارچ میاشتې پر ۱۸مه په عامه د تروریزم د ملاتړ او د ټروریزم د توجیه کولو په تور توقیف کړای شو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ولسمشر ډونالډټرمپ وايي چې د کابل د هوايي ډګر د چاودنې عامل نیول شوی او په امریکا کې به محاکمه شي

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ وايي چې په افغانستان کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژنې عامل نیول شوی دی.
ښاغلي ټرمپ له لوړې وروسته کانګرس ته په لومړنۍ وینا کې نن (د مارچ ۵مه) دا څرګندونې وکړې.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه نېټه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په ګډوډۍ کې د کابل په هوايي ډګر کې خونړۍ چاودنه وشوه چې ۱۳ امریکايي سرتېري او له ۱۷۰ ډېر افغانان پکې ووژل شول.
ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته په وینا کې وویل چې په دې برید تورن کس د پاکستان په مرسته نیول شوی دی او په متحدوایالتونو کې د محاکمې لپاره اوس مهال دې هېواد ته پر لاره دی. هغه په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.
د دې حملې پړه د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې منلې وه.
ښاغلي ټرمپ د دې وینا په ترڅ کې امریکا ته د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي له هڅو نیولې، د چین، کاناډا، مکسیکو او نورو هېوادونو پر وارداتو د تعرفې تر لوړولو پورې د امریکا د بېلابېلو کورنیو او نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
د امریکا مرستیال ولسمشر د اوکراین په اړه د خپل دریځ ننګه وکړه

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس د خپلو هغو خبرو ننګه کړې چې ویلې يې و، په اوکراین کې د اروپا د سوله ساتو ځواکونو ځای پر ځای کول به د روسیې د بیا حملې د مخنیوي لپاره کافي نه وي.
د ونس دې خبرو توند غبرګونونه پارولي و، خو هغه سه شنبه د خپل دریځ د دفاع ترڅنګ وویل، یوازنی کس چې ښکاري یوه ستراتیژي لري، هغه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دی.
جي ډي ونس له فاکس نیوز سره په مرکه کې چې د دوشنبې په شپه خپره شوه ویلي، اوکراین ته به ښه داوه چې له واشنګټن سره یې د خپلو معدني موادو د هوکړې پیشنهادي متن لاسلیک کړی وی.
د ونس په خبره له دې سره به اوکراین ته امنیتي تضمین ورکړل شوی و او دا تضمین به د هغه هېواد له شل زره سرتیرو څخه ښه و چې دیرش-څلویښت کاله یې جګړه نه ده کړې.
دا مرکه په سپینه ماڼۍ کې د امریکا او اوکراین د ولسمشرانو د ډونالډ ټرمپ او ولودمیر زلنسکي تر لفظي شخړې وروسته خپره شوه.
ټاکل شوې وه چې هغې غونډه کې د اوکراین معدني زیرمو ته د امریکا د لاسرسي هوکړه لاسلیک شي، خو داسې ونه شول او بیا ټرمپ زلنسکي تورن کړ چې سولې ته چمتو نه دی.
په بنو کې ځانمرګي برید او ډله ییزې حملې مرګ ژوبله اړولې ده

د خیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې د پوځ پر یوه مرکز د برید پرمهال لږترلږه ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي چې درې ماشومان هم پکې دي.
یوې ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل، دوو ځانمرګو بریدګرو پرون ماښام د روژه ماتي پرمهال لومړی خپل چاودیدونکي توکي والوزول او بیا نور وسله وال مرکز ته ننوتل. له برید څو ساعته وروسته هم په مرکز کې دننه ډزې روانې وې.
د فرانسپرس خبري آژانس د خبر له مخې په چاودنو کې ۳۲ نور کسان ټپیان شوي دي. د بريد مسووليت د جيش الفرسان محمد په نوم وسله والې ډلې منلی دی.
صدراعظم شهباز شریف او ولسمشر آصف علي زرداري دا برید غندلی دی. په بنو کې د تېر کال په دوبي کې هم د پوځ پر یوه مرکز په موټربم برید کې پوځیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې وه.
حوثي وسله واله ډله د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې شامله شوه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یمن انصارالله وسله واله ډله چې په حوثیانو مشهور دي، د " نړیوالو ترهګرو" په نوملړ کې شامله کړه.
دغه وزارت پرون سه شنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې حوثي وسله والو له ۲۰۲۳ کال راهیسې په سره سمندر او عدن خلیج کې پر سوداګریزو بیړیو سلګونه بریدونه کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کار د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ژمنو له مخې شوی او زیاته شوې چې امریکا به له حوثیانو او نورو ترهګرو ډلو سره د هیڅ هېواد اړیکې ونه زغمي.
حوثیانو تر دې وړاندې ویلي چې په غزه کې د فلسطینیانو د ملاتړ په هدف یې په اسراییلي او امریکایي اهدافو بریدونه کړي دي.
حوثیان له سعودي سره پولې ته نژدې د یمن شیعه مسلمانان دي چې د لویدیځو چارواکو په وینا، ایران یې ملاتړ کوي.
د اتلانو لیګ د فاینل لپاره نن جنوبي افریقا او نیوزیلاند خپل بخت ازمایي

د کریکټ د اتلانو جام ( چمپینز ترافۍ) لوبو دویمه نیمه پایلوبه نن د نیو زیلاند او جنوبي افریقا ترمنځ ترسره کیږي.
دغه لوبه د لاهور په قذافي ستډیوم کې، د افغانستان په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه پیلیږي.
د نن ورځې بریالۍ لوبډله به د راتلونکې یکشنبې په ورځ ( د مارچ په نهمه) له هند سره پایلوبه ولري.
هند پرون استرالیا ته په څلورو ویکټو ماته ورکړه او نیمې پایلوبې ته یې لاره پيدا کړه.
په بلوچستان ایالت کې د یوې ښځې په وسیله د ځان وژونکي برید پړه بلوڅ بېلتونپالو ومنله

بلوڅ بیلتونپالو د هغې ځان وژونکې حملې مسوولیت منلی دی چې د بلوچستان ایالت په کلات سیمه کې یې یو سرتېری وواژه. په دې حمله کې چې د یوې ښځې په وسیله ترسره شوه، د ملېشه ځواکونو د موټرو کاروان په نښه شو.
د بلوڅانو د آزادۍ د پوځ په نوم ډلې نن په یوه بیان کې وویل چې دا عملیات یې په بریالیتوب سره ترسره کړل. په بیان کې دا یادونه نه ده شوې چې برید ښځې کړی و، که نارینه خو د یوه سیمه ایز چارواکي پرون وویل چې د ملېشه ځواک د موټرو پر کاروان د یوې ښځې په وسیله په ځانمرګي برید کې یو سرتېری ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.
بلوڅ بیلتونپال له څو کلونو راهیسې د غني طبیعي زیرمو د لرونکي خو بېوزلي د بلوچستان د آزادولو لپاره جګړې کوي او په دې ترڅ کې د انرژۍ تاسیسات، په تېره هغه پروژې چې چینایانو پانګونې پکې کړې دي په نښه کوي.
ولسمشر ډونالډټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي

په پام کې ده چې ډونالډټرمپ د ولسمشر په توګه له لوړې وروسته د لومړي ځل لپاره د امریکا د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا وکړي.
ټرمپ پرون (د مارچ ۳مه) پر خپله ټولنیزه شبکه ټروت ولیکل چې د ده وینا به "ستره" وي. هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي خو تمه ده چې دی به هڅه وکړي په خپله وینا کې له اوکراین سره د مرستو د بندولو په ګډون د خپلې کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ د اجنډا د دوام لپاره ملاتړ ترلاسه کړي.
ښاغلي ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ د دوهمې دورې په تېرو شپږو اونیو کې د فشار او ناڅاپي پرېکړو له لارې په کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ کې د پام وړ بدلونونه اعلان کړل او په دې ترڅ کې یې تر ډېره له اجرایي فرمانونو څخه کار اخیستی او کانګرس یې له پامه غورځولی دی څو هغه ژمنې عملي کړي چې د انتخاباتي کمپاین پرمهال یې له خلکو سره کړې وې.
جمهوریپال ټرمپ د نورو اقداماتو ترڅنګ د دولتي ادارو زرګونه کارکوونکي له دندو لیرې کړل، د چین، مکسیکو او کاناډا پر وارداتو تعرفې یې لوړې کړې، سلګونه غیرقانوني کډوال یې له متحدوایالتونو وایستل او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په هیله یې له روسیې سره ډیپلوماتیک اړیکي بيا پیل کړل.
د اوکراین صدراعظم وايي چې هېواد یې له امریکا سره د اړیکو دوام غواړي

د اوکراین صدراعظم له خپل هېواد سره د امریکا د پوځي مرستو د ځنډېدو په اړه د راپورونو په غبرګون کې ویلي دي چې کییف له متحدوایالتونو سره د اړیکو دوام ته ژمن دی.
د امریکايي چارواکو له قوله په راپورونو کې ویل شوي چې ولسمشر ډونالډټرمپ له خپل اوکرایني سیال ولودیمیر زیلینسکي سره په خپل دفتر کې له لفظي لانجې وروسته له اوکراین سره د امریکا ټولې پوځي مرستې ځنډولې دي.
که څه هم امریکايي چارواکو رسما په دې اړه څه نه دي ویلي خو د اوکراین صدراعظم دینيس شمیهال نن (د مارچ ۴مه) یوې خبري غونډې ته د خبرو پرمهال وویل چې د امریکا د مرستو د ځنډېدو په اړه تراوسه معلومات نه شته مګر هغه ټینګار وکړ چې اوکراین قطعي پرېکړه کړې چې له متحدوایالتونو سره همکارۍ ته به دوام ورکوي.
ښاغلي شمیهال دا یادونه هم وکړه چې امریکا د اوکراین یو مهم شریک دی او غواړي له امریکا سره اړیکي وساتي. نوموړي زیاته کړه چې کییف چمتو دی له امریکا سره د اوکراین د طبیعي منرالونو اړوند تړون چې په سپینه ماڼۍ کې د زیلینسکي او ټرمپ له لفظي شخړې وروسته بې برخلیکه پاتې شو، لاسلیک کړي.
د اسټرالیا د کرکټ د اتلانو په جام کې د هند سیالې لوبډلې ته د ۲۶۵ منډو هدف وټاکه

اسټرالیا نن د اتلانو د جام یا چمپینز ټرافۍ د لوبلړۍ په نیم پایلوبه کې هند ته د ۲۶۵ منډو هدف وټاکه.
په دې لوبه کې چې په ډوبی کې ترسره شوه اسټرالیايي لوبغاړو په پنځوسم اوور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۶۴ منډې یې وکړې. په څو شېبو کې به د هند د کرکټ ملي لوبډله توپوهنه پیل کړي.
اسټرالیا چې له افغانستان سره په بې ګروپ کې وه د کرکټ د اتلانو په جام کې له انګلستان او جنوبي افریقا څخه لوبې وګټلې او له افغانستان سره یې لوبه د باران له کبله مساوي شوه.
هند چې له نیوزیلنډ، بنګلدېش او پاکستان سره په الف ګروپ کې و، ټولې لوبې وګټلې او نیم پایلوبې ته ووت.
د کرکټ د اتلانو دجام دوهمه نیم پایلوبه به سبا د پاکستان په لاهور ښار کې د جنوبي افریقا او نیوزیلنډ ترمنځ وي.
د سوریې پوځ په لاذقیه کې د بشاراسد د پرځېدلي رژیم د پلویانو پرضد عملیات پیل کړي دي

د سوریې وسله والو ځواکونو په ساحلي ښار لاذقیه کې وروسته له هغه پوځي عملیات پیل کړل چې د بشاراسد د پرځېدلي رژیم پلوي ملېشو د پوځ دوه سرتېري ووژل.
د سوریې دولتي خبري آژانس سانا نن (د کب ۱۴مه) د سرچینو په حواله راپور ورکړ چې دا سرتېري د لاذقیې په داعتور سیمه کې وژل شوي دي. لاذقیه د اسد د رژیم د ملاتړ پخوانی مرکز بلل کېږي او علوي اقلیت چې د اسد کورنۍ ورسره تړلې ده، ترډېره په همدې ښار کې اوسي.
په خبر کې راغلي دي چې د کورني امنیت ادارې په دې سیمه کې پراخ عملیات پیل کړي دي څو د دې ملېشو وسله وال ونیسي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله چې روانه جګړه څاري وايي چې د سوریې دفاع وزارت په سیمه کې سرتېري له زغرګاډو او ټانکونو سره ځای پرځای کړي څو هغه کسان چې د ملي امنیت د ځواکونو پر غړو یې برید کړی پیدا کړي او ویې نیسي.
د سوریې په بېلابېلو سیمو کې په وروستیو کې د ډزو او نښتو پېښې شوي چې تر ډېره د اسد د رژیم پلویان پکې ښکیل بلل شوي دي.