د ملګروملتو امنیت شورا د افغانستان په اړه فوق العاده غونډه وکړه چې پکې د طالبانو وروستۍ پرېکړې ظالمانه وبلل شوې.
د دې غونډې په اړه عصمت څاروان د سیاسي چارو له نظر خاوند او په لندن کې له پخواني افغان دیپلومات عزیزالدین معارج سره مرکه کړې.
لومړی یې ورته ویلي چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د حجاب د جبري کولو په اړه بحث وکړ. دا بحثونه څومره مهم او اغېزمن دي؟