خبرونه
له روسيې د جرمني د صدر اعظم غوښتنه: اوکراين کې جګړه پای ته ورسوئ

د جرمني صدر اعظم اولاف شولز یو وار بیا د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین غوښتي چې د اوکرایین جګړه پای ته ورسوي.
هغه په برلین کې د هند له صدر اعظم نریندرا مودي سره په کنفرانس کې په پوتین غږ وکړ چې دا جګړه ودروي، د خلکو بې معنی وژل بند او خپل پوځیان له اوکرایین وباسي.
د هند صدر اعظم هم په خپلو خبرو کې وویل چې ډیالوګ د حل یوازينۍ لار ده.
مودي چې حکومت یې له روسیې تسلیحات ترلاسه کوي د اوربند غږ وکړ خو د کریملین د غندلو لپاره یې د لویدیځ غوښتنې رد کړې.
په داسې حال کې چې د هند او جرمني صدر اعظمان سره غږېدل د اوکرایین په جنوب کې د اودیسا په ښار د یو راکټ د لګېدو خبر خپور شو چې یو شمېر خلکو ته یې مرګژوبله اړولې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
افغانستان او پاکستان نن فاینل لوبه کوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شل اووریز کرکټ د درې اړخیزې لوبلړۍ په فاینل کې نن له پاکستان سره مخامخ کېږي.
دا لوبه د کابل په وخت د ماښام په اوه نیمو بجو د شارجي د کرکټ په لوبغالي کې په پام کې ده. ملي لوبډلې له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره د لوبلړۍ د ګروپي دور وروستۍ سیالي تېره جمعه له متحده عربي اماراتو څخه وګټله او له پاکستان سره فاینل ته ووتله.
په دې لوبه کې ابراهیم ځدراڼ کپټاني وکړه ځکه کپټان راشدخان او محمد نبي، فضل الحق فاروقي، مجیب الرحمن او صدیق الله اتل ونه لوبېدل او پر ځای یې ځینې نوي لوبغاړي اخیستل شوي وو، خو تمه ده چې په نننۍ لوبه کې به د افغان لوبډلې کپټان او نور مخکښ غړي لوبغاړي شامل وي.
د پنجاب په ملتان ولسوالۍ کې د ژغورونکو ډلو د یوې کشتۍ د ډوبېدو پېښې مرګ ژوبله اړولې ده

د پاکستان د جنوب په سېلاب ځپلي پنجاب ایالت کې پنځه کسان پرون هغه مهال مړه شول چې د ژغورنې د ډلو یوه کشتۍ په سیند کې واوښته.
د پنجاب د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې اداره وايي چې د ژغورنې ډلو لسګونه سېلاب ځپلي ژغورلي دي.
د نوموړې ادارې چارواکو ویلي دي چې دا کشتۍ په ملتان ولسوالۍ کې د اوبو د چټک جریان له کبله نسکوره شوه خو ډېری سپرلۍ یې ژغورل شوي دي.
پرون له دې مخکې د مرستندویو چارو کمیشنر نبیل جاوید وویل چې له راوي، سُتلج او چناب سیندونو څخه راوتلو سېلابونو څه باندې ۴۱۰۰ کلي ځپلي او له دوه میلیونو ډېر خلک یې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي دي.
اسراییلو پر غزې د حملو په دوام یوه لوړه ودانۍ په بمونو والوزوله

د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د پوځ په یوه برید کې یوه لوړه ودانۍ نړېدلې ده. په تېرو څو ورځو کې چې اسراییلو د غزې په ښاري ناحیو کې د پوځي عملیاتو د پلان په درشل کې د غزې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی څو د بشري زون په نوم سیمې ته ولاړ شي، دا دوهم ځل دی چې داسې یو برید کېږي.
د اسراییل پوځ پرون وویل، یاده ودانۍ یې ځکه په نښه کړه چې حماس ډلې د اسراییلي ځواکونو د څار لپاره کار ترې اخیست.
عیني شاهدان او د فرانسپرس خبري آژانس خبریال وايي، اسراییلي الوتکو پرون د غزې په جنوبي ناحیو کې د خبرداري هغه پاڼې له هوا راخوشې کړې چې خلکو ته له دې سیمې د وتلو خبرداری پکې ورکړل شوی و.
اسراییلو له څو اونیو راهیسې دا خبرداری ورکړی چې د غزې په پراخه ښاري سیمه کې عملیات کوي خو دقیقه نېټه یې نه ده اعلان کړې.
اسراییلي پوځ د غزې په لمنو کې هوايي حملو او ځمکنيو عملیاتو ته زور ورکړی چې په نتیجه کې یې د وضعیت د لا خرابېدو وېره رامنځ ته کړې ده.
جرمني هغه ادعاوې ردوي چې ګنې د افغان کډوالو د ستنولو په بدل کې یې طالبانو ته پیسې ورکړي

جرمني وايي، د طالبانو حکومت ته یې د هغو افغانانو د منلو په بدل کې پیسې نه دي ورکړي چې له دې هېواده ایستل شوي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند دا څرګندونې پرون (د وږي ۱۵) د یوه کیڼپالي ګوند د هغو تورونو په ځواب کې وکړې چې ویلي یې و، د جرمني حکومت طالبانو ته یوه اندازه پیسې ورکړي څو هغه ۸۱ تنه افغانان ومني چې په جرمونو کې د ښکېلتیا له کبله افغانستان ته ایستل شوي وو.
جرمني چارواکو ویلي دي چې دې کسانو په وژنو، جنسي تېریو، تاوتریخوالي او د مخدرو موادو په اړوندو جرمونو کې لاس درلود.
د جرمني حکومت وايي چې په تېره جولای میاشت کې افغانستان ته د دې تورنو په استولو کې د قطر دولت مرسته کړې وه او هېچا ته پسې نه دي ورکړل شوي، خو حکومت د موضوع د محرمیت له وجې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د سېلابونو اټکل شوی

د هېواد د هواپېژندنې ادارې نن او سبا د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو سیمو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او د سېلونو د راوتلو اټکل کړی.
د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه بیان کې وايي، د وږي له ۱۶ څخه تر ۱۷ نېټې پورې په خوست، پکتیا، لوګر، ننګرهار، کونړ او نورستان کې د ورښتونو له کبله د سېلونو د راوتلو او د اوبو د کچې د لوړېدو احتمال شته.
په بیان کې له هغو خلکو چې سیندونو ته نژدې اوسېږي غوښتنه شوې چې له ګواښ څخه ځانونه خبر کړي او د لوړو سیمو اوسېدونکو ته سپارښتنه شوې چې د سېلونو د راوتلو په صورت کې د ټیټو سیمو اوسېدونکو ته خبر ورکړي.
د هند صدراعظم وايي چې هېواد یې له متحدوایالتونو سره ډېر مثبت اړیکي پالي

وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره د شخصي اړیکو خبره وکړه ښاغلي مودي ویلي دي چې نوې ډیلي لاهم له واشنګټن سره ډېر مثبت اړیکي پالي.
ښاغلي مودي نن پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې د ترمپ د دې احساساتو ژوره ستاینه کوي او له ده سره د مثبتو اړیکو ارزونه یې تاییدوي.
دواړه مشران دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې واشنګټن د هند پر وارداتو تر پنځوس سلنې پورې تعرفې ولګولې او پر نوې ډيلي یې تور ولګاوه چې له روسیې څخه د تېلو په پیرلو سره په اوکراین کې د روسیې د جګړې اور ته لمن وهي.
ټرمپ مخکې خبریالانو ته ویلي و، چې مودي به یې تل ملګری وي او خپلې هغه تېرې څرګندونې یې بې اهمیته بللې وې چې ویلي یې و، د چین په بدل کې به هند له لاسه ورکړي.
د اسراییلو پوځ د غزې د ښاري ناحیو اوسېدونکو ته له خپلو مېنو د وتلو لارښوونه کړې

د اسراییل پوځ د غزې د پراخې ښاري ساحې د نیولو د عملیاتو په درشل کې د دې ښار اوسېدونکو ته لارښوونه کړې چې له خپلو مېنو ووځي او بشري ساحو ته ولاړ شي.
د پوځ ویاند پر ټولنیزو شبکو په یوه بیان کې د غزې اوسېدونکو ته په خطاب کې ویلي چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي او د المواسي په نوم په جوړ شوي بشري زون کې له زرګونو نورو خلکو سره یوځای دېره شي.
ویاند دا نه دي ویلي چې د پوځ عملیات څه وخت پیلېږي خو یوه بل ویاند مخکې ویلي و، چې د عملیاتو وخت به اعلان نه شي او ناڅاپي به وي.
ملګري ملتونه اټکل کوي چې د غزې په ښار او شاوخوا سیمو کې یې شاوخوا یو میلیون خلک استوګن دي او خبرداری یې ورکړی چې که د اسراییلو پوځ له پلان سره سم عملیات وکړي نو یو ناورین به پېښ شي.
سرچینې؛ متحدوایالتونو تراوسه هم د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستو پرېکړه نه ده کړې

سرچینې وايي چې په افغانستان کې له مرګونې زلزلې نژدې یوه اونۍ وروسته هم معلومه نه ده چې امریکا به د دې زلزلې له زیانمنو سره مرسته وکړي که نه.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت یوازې پر ایکس شبکې په یوه بیان کې د افغانستان د ختیځ له زلزله ځپلو سره خواخوږي ښودلې؛ خو سرچینو رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې پرون جمعه (د وږي ۱۴مه) دې وزارت هغه اعلامیه تایید نه کړه چې له افغانستان سره د بشري مرستو د اړتیا یادونه پکې شوې وه، ځکه که یې دا یادونه کړې وای بیا یې نو باید بشري مرستې هم استولې وای.
د بهرنیوچارو وزارت پخوانیو جګپوړو چارواکو او یوې بلې سرچینې رویټرز ته دا خبره تایید کړې ده.
په کونړ او ننګرهار او شاوخوا سیمو کې د یکشنبې ورځې له درنې زلزلې وروسته یوازې څو هېوادونو له افغانستان سره د بشري مرستو خبر ورکړ؛ برتانیا د یو میلیون پونډو او اسټرالیا او جنوبي کوریا هر یوه یو میلیون ډالر مرستې وکړې خو متحدوایالتونو چې پخوا د افغانستان تر ټولو لوی مرستندوی هېواد و، د هېڅ راز مالي مرستې ژمنه نه ده کړې.
افغانستان او پاکستان سبا د درې اړخیزې لوبلړۍ په فاینل کې سره مخامخ کېږي

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شل اووریز کرکټ د درې اړخیزې لړۍ په فاینل لوبه کې سبا له پاکستان سره مخامخ شي.
دا لوبه د کابل په وخت د ماښام په اوه نیمو بجو د شارجي د کرکټ په لوبغالي کې ترسره کېږي. ملي لوبډلې له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره د دې لوبلړۍ د ګروپي پړاو وروستۍ سیالي پرون له متحده عربي اماراتو څخه وګټله.
افغان لوبډلې په پوره شلو اوورونو کې د ۱۷۱ منډو هدف ټاکلی و. د اماراتو لوبډلې هدف ته د رسېدو په تکل تر پایه هڅه وکړه خو ونه توانېده او بالاخره یې لوبه د څلورو منډو په توپیر وبایلله.
په بیګانۍ لوبه کې ابراهیم ځدراڼ کپټاني وکړه ځکه کپټان راشدخان او محمد نبي، فضل الحق فاروقي، مجیب الرحمن او صدیق الله اتل ونه لوبېدل او پر ځای یې ځینې نوي لوبغاړي اخیستل شوي وو.
ولادمیرپوتین اوکرایین ته د هر ډول بهرنیو سرتیرو د لېږلو په تړاو خبرداری ورکړی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اوکراین ته د بهرنیو ځواکونو د لیږلو په وړاندې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دوی به "مشروع هدفونه" وي.
د جمعې په ورځ (د سپتمبر په ۵ مه) د ارام سمندر په ساحلي ښار ولادیوستوک کې یوې اقتصادي غونډې ته د وینا پر مهال، پوتین وویل چې "که چیرې کوم سرتیري هلته راڅرګند شي، په ځانګړې توګه اوس چې جګړه وي، موږ ګومان کوو چې دوی به مشروع اهداف وي."
دا څرګندونې یوازې څو ساعته وروسته له هغه وشوې چې د کاناډا، جاپان او اسټرالیا په ګډون د شاوخوا ۳۰ اروپایي هیوادونو د یوې ډلې مشران اوکراین ته د سوله ساتو ځواکونو د لیږلو لپاره د سلامشورو په اړه سره غږېدلي.
د "ارادې د اییتلاف" په نوم د دې ډلې مشرانو د پنجشنبې په ورځ په پاریس کې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره لیدلي دي. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، چې د خبرو اترو کوربه توب یې کاوه، وویل ۲۶ هیوادونه اوکراین ته د ډاډ د حاصلولو په هدف د ځواکونو د استولو یا په ځمکه، هوا او سمندري قلمرو کې د عسکرو ځای پر ځای کولو ته ژمن دي.