محمد اشرف غني طالبانو ته ویلي چې د ترهګرو او ځانمرګو روزل له چاودنو او انتحاري حملو پرته بله څه نتیجه نه شي لرلی.
د افغانستان پخواني ولسمشر، دا خبره د کمکي اختر په مناسبت یکشنبه ماښام په خپله غږیزه وینا کې وکړه.
ښاغلي غني په خپلو خبرو کې یو وار بیا د یوې اجماع پر را منځته کولو ټینګار وکړ.
په دې اړه زموږ همکار د لوی کندهار ولسي بنسټ له مشر بصیر عطا څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه وکړه، چې د داخلي، سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په رامنځته کولو کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هڅې څومره بریالۍ وې؟