د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د دولتي پوهنتون د ښځینه او نارینه محصلانو لپاره د اوونۍ ورځې مشخصې کړې.
د پرېکړې له مخې، په تاق ورځو کې به هلکان او په جفت ورځو کې به نجونې د زده کړې اجازه ولري. د دې تر څنګ د تحصیل ورځنی وخت دوه برابره زیات شوی دی.
زموږ همکار، د افغان-امریکايي پوهنتون له استاد عبیداله بهیر سره مرکه کړې او لومړی يې ترې پوښتلي چې:
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت تازه پرېکړې ته په کوم نظر ګوري؟