خبرونه
امريکا په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ميليونونه ډالره مرسته کوي
د امریکا متحد ایالتونو په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د څه باندې اته څلویښت میلیونه ډالرو نوې مرستې اعلان وکړ.
په اسلام اباد کې د متحد ایالتونو سفارت په ټویټر کې لیکلي دي چې دا د هغو بشري مرستو یوه برخه ده چې واشنګتن یې له افغانانو سره ژمنه کړې ده.
د سفارت په ټویټ کې چې پرون خپور شو له پاکستانه مننه شوې ده چې افغان کډوالو ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
افغانستان سږکال د څه باندې لس نیم میلیونه ډالرو په ارزښت انار صادر کړي
د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي چې سږکال نژدې درویشت زره ټنه انار بهرنیو هیوادونو ته د څه باندې لس نیم میلیونه ډالرو په ارزښت صادر شوې دي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا د پنجشنبې په ورځ کورنیو رسنیو ته وویل چې روان کال د انارو د صادراتو په پیل کې د پاکستان لارې وتړل شوې او بیا هند، ازبکستان، قزاقستان، متحد عربي اماراتو، روسیې او یوشمیر نورو هیوادو ته صادر شول.
پاکستان د اکتوبر له نیمایي وروسته د کندهار د سپین بولدک په شمول نورې تجارتي لارې له یوې جګړې وروسته وتړلې چې لاهم دا لارې بندې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر لبنان ته ځي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، که د لبنان د بهرنیو چارو وزیر ایران ته نه ورځي دی دې ته چمتو دی چې بیروت ته ورشي.
عباس عراقچي د پنجشنبې په ورځ دا خبره یوه ورځ وروسته تر دې وکړه چې د ده لبناني سیال یوسف راجي ویلي و چې اوسني شرایط تهران ته د ده د تګ مخه نیسي خو په دریمګړي هیواد کې له ایران سره خبرو ته چمتو دی.
عراقچي په ایکسپاڼه کې لیکلي دي، هغه هیوادونه چې بشپړ دیپلوماتیک روابط لري هغوی دې ته اړتیا نه لرې چې یو بې طرفه دریم ځای د لیدو کتو لپاره انتخاب کړي.
د ایران او لبنان اړیکي په دې وروستیو میاشتو کې د حزب الله پر سر چې له دې ډلې دې وسلې ټولې شي، کړکیچن شوي دي.
حزب الله یوه سیاسي- پوځی ډله ده چې د لبنان د جنوب واک ورسره دی او د لبنان په پارلمان کې غړي لري.
امریکا دا یوه ترهګره ډله بولي، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تورلست کې شامله کړې ده.
ملګرو ملتو په میانمار کې د یوه هوایي برید د تحقیقاتو غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتو د بشري حقونو ستر کمشنر د میانمار پر یوه روغتون تر سره شوی برید په کلکو ټکیو وغانده او د دې پېښې د تحقیقاتو غوښتنه یې وکړه.
والکر ترک د پنجشنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې ولیکل چې داسې پیښې په جنګي جنایتونو کې شمیرل کیدای شي.
د چهارشنبې په ورځ د میانمار په لویدیځ کې د راخین په ایالت کې د (ماروک-یوو) پر روغتون هوایي برید وشو چې له امله یې لږ تر لږه درې دیرش کسان ووژل شول او شاوخوا شل تنه نور ټپیان شول.
فرانس پریس اژانس د میانمار د جګړو د څارونکو په وینا خبر ورکړ چې له دوه زره یو ویشتم کال راپه دې خوا چې په دغهَ هیواد کې پوځیانو کودتا کړې ده او واک یې خپل کړی دی کال په کال یې پر ملکیانو بریدونه زیات کړې دي.
اروپایي ټولنې له افغانانو سره ۲۵ میلیونه یورو مرسته وکړه
اروپایي ټولنې اعلان وکړ چې د ملګرو ملتو د نړیوال خوراکي پروګرام له لارې یې له افغانانو سره پنځه ویشت میلیونه یورو مرسته کړې ده.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار وویل چې دا مرسته له افغانانو سره په ځانګړې ډول له ښځو، ماشومانو او نورو زیانګالو سره د اروپایي ټولنې دوامداره ژمنتیا ښیي.
د راپور له مخې د دې مرستو لویه برخه به د اوبه خور په چارو ولګول شي او یوه برخه به یې په ښوونځیو کې نجونو او هلکانو ته د مغذي خوړو پر چمتو کولو مصرف شي.
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام استازي جان ایلیف د اروپایي ټولنې د مرستې مننه کړې او ویلي یې دي چې دا مرستې به د ښځو او ځوانانو لپاره د ډیرو کاري فرصتونو د رامنځته کیدو سبب شي.
په غزه کې ښایي د نړیوال ځواک قومانده امریکایي جنرال ته وسپارل شي
رویټرز اژانس نن د اکسیوس رسنۍ په وینا خبر ور کړ چې د ولسمشر ټرمپ اداره غواړي په غزه کې د نړیوالو ځواکونو قومانده یوه امریکایي جنرال ته وسپاري.
د ملګرو ملتو امنیت شورا د نومبر په اوولسمه یو پریکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې په غزه کې د ثبات ټینګیدو لپاره نړیوال ځواکونه ځای پرځای شي.
اکسیوس د پنجشنبې په ورځ د دوو امریکایي او دوو اسراییلي چارواکو په حواله راپور ورکړ چې د ټرمپ اداره پلان لري چې په غزه کې د نړیوال ثبات ځواک د قوماندې لپاره یو امریکایی دوه ستوری جنرال وټاکي.
اکسیوس رسنۍ وایي چې په ملګرو ملتو کې د امریکا سفیر مایک والټز روانه اونۍ په اسراییل کې له صدراعظم بنیامین نتنیاهو او نورو چارواکو سره د خبرو په ترڅ کې هغوی ته د ټرمپ د پلان په اړه معلومات ورکړې دي.
رویټرز اژانس څرګندوي چې سپینې ماڼۍ او د امریکا دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه د دوی سوالونو ته ځواب نه دی ویلی.
پیکنګ: طالبان دې له تاجکستان سره د پولې امنیت ټینګ کړي
د ملګرو ملتونو لپاره د چین استازي د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د تاجیکستان او افغانستان پولې ته نژدې د چینایي اتباعو د وژلو د پېښې تحقیقات وکړي.
فو ګونګ په ورته وخت کې تیره شپه په نیویارک کې د امنیت شورا غونډې ته د خبرو پرمهال پر طالبانو غږ وکړ چې له تاجکستان سره د پولې امنیت ټینګ کړي.
د تاجکستان حکومت ویلي دي چې د نومبر په شپږ ویشتمه او دیرشمه د دغه هیواد پر شمس الدین شاهین او دوراز ولسوالیو کې پنځه چینایان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوې دي.
تاجکستان وایي چې پر دغو چینایانو د افغانستان له خاورې دننه بریدونه شوې دي.
په ملګرو ملتو کې د چین استازي دا هم وویل چې طالبان دې په افغانستان کې ترهګرې ډلې لکه داعش، د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک او تحریک طالبان پاکستان ډلې وځپي.
په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قومانداني ویاند احسان اله کامګار ویلي دي چې د چینایانو د وژلو د پیښې په تړاو دوه تنه تورن کسان نیول شوې دي.
تر اوسه د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی.
د افغانستان یو هنري سبک د یونسکو په فرهنګي میراث کې داخل شو
د کمال الدین بهزاد د میناتوري هنري طرز د ملګرو ملتو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان( یونیسکو) د نړیوالو میراثونو په لست کې شامل شو.
دا پریکړه د یونیسکو د هغې درې ورځنۍ غونډې په ترڅ کې وشوه چې د پنجشنبې په ورځ د هند په پلازمینه نوي ډیلي کې پای ته ورسیده.
په دې غونډه کې د اته اویا هیوادونو په لسګونه فرهنګي میراثونه وارزول شول چې ځیني یې د یونسکو د فرهنګي میراث برخه شول.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خواله رسنیو کې په یوه پيغام کې وویل چې دا د افغانانو لپاره د ویاړ ځای دی چې یونسکو د کمال الدین بهزاد د میناتوري طرز په نړیوالو کلتوري میراثونو کې شامل کړ.
فیض حمید په څوارلس کاله بند محکوم شو
د پاکستان د استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید نن په څوارلس کاله بند محکوم شو.
د ده محکمه پروسږکال د اګست په دولسمه پوځي محکمې پیل کړه. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې نن پر فیض حمید د لګیدلو تورونو په اړه وویل چې ده په سیاسي فعالیتونو کې مداخله کوله او د پاکستان رسمي رازونه یې افشا کړي وو.
دا قضیې په پاکستان کې له پوځي چلند او امنیتي پروتوکولونو څخه سرغړونه بلل کیږي.
وروسته تر دې چې د دوه زره یو ویشتم کال په اګست کې طالبان بیا ځلي واکمنان شول، فیض حمید کابل ته ولاړ او د سرینا په هوټل کې یې داسې عکس واخیست چې د چای پیاله یې جګه نیولې وه، ځینو له دې عکسه داسې سیمبولیکه معنا اخیسته چې پاکستان په افغانستان کې بریالی شوی.
زلنسکي له لوړپوړو امریکایي چارواکو سره له جګړې وروسته د اوکراین د بیارغونې پر پلان خبرې کړي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وایي، د ډونالد ټرمپ له زوم جارد کوشنر او نورو امریکایي چارواکو سره یې، له جګړې وروسته د اوکراین د بیارغونې د پلان پر مهمو ټکو هوکړه وکړه.
رویټرز لیکلي چې زلنسکي پرون چهارشنبه ( د لیندۍ ۱۹مه) په انلاین بڼه پر کوشنر سربیره د امریکا د خزانې له وزیر سکاټ بیسنټ او نورو چارواکو سره پر " یوه اقتصادي سند" خبرې کړې دي.
له جګړې وروسته د اوکراین بیارغونه او دغه هېواد ته امنیتي ضمانتونه نن سبا د اوکراین په اړه د جوړېدونکو بحثونو اصلي ټکي دي.
د اوکراین اوسنۍ جګړه په اروپا کې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو خونړی جنګ بلل کیږي.
دا جګړه د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه د روسیې په یرغل سره پېل شوه.
د حزب الله پر سر د تهران او بیروت کړکېچ، د لبنان د بهرنیو چارو وزیر د ایران د سفر بلنه رد کړه
د لبنان د بهرنیو چارو وزیر یوسف رجي ایران ته د سفر په موخه د خپل ایراني سیال عباس عراقچي بلنه رد کړې، خو ویلې یې دي، دا د خبرواترو د رد په معنا نه ده.
د لبنان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ( د لیندۍ ۱۹) یوه خبرپاڼه کې ویلي، رجي دا مهال ایران ته د سفر بلنه نه ده منلې او برعکس یې وړاندیز کړی چې یوه دریم او بې پلوه هېواد کې به خبرې وکړي.
عباس عراقچي تیره اونۍ خپل لبناني سیال ته د تهران د سفر بلنه ولیږله او له هغه یې وغوښتل چې د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمه ییزو تحولاتو د ارزونې په پار دا سفر وکړي.
د ایران او لبنان اړیکې په دې وروستیو میاشتو کې د حزب الله پر سر او دا چې دغه ډله دې بې وسلې کړای شي، کړکېچنې شوې دي.
حزب الله یوه سیاسي او پوځی ډله ده چې د لبنان پر جنوب کنټرول لري او د لبنان پارلمان کې غړي هم لري.
امریکا دا یوه ترهګره ډله بولي، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه تورلست کې شامله کړې ده.