د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

یو اېن ډي پي: ګرځنده کلینیکونو مو د کرونا ۱۲ زره ناروغانو ته مرستې رسولي


ارشیف
ارشیف

د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره (یو اېن ډي پي) وایي چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې یې په افغانستان کې روغتیایي ګرځنده کلینیکونو د 'کووېډ-۱۹' ۱۲ زره ناروغانو ته مرستې رسولې دي.

یو اېن ډي پي په یوه ټویټ کې ویلي چې د دغو ناروغانو ۵۹ سلنه‌یې نارینه او ۴۱ سلنه‌یې ښځې دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې دغه‌راز ویلي په دې موده کې یې په دې اړه چې خلک په څه ډول کولای شي له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ څخه ځان وژغوري، له ۱۴۶ زره زیاتو افغانانو ته عامه پوهاوی ورکړی دی.

دا اداره وایي چې په افغانستان کې به له اړو کسانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG