دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې يو معتاد د اعتیاد د دورې خاطرات ليکي او چاپېږي.
نستو نادري تر اووه کلن اعتياد وروسته نشه پرېښودل او په دري ژبه يې د 'پل سوخته، اخر دنیا' په نوم خپل خاطرات د کتاب په بڼه وليکل چې اوس دا کتاب په پښتو ژبه هم ژباړل شوی او چاپ شوی دی.
دا چې د دې کتاب محتوا څه ده او دا کتاب څومره ګټور دی؟ په دې اړه مو د دې کتاب له ژباړونکي محمدعمر ستانکزي سره مرکه کړې او په پيل کې مو پوښتلی چې د دې کتاب د ژباړې انګېزه څه وه؟
مرکه دلته واورئ: