د کونړ ولایت سید زلمی له شلو کالو راهیسې نشه کوي وايي، تر نشې مخکې یې په ایران کې رنګمالي کوله او ښې پرېمانه پیسې یې ګټلې، خو کله چې ايراني پوليسو افغانستان ته راشړلی، له ډېرې کمزوريه پر لاره نه شي تلای او یوازې دومره پيسې پیدا کوي چې نشه يي مواد پرې پیري.
دا چې سید زلمی ولې او څنګه نشو ته مخه کړه او د نشو له امله نور له څه ډول ستونزو سره مخ شوی دی؟ دا به خپله د ده له خولې واورو: