د ګلشن په نوم یوه روغتیايي کارکوونکې له شلو کالو راهیسې کور په کور ګرځي او معتادې مېرمنې دې ته هڅوي او زمينه ورته برابروي چې نشه پرېږدي.
دا وايي، تردې دمه یې د ډېرو معتادو مېرمنو درملنه کړې ده.
- دا چې ګلشن ولې د معتادینو درملنې ته ملا وتړله؟
- نوموړې په دې لار کې له څه ډول ستونزو سره مخ شوې ده؟
- په دې اړه یې له ازادي راډیو سره مرکه کړې او په پیل کې پر دې غږېدلې چې ولې یې د معتادو مېرمنو درملنې ته زړه ښه کړ؟
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ: