د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۵

د 'کافا' د فوټسال جام؛ له ۱۹کلنو کم عمره افغان لوبډله ایران سره مخ کېږي


د افغانستان له ۱۹کلنو څخه کم عمره فوټسال لوبډله
د افغانستان له ۱۹کلنو څخه کم عمره فوټسال لوبډله

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، تمه ده چې د افغانستان له ۱۹کلنو د کم عمره فوټسال لوبډله د 'کافا' په نوم د منځنۍ اسیا د فوټسال په جام کې خپله لومړنۍ لوبه د فبروري میاشتې په دولسمه نېټه د را روانې شنبې په ورځ له ایران سره وکړي.

د فوټبال فدراسیون رییس یوسف کارګر ازادي راډیو ته وویل، د لوبډلې تمرینونو ته په پام سره تمه کېږي چې ښه نتیجه لاسته راوړي: "یادې لوبډلې له مخکې خپل چمتوالی درلود، زموږ کوم لوبغاړي چې ایران کې وو، عراق کې وو، په بېلابېلو ولایتونو کې وو تقریباً څلوېښت لوبغاړو دلته یو میاشت مخکې تمریني کمپ درلود چې ټول لګښت یې د فوټبال فدارسیون ورکړی و."

د فوټبال فدراسیون رییس یوسف کارګر
د فوټبال فدراسیون رییس یوسف کارګر

د نوموړي په خبره د لوبغاړو غوراوی د فوټسال د ملي لوبډلې د روزونکو او فني کدرونو له خوا شوې دی.

دا لوبې په قرغیزستان کې کېږي او د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې افغان لوبډله پرون په کې د ګډون لپاره بشکېک ته رسېدلې ده.

دغه لوبو کې د افغانستان تر څنګ د ایران، ازبیکستان، تاجکستان او قرغیزستان لوبدلو ګډون کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د کافا په نوم د منخنۍ اسیا د فوټسال لوبو کې د افغانستان له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو د فوټسال ملي لوبډله داسې مهال خپل سفر پیل کړی چې تازه د دغه هېواد د کرکټ له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو ملي لوبډله په وېسټ انډیز کې د ۵۰ اوورېز جام له نړیوالو لوبو راستنه شوې ده.

په دغو لوبو کې افغانستان په ۱۶ لوبډلو کې څلورم ځای خپل کړ.

له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو ملي لوبدله په هر ورزش کې د لویانو د ملي لوبډلې لپاره ملاتړې بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG