خبرونه
د پاکستان او عربستان چارواکي د افغانستان پر وضعیت غږیدلي

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه د سعودي عربستان د کورنیو چارو له وزیر عبدالعزیز بن سعود بن ناییف سره د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې په خپله ټویټر پاڼه کې یوازې دومره لیکلي چې د سعودي د کورنیو چارو وزیر، د افغانستان پر روان وضعیت کې د اسلام اباد د رول، د پولو د مدیریت لپاره د ځانګړو هڅو او د سیمې په ثبات کې د دې هېواد د رول په خاطر ستاینه وکړه.
د پاکستان صدراعظم عمران خان د چین له یوې ټلوېزیوني شبکې سره په وروستۍ مرکه کې وویل چې دی په دې باور دی چې په افغانستان کې تر ډېرو کلونو وروسته د سولې چانس برابر شوی، خو بشري بحران یې د اندېښنې وړ وباله.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
امریکا د بلوڅ ازادي غوښتونکې ډله د ترهګرو سازمانونو په لیست کې شامله کړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د "بلوڅو ازادي غوښتونکې ډله" د ترهګرو سازمانونو په لیست کې شامله کړې ده.
دغه ډله د افغانستان، پاکستان او ایران په پولو کې تر ټولو لویه فعاله وسله واله ډله ده چې د پاکستان د حکومت پرضد فعالیتونه کوي.
دغې ډلې په تیر کې په پېښور او د پاکستان په نورو لویو ښارونو کې د یو شمیر بریدونو مسولیت منلی دی.
د بلوڅو ازادي غوښتونکې ډلې پر هغه ریل د برید مسولیت هم منلی وو چې له کویټه پېښور ته په لار وو.
په هغه برید کې ۳۱ پاکستاني پوځیانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پرون په یو بیان کې وویل، "د ترهګرو لیست کې د بلوڅ ازادي غوښتونکو د ډلې شاملوال، د ترهګرۍ پر وړاندې د ټرمپ د هوډ او د ترهګرۍ پر وړاندې د هغه د مبارزې ښکاروندي کوي".
د امریکا له خوا د ترهګرو ډلو په لیست کې د بلوڅ ازادي غوښتونکې ډلې شاملوال ښايي پر دغې ډلې د مالي ملاتړ سرچینې راکمې کړي.
اروپايي ټولنې په غزه کې د اسراییلو په برید کې د پنځو خبریالانو وژل غندلي دي

اروپايي ټولنې په غزه کې د اسراییلو په برید کې د پنځو خبریالانو وژل غندلي دي.
د دغې ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس پرون دوشنبې دغه غندنه د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره تر یوې انلاین ناسته وروسته کړې ده.
اسراییلي او فلسطیني چارواکو د الشریف په ګډون د الجریزه تلویزیوني شبکې د پنځو خبریالانو وژل تایید کړي دي.
له دې وړاندې اسراییلو ویلي وو، "د حماس وسلې والې ډلې غړي چې د خبریالانو دنده پرمخ وړي وژل شوي دي".
له خبریالانو د ساتنې نړیوالې کمیټې د دغو خبریالانو وژل هغوو کسانو ته د سزا ورکړه یاده کړې چې غواړي د غزې جګړه مستنده کړي.
د اسراییلو پوځ ویلي، الشریف د حماس وسله والو یو واحد رهبري کوه.
الجریزه تلویزیون بیا د اسراییلو د پوځ دا ادعاوې رد کړي دي.
کال وړاندې اسراییلو ادعا کړې وه چې انس الشریف او یو شمیر نور خبریالان د حماس ډلې غړي دي.
د الجریزه تلویزیوني شبکې پنځه خبریالان پرون دوشنبې په خپله کاري خیمه کې د اسراییلو په برید کې ووژل شول.
څارونکو د غزې جګړه په معاصر تاریخ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړۍ جګړه یاده کړې ده.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د قرغیزستان په اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه له یوه پلاوي سره دې هېواد ته ورغلی

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی د قرغیزستان په اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه دې هېواد ته تللی دی.
دغه وزارت پرون دوشنبې پر خپلې ایکس پاڼې ویلي، "پلاوی د قرغیزي چارواکو سره د دواړه اړخیزو اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کوي".
بل پلو، د صعنت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد په کابل کې له چینايي سوداګرو سره کتلي دي.
دغه لیدنه پرون دوشنبې ترسره شوې.
د صعنت او سوداګرۍ وزارت په یو خبرپاڼه کې ویلي، "چینايي سوداګر لیوالتیا لري چې د افغانستان د انرژۍ، د برېښنا د کارخونو په جوړیدو او ساختماني سکتور کې پانګونه وکړي.
که څه هم چینايي سوداګر وخت ناوخت په افغانستان کې له پانګونې سره لیوالتیا ښيۍ خو هم د طالبانو حکومت او هم چینايي پانګوالو په دې برخه کې کړې ژمنې چې بې کاره خلکو ته د پانګونې له لارې د دندې موندل دي پوره کړې نه دي.
اوکرایین او روسیه دې د جګړې د پایته رسولو لپاره د خپلې خاورې له یوې برخې تیر شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، روسیه او اوکرایین دې د جګړې د پایته رسولو لپاره د خپلې خاورې له یوې برخې تیر شي.
ټرمپ پرون دوشنبې په سپینه ماڼې کې خبریالانو ته وویل، "له پوتین سره ناسته او خبرې اترې په اصل کې د شرایطو د سنجولو یوه ناسته ده".
د ټرمپ په ټکو، "شاید د ناستې په لومړیو دوو دقیقو کې پوه شم چې له پوتین سره د سولې په خبرو کې پرمختګ ممکن دی او کنه".
هغه وړاندې وویل، "ټینګار به يې پر پوتین دا وي چې جګړه پای ته ورسوي".
تمه ده د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د راروانې جمعې په ورځ په الاسکا کې د اوکرایین د جګړې د پایته رسولو په اړه وګوري.
له ۲۰۲۱کال راهیسې دا به د پوتین او ټرمپ ترمنځ لومړنۍ لیدنه وي.
ټرمپ ویلي، هڅه به يې دا وي چې پوتین قانع کړې څو د جګړې د پایته رسولو لپاره د اوکرایین د نیول شوې خاورې یوه برخه ورپریږدي.
د هغه په ټکو، روسیې د اوکرایین شرقي سیمې چې ډیر ارزښتمنې سیمې دي اشغال کړي دي.
بل پلو، د اروپايي ټولنې مشران اندیښمن دي چې ټرمپ په دې ناسته کې له پوتین سره نامطلوبه هوکړه ونه کړي.
دغو مشرانو تیره ورځ د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، " نړیوالې پولې دې په زور نه جوړیږي".
ایران؛ که اړتیا وي له امریکا سره د اټومي پروګرام په اړه غیرمستقیمو خبرو اترو ته دوام ورکوو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، که اړتیا وي له امریکا سره د اټومي پروګرام په اړه غیرمستقمیو خبرو اترو ته دوام ورکوي.
هغه پرون دوشنبې خبریالانو ته وویل، د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې فني پلاوی په تهران کې دی او له دوی سره به خبرې اترې ستونزې او پیچلي وي.
د بقايي په ټکو، د دې احتمال شته چې د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له دغه پلاوی سره وګوري.
بقايي د ایران او اسراییلو ترمنځ ۱۲ورځینۍ جګړې پرمهال د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې پر دریځ نیوکه وکړه او وویل، د ایران اټومي بټۍ په تیرو کلونو کې په ۲۴ساعته توګه د دغې ادارې تر څار او کنټرول لاندې وې خو د برید پرمهال يې د اسراییلو او امریکا پر وړاندې هیڅ ډول اقدام ونه کړ.
د هغه په ټکو، دغې ادارې پر اټومي بټو حتی دغه برید غندلی نه دی.
امریکا دوه میاشتې وړاندې د ایران او اسراییلو ترمنځ د جګړې پرمهال د دغه هیواد درې اټومي بټۍ په نښه کړې.
امریکا ویلي، په دې بریدونو کې يې د ایران اټومي بټۍ کاملا له منځه وړي دي.
ایران د ریال پر ځای تومان او قران د ملي پولي واحد په توګه ټاکلي دي

د ایران حکومت پریکړه کړې چې له دې وروسته "تومان او "قران" د ملي پولي واحد په توګه وکاروي.
د پریکړې له مخې، د ایران د اوسنۍ ملي پولي واحد چې ریال دی څلور صفره لیرې کیږي او دا واحد به هم په مارکیټ کې په ګردان کې وي.
د ایران حکومت د دې پریکړې موخه د انفلاسیون د اغیزو کمول، په پیسو کې د ډیرو صفرونو له منځه وړل او په راکړې ورکړې اساني یاده کړې ده.
خو اقتصادي کارپوهان او د ایران د پارلمان غړي په روانو شرایطو کې چې په ایران کې انفلاسیون له ۳۰ تر۵۰سلنې دی، دا پریکړه بې اغیزې بولي.
د دغو کارپوهانو په ټکو، دا پریکړه په هغې صورت کې عملي او اغیزمنیدی شي چې انفلاسیون کنټرول او اقتصادي ثبات رامنځته شي.
ځیني نور کسان بیا د شپږو صفرونو لرې کول او د دې پریکړې عملي مخکې وړاندیز کړي وو.
تومان او قران په داسې حال کې د ایران د ملي پولي واحد په توګه ټاکل کیږي چې ریان د نړۍ تر ټولو کم ارزښت لرونکی پولي واحد دی.
په جرمني کې تفریحي او کاري سفرونو نوی ریکارډ ثبت کړی

په جرمني کې تفریحي او کاري سفرونو نوی ریکارډ ثبت کړی دی.
د دې هېواد د فدرالي احصايې ادارې د راپور له مخې، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د جرمني په هوټلونو او لویو استوګنځایونو کې له ۲۲۳میلیونو څخه ډير کسان د شپې پاتې د کیدو لپاره ثبت شوي دي.
دغه شمیر د تیرکال پرتله یو سلنه لوړوالی ښيۍ.
که څه هم په جولای میاشت کې جرمني ته د ورتلونکو کسانو شمیر د اروپا ملتونو د جام سیالیو له کبله نژدې دیارلس سلنه راکم شوی وو، خو بیا هم په لویو استوګنځایونو کې د تیرکال پرتله د بهرني سیلانیانو شمیر نژدې څلور سلنه زیات شوی دی.
د ایران سیستان بلوچستان کې بریدکوونکو یو پولیس وژلی دی

د ایران په سیستان - بلوچستان ایالت کې هغه درې حمله کوونکي وژل شوي چې غوښتل یې د پولیسو یوې پوستې ته دننه شي.
فرانس پریس د ایراني چارواکو په حواله ویلي، پیښه کې چې پرون یکشنبه شوې، یو پولیس هم وژل شوی دی.
ایراني چارواکو بریدګر د سني اسلامپاله ډلې جیش العدل غړي یاد کړي چې په وینا یې د ایران په جنوب لویدیځ او پاکستان کې میشت دي.
سیستان- بلوچستان چې له افغانستان او پاکستان سره اوږده پوله لري، وخت نا وخت د دغسې ناکراریو شاهد وي.
د طالبانو او یوناما نانندرۍ، د بهرنیو چارو وزارت د ( مناسب اقدام) خبرداری ورکړی

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ( یوناما) ته خبرداری ورکړی چې د دوی په ټکو " بې بنسټه راپورونو" په تړاو به یې " مناسب اقدام" وکړي.
دوی پرون یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې دغه څرګندونې د یوناما د بشري حقونو څانګې د هغه راپور په غبرګون کې کړي چې له ایران او پاکستانه د ایستل شویو افغانانو پر وضعیت څرخېده.
یوناما د زمري میاشتې په لومړیو کې په یوه راپور کې وویل، هغه کډوال چې په زوره له ایران او پاکستانه افغانستان ته ایستل کېږي، د طالبانو له خوا له شکنجې، ناوړه چلند، بې دلیله نیونو او امنیتي ګواښونو سره مخ دي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، د یوناما "دغه راپور زیاتره د هغو محدودو اشخاصو انفرادي تجربې انځوروي چې د ادعاوو پر اساس له ستونزو سره مخ شوي، حال دا چې د هغو میلونونو افغانانو مثبتو تجربو ته چې په امن، باعزته او باثباته شرایطو کې خپل هېواد ته راستانه شوي دي، انعکاس نه دی ورکړل شوی".
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو له څیړونکو سره په نانندریو اوړي، دوی تیر کال د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورتر پر راپورونو نیوکې وکړې او افغانستان ته یې د هغه پر سفر بندیز ولګوه.
د کډوالو په ستنیدو کابل کې د کورونو کرایه لوړه شوې

د کابل د کورونو کرايه په تېر يو کال کې دوه برابره لوړه شوې ده. ايران او پاکستان څخه د څه دپاسه دوه ميليونه ستنو شویو افغانانو په راتګ سره د کورونو کمښت لا پسې شديد شوی دی.
د جایدادونو دمعاملاتو ځینې دفترونه وايي ځينو مالکانو د کډوالو له راستنېدو وروسته کرايې دوه برابره کړي دي.
د طالبانو چارواکي د کورونو د کمښت بحران نه مني، خو داسې ښکاري چې په ځینو مواردو کې د سړک جوړونې د پروژو لپاره د کورونو ورانولو د کورونو عرضه کمه کړې ده.
کابل ته راستنېدونکي او پلازمینه کې پخواني اوسېدونکي، په ځانګړي ډول هغه کورنۍ چې ډېر ټيټ عايد لري، د کرايې په پرې کولو له جدي ستونزو سره مخ دي