په چین کې د ژمني المپېک په لوبو کې د کرونا ويروس ۴۵ پېښې ثبت شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ، دغو لوبو کې هغه مهال د ۲۶ کسانو د کرونا ټېسټونه مثبت وختل چې د يادو سياليو لپاره بېکېنګ ته رسيدلي وو.
په دې سیالیو کې د ۹۱ هېوادونو لوبغاړي برخه لري.
راپورونه وايي، په دې لوبو کې د افغانستان او تاجکستانه هېڅ یوه لوبغاړي ګډون نه دی کړی، خو د ایران دوه لوبغاړي په دې سیالیو کې برخه لري.
د المپیک دا ژمنې لوبې به د روانې فبرورۍ تر شلمې دوام وکړي.