د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري له طالبانو د دوو ښځینه فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما هم د طالبانو له کورنیو چارو وزارته د دوو معترضو ښځو د نیول کېدو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.
دغه دوې فعالانې تېره چهارشنبه او پنجشنبه په کابل کې نیول شوي دي.
تر دې مخکې هم ځینې ښځینه فعالانې لادرکه شوي چې تر اوسه یې د ځای ځایګي په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د ازادي راډیو خبریال د ښځو د حقونو له یوې فعالې سره چې نه غواړي نوم یې یاد شي د مرکې په پیل کې پوښتنه وکړه چې د ښځو د لادرکۍ پېښې زیاتې تکرار شوي، دا څه معنی ورکوي؟
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ: