د روغتیا نړیوال سازمان وايي، اروپا به ژر د اوږدې مودې لپاره د کرونا وبا له شره په ارامه شي.
د دې ادارې اروپايي رييس هانس ګلوکې پرون پنجشنبه( د سلواغې ۱۴مه)وویل، د ډېرو خلکو واکسیناسیون، د ژمي پای ته رسېدا او په نهایت کې د کرونا د نوې بڼې یعنې اومېکرون د شدت کموالي هیله غوړولې چې په اروپا کې د کرونا له درکه اندېښنې کمې شي.
سره له دې چې په وروستیو ورځو کې په ډېرو اروپايي هېوادونو کې د کرونا د پېښو شمېر بې ساری و، خو د مړینو او په روغتونونو کې د بستر کېدونکو کسانو شمېر ډېر لږ و.