د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۱۹

ډنمارک د کرونا وېروس د مخنیوي په هدف لګېدلي محدودیتونه لغوه کړل

د ډنمارک یوه څنډه
د ډنمارک یوه څنډه

ډنمارک د اروپايي ټولنې لومړنی غړی هېواد شو چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د نوې بڼې د مثبتو پېښو له زیاتېدو سره-سره یې د کرونا وېروس د مخنیوي په هدف ټول لګېدلي محدودیتونه لغوه کړل.

دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې له یوې خوا په ډنمارک کې د اومېکرون په نوم د کرونا د نوې بڼې چې نسبتاً خفیف علایم لري خو په فوق العاده چټکۍ سره خپرېږي مثبت مواردو زیات شوي او بل خوا د روغتیا نړیوال سازمان WHO خبرداری ورکړی چې اومېکرون په ډېری هېوادونو کې تراوسه خپل اوج ته نه دی رسېدلی.

د ډنمارک حکومت د جبري ماسک او کووېد پاس او د رسټورانټونو او بارونو د کار پر وخت محدودیتونه چې په سېپټمبر او نوومبر میاشتو کې یې په تجربوي ډول فسخ کړي وو، پرون یو ځل بیا عملاً لېرې کړل.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG