د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۰

افغانستان

افغاني سرې میاشتې ټولنې غزني کې پر زرو کورنیو ته مرستې وېشلي

د سرې میاشتې د ټولنې له خوا د مرستو وېش
د سرې میاشتې د ټولنې له خوا د مرستو وېش

په غزني کې افغاني سرې میاشتې ټولنې پرون سې شنبه (د سلواغې۱۲مه) پر زرو کورنیو یوه اندازه مرستې وېشلي دي.

په سوېل لوېدیځ زون کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر مولوي الیاس خېل ناصري، ازادي راډیو ته وویل، دغو مرستو کې خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي.

نوموړی وايي، د دغه مرستې یوه برخه یې په غزني مرکز او پاتې نورې یې په اندړو ولسوالۍ کې پر بې وزلو، غریبو او بې ځایه شویو کورنیو وېشل کېږي.

که څه هم چې په اوسني وخت کې د طالبانو پر حکومت او ځايي چارواکو یې نیوکې کیږي چې هغوی د نړیوالو خیریه موسسو د مرستو د وېش پر وخت له شفافیت څخه کار نه اخلي او ډېری مرستې خپلو کسانو ته ور وېشي، خو ښاغلی ناصري یې په اړه وايي، د دغه مرستې لپاره ټولې مستحقې او اړمنې کورنۍ په نظر کې نیول شوي دي.

ناصري زیاتوي: "نن موږ د اندړو ولسوالۍ ۴۰۰ کورنیو ته د مرستو د وېش لړۍ پیل کړه، په دې کې شپږ بوجۍ اوړه، درې کارټنه خوراکي مواد، دوه بړستنې او یوه بکسه ده چې په هغې کې بېلابېل مواد دي او د مرکز لپاره بیا شپږ سوه کسانو ته مرستې ورکوو، په دې کې څلور بوجۍ اوړه، دوه کارتنه خوراتي توکي، دوه بړستنې او یو بکس شامل دی، دا لړۍ مو پیل کړې او په ټول افغانستان کې به دوام لري."

دغه مرستې په سعودي عربستان کې د ملک سلیمان خیریه بنسټ لورې افغاني سرې میاشتې ټولنې ته ورکول شوې دي.

بل لور ته بیا هغه کسان چې دغه مرستې یې ترلاسه کړې، زیات خوشحاله دي او وايي، ډیری نورې موسسې هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي، تر څو دلته خلک له عذابه خلاص شي.

دغه مرستې په داسې حال کې ترسره کېږي چې یوې خوا ته په اوسني وخت کې د نړیوالو خیریه ټولنو له لوري په افغانستان کې له بې وزلو سره د مرستو د وېش لړۍ تېزه شوې ده، خو له بلې خوا بیا یادې خیریه ټولنې دلته د لوږې له لاسه د سخت ناورین ویره څرګندوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې پاکستان په تیرو دوو ورځو کې له ۸۰۰۰ څخه ډیر افغان کډوال له دغه هېواده ایستلي

ایستل شوي افغان کډوال
ایستل شوي افغان کډوال

د آی او ام په وینا، په دې افغانانو کې غیر اسناد لرونکي کډوال او همدارنګه هغه کسان شامل دي چې د افغان تابعیت کارتونه لري.

د طالبانو حکومت د زرګونو کډوالو د ایستلو خبر تایید کړی، خو وايي چې د اپریل له لومړۍ نیټې راهیسې د ایستل شویو شویو کسانو شمیر د ۶۰۰۰ او ۷۰۰۰ ترمنځ دی.

په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ګډ عمل کمېټې تایید کړې چې یو شمېر افغان کډوال د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوي دي.

د کمېټې یوه غړي نن ازادي راډیو ته وویل چې بندیان شوي کډوال حتی کافي خواړه هم نه لري.

مزارشریف ښار کې چاودنه شوې

د مزارشریف د روضې یو انځور
د مزارشریف د روضې یو انځور

راپورونه وايي چې نن ماښام په مزارشریف ښار کې یوه چاودنه شوې.

ځینو افغان رسنیو د خپلو کورنیو سرچینو په حواله ویلي چې چاودنه د مزارشریف ښار په اتمې حوزې کې شوې ده.

ازادي راډیو په خپلواکه توګه دا پېښه نه شي تاییدولی.

د راپورونو په اساس چاودنه په «خبریالانو» چوک سیمه کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو په یوې پوستې شوې.

لا طالب چارواکو دا پېښه تایید یا رد کړې نه ده.

د دې پېښې زیات جزییات لا نه دي رسنیز شوي.

پاکستان وايي افغان ننداره چیانو د دوی د کرکټ لوبغاړو سپکاوی کړی

خوشدل شاه نیوزیلنډ کې د فزیکي شخړې په مهال
خوشدل شاه نیوزیلنډ کې د فزیکي شخړې په مهال

پاکستان ادعا کړې چې افغان نندارچیانو د پاکستان او نیوزیلینډ ترمنځ د کرکټ لوبې پرمهال د پاکستاني لوبډلې غړو ته سپکاوی کړی دی.

د پاکستان کرکټ بورډ نن په یوه بیان کې ادعا وکړه چې "بهرني نندارچیانو د لوبې پرمهال د پاکستان پر ضد نامناسب شعارونه ورکړل".

په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې، امنیتي پرسونل لیدل کیږي چې د پاکستان د کرکټ د لوبغاړي خوشدل شاه او یو شمیر نندارچیانو ترمنځ د فزیکي شخړې مخه نیسي.

تر اوسه پورې، د کرکټ نړیوالې شورا یا کومې بلې خپلواکې ادارې د پاکستان دغه ادعا نه ده تایید کړې.

پاکستان له نیوزیلند سره درې یو ورځنۍ او پنځه شل اووریزې لوبې وکړې چې یواځې یوه شل اووره یې وګټله او پاتې اوه لوبې یې وبایلودې.

کومه پېښه چې اوس پرې د پاکستان کرکټ بورډ بیان ورکړی د اپرېل په پنځمه د وروستۍ یو ورځنۍ لوبې پرمهال شوې.

ملګرو ملتونو له افغانستان سره د مرستې غوښتنه کړې

د نانوايي مخته ولاړې بیوزلې ښځې او ماشومان
د نانوايي مخته ولاړې بیوزلې ښځې او ماشومان

د افغانستان د همغږۍ ډلې د غونډې په درشل کې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د نړیوالو مرستندویانو د حیاتي ملاتړ غوښتنه کړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما د بیان له مخې تمه ده دا اوونۍ په استانبول کې د افغانستان د همغږۍ ډلې غونډه وشي.

ملګري ملتونه تمه لري چې په دې غونډه کې د روان ۲۰۲۵ کال لپاره مرستې ټولې کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري چارو د همغږۍ مسوول اندریکا راتواته ویلي د بیوزلۍ او کړاو د ختمولو لپاره باید بېړنۍ لارې چارې ولټول شي او تر څنګ یې د اوږدمهاله ثبات فکر هم وشي.

ملګرو ملتونو ویلي چې تېر ۲۰۲۴ کال مرستندویانو د افغانستان لپاره درې میلیارد او دوه سوه لس میلیونه ډالره مرسته وکړه او تر ډېره یې عاجلې بشري اړتیاوې پوره کړې.

د ملګرو ملتونو د شمېرو په اساس په افغانستان کې لا هم نږدې ۲۳ میلیونه خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

د ایران د سوداګرۍ او صنعت وزیر کابل ته سفر کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي‌ د طالبانو له رییس الوزرا سره، ارشیف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي‌ د طالبانو له رییس الوزرا سره، ارشیف

په کابل کې د ایران سفارت وایي، د دغه هېواد د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک به نژدې راتلونکې کې افغانستان ته سفر وکړي.

په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي پرون یکشنبه ناوخته دغه خبر په تهران کې له ښاغلي اتابک سره تر لیدو وروسته پر خپله ایکس پاڼه اعلان کړ.

اتابک له افغانستان سره د خپل هېواد د همکارۍ اهمیت ته په اشارې ویلي، ژر به د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي.

ایراني چارواکو او د طالبانو حکومت تراوسه د دغه سفر د کره نیټې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې کابل ته د ایراني چارواکو سفرونه ډېر شوي دي.

تېره جنوري میاشت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم کابل ته سفر کړی و.

تراوسه د طالبانو حکومت د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، خو ایران د هغو هېوادونو له ډلې دی چې افغانستان سره یې تعامل ساتلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تمي بروس د حمل په ۱۲مه ویلي و، د ایران حکومت د طالبانو او القاعده په ګډون د " ترهګرو ډلو" ملاتړی دی.

تېرې نژدې یوه اونۍ کې ۷ زره افغان کډوال پاکستان اخراج کړي دي

له پاکستانه د افغان کډوالو اخراج، ارشیف
له پاکستانه د افغان کډوالو اخراج، ارشیف

پاکستان د تېرو شپږو ورځو په ترڅ کې، نژدې ۷ زره افغان کډوال په جبري ډول له هغه هېواده ایستلي دي.

پاکستاني رسنیو، له هغې ډلې اکسپریس تریبیون پرون یکشنبه ( د حمل ۱۷مه) راپور ورکړ چې ایستل شوي کډوال د ۹۴۴ کورنیو غړي دي چې څه باندې ۱۷ سوه ښځې او شاوخوا ۲ زره ماشومان هم په کې دي.

پاکستاني چارواکو د تېرې مارچ میاشتې تر یودیرشمې، په راولپنډۍ او اسلام اباد کې میشتو افغان کډوالو ته وخت ورکړی و چې له هغو سیمو ووځي، که نه اخراج به یې کړي.

د پاکستان پولیسو د دې مهلت له پوره کېدو وروسته د افغان کډوالو ایستل ګړندي کړي دي.

د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو اجباري ستنول و دروي.

پاکستان: له افغانستانه ۸ تنه ور اوښتونکي وسله وال یې وژلي دي

د پاکستان پوځیان، ارشیف
د پاکستان پوځیان، ارشیف

د پاکستان پوځ وایي، هغه ۸ تنه وسله وال یې وژلي چې د دوی د ادعا له مخې د افغانستان له خاورې یې غوښتل د شمالي وزیرستان حسن خېلو سیمې ته ننوځي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر پرون یکشنبه د حمل ۱۷مه ویلي، پوځیانو یې له دغو وسله والو سره د شنبې په ماښام جګړه وکړه چې ۸ تنه یې ترې ووژل او ۴ نور یې ټپیان کړل.

اعلامیه کې راغلي، پاکستان په دوامداره توګه د طالبانو له حکومته غوښتي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله مدیریت کړي او چاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاورو د نورو په ضد وکاروي.

د طالبانو حکومت تراوسه د پاکستان دغو ادعاو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې یې ویلي چې پاکستاني چارواکي د دغه ډول " غیر مسولانه" خبرو پر ځای باید د خپل هېواد امنیت او کورنیو ستونزو ته پاملرنه وکړي.

پيټر رینولډز وايي د طالبانو زندان د دوزخ په څېر دی

پيټر او باربي رینولډز
پيټر او باربي رینولډز

یوه بریټانوۍ جوړه چې څه باندې نهه اوونۍ د طالبانو له خوا بندي ده وايي د طالبانو زندان دوزخ ته ورته دی.

۷۹ کلن پيټر رینولډز او مېرمن یې باربي د څرخي پله له زندانه بریټانوي رسنیو سره خبرې کړي. هغه ویلي ویلي چې طالبانو دوی له خطرناکه مجرمینو سره یوځای اچولي او یواځې یو وخت ډوډۍ ورکوي.

د پيټر زوی له ډونالډ ټرمپ غوښتي چې د پلار او مور په خوشې کولو کې ورسره مرسته وکړي.

«موږ ته په وار وار ویل شوي چې دوی بې ګناه دي، هیڅ جرم یې نه دی کړی او ډیر ژر به خوشې شي. خو دوی لا هم په زندان کې دي.»

د ایران سږنی مرګونی نوروز؛ ۸۸۰ کسان په ټرافیکي پېښو کې مړه شوي

ایران کې د ټکر یوه صحنه
ایران کې د ټکر یوه صحنه

ایران کې د سږني نوروز د رخصتیو پر مهال ټرافیکي پېښو کې لږ تر لږه ۸۸۰ کسان مړه او څه باندې ۲۰ زره نور کسان ټپیان شوي.

د ایران د لویو لارو د پولیسو چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي چې د نورو د شلو ورځو رخصتیو پر مهال لږ تر لږه ۱ میلیون ټرافیکي پېښې شوي.

د نوروز پر مهال د ایران په لویو لارو د موټرو تګ راتګ څو برابره کېږي چې ورسره د ټرافیکي پېښو او مرګژوبله شمېر هم د پام وړ لوړ ځي.

د افغانستان او نیپال د ۱۹ کلنو کریکټ لوبه پيل شوې

کرکټ؛ د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله.
کرکټ؛ د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله.

د افغانستان او نیپال تر ۱۹ کلنو کم عمره کریکټ لوبډلو د دریو یو ورځنیو لوبو دویمه هغه پيل کړې ده.

د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او دا مهال توپ وهنه کوي.

د کریکټ د نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې، نننۍ لوبه د نیپال د پلازمېنې کتمندو په مولپاني سټډیوم کې ترسره کیږي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنۍ لوبه د تېرې پنجشنبې په ورځ ترسره شوه چې افغان لوبډلې نیپال ته د ۱۳۰ منډو په توپير ماته ورکړه.

د دغې لوبلړۍ دریمه او وروستۍ لوبه د حمل په شلمه نیټه ترسره کیږي.

د افغانستان تر نولس کلنو کم عمره لوبډله له نیپال سره تر لوبو وروسته د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته د غوراوي په سیالیو کې ګډون کوي.
نړیوال جام ته د وتلو په دغو سیالیو کې افغانستان له عمان، هانک کانګ، متحده عربي اماراتو او نیپال سره مخامخیږي.
د دغو لوبو غوره لوبډله به د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام ته لاره پیدا کړي چې د زیمبابوې او نامیبیا په کوربه توب ترسره کیږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG