د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۳

نړۍ

امریکا او ایران د دواړو لورو د موقتي موافقې په اړه د روسیې وړاندیز رد کړ

ارشیف: د اتومي تړون خبرې
ارشیف: د اتومي تړون خبرې

امریکا او ایران د ایران د اتومي موافقې په اړه د دواړو خواوو ترمنځ د موقتي موافقې په اړه د روسیې وړاندیز رد کړ.

راپورونه وايي چې روسیې په وروستیو کې د ایران د اتومي موافقې د احیا کېدو لپاره وړاندیز کړی چې د اوس وخت لپاره دې یوه موقتي موافقه وشي.

اېن بي سي نیوز ټلوېزیوني شبکې د دوو امریکايي چارواکو او د کانګرېس د یوه غړي په قول وویل چې روسیې وړاندیز کړی چې د ایران پر اتومي پروګرام د ځینو محدودیتونو د بیا لګېدو په بدل کې دې پر دغه هېواد بندیزونه لېرې شي.

د روسیې له لوري دا وړاندیز په داسې وخت کې شوی چې د ولسمشر بایډن حکومت چارواکو په وروستیو ورځو کې څو ځلې خبرداری ورکړ چې د ایران د اتومي موافقې د احیا کېدو وخت په پای ته رسېدو دی.

نورو امریکايي چارواکو اېن بي سي نیوز ته ویلي چې نه یوازې امریکا بلکې ایران هم د موقتې موافقې په اړه د روسیې وړاندیز رد کړی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

زلنسکي: د روسیې له خوا د اوربند ردول د جګړې پای ته رسول پیچلي کوي

د امریکا او اوکراین ولسمشران، ډونالډ ټرمپ او ولودمیر زلنسکي، ارشیف
د امریکا او اوکراین ولسمشران، ډونالډ ټرمپ او ولودمیر زلنسکي، ارشیف

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي د واشنګټن د سفر په درشل کې ویلي، د روسیې له خوا د اوربند ردول، د جګړې پای ته رسول پيچلي کوي.

زلنسکي تیره شپه ناوخته د ټولنیزو رسنیو په یوه پوست کې ولیکل" مونږ وینو چې روسیه د اوربند پرله پسې غوښتنې ردوي او تراوسه یې نه ده مشخصه کړې چې څه وخت وژنه دروي، دا وضعیت پیچلی کوي."

زلنسکي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په نړیواله کچه په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو هڅې ګړندۍ شوې دي.

په همدې هدف د جمعې په ورځ د امریکا او روسیې ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ او ولادمیر پوتین په الاسکا کې سره وکتل، خو کومې هوکړې ته ونه رسېدل.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي هم سبا دوشنبه واشنګټن ته روانیږي.

په بریتانیا کې د زرګونو افغان اتباعو، برتانوي پوځيانو او ملکي مامورینو شخصي معلومات یوځل بیا افشا کیدو سره مخ شوي

لندن کې دبرتانیې دفاع وزارت ودانۍ
لندن کې دبرتانیې دفاع وزارت ودانۍ

د برتانیا د دفاع وزارت پورې تړلي یو شرکت ویلي چې یو ځل بیا، د زرګونو افغان اتباعو، برتانوي پوځيانواو ملکي مامورینو د شخصي معلوماتو افشا کیدو سره مخ شوي.

جیټ سنټر، چې مسافرینو ته د الوتنې دمخه خدمات وړاندې کوي، وویل چې په ثبت شویو معلوماتو کې یې پرون ناوخته هغه مهال درز رامینځ ته شو چې د یاد شرکت "محدود شمیر" بریښنالیکونو ته د غیر مجاز اشخاصو لخوا لاسرسی ولیدل شو.

ویل کیږي چې لدغې معلوماتي رخنې څخه تقریبا ۳۷۰۰ کسان اغیزمن شوي دي.

په دوی کې بریتانیې ته انتقال شوي افغانان، نظامی تمریناتو ته ګمارل شوي سرتیري ، خبریالان ، او وزیرانو سره د سفرونو ملګري کسان شامل دي.

په یوې ورته بلې پخوانۍ پیښه کې، د برتانوي ځواکونو د همکارو افغانانو معلومات د برتانیا د دفاع وزارت د یوه کارمند لخوا "په غلطۍ سره" خپاره شوي وو.

دا پیښه د ۲۰۲۲ کال د فبروري په میاشت کې را مینځ ته شوه او له امله یې ۱۸ زرو څخه زیات خلک اغیزمن شوي.

د د غو کسانو د شخصي معلوماتو خپریدو، د برتانیا په حکومت کې جدي بحث راپورته کړي، چې د لاملونو په اړه یې د پلټنې پیل اعلان شوی دی.

په جرمني کې یوه ترافیکي پیښه کې دوه کسه مړه شول

جرمني کې د پولیسو څخه د تیښتې پرمهال په یوه ترافیکي پیښه کې دوه کسان مړه شوي دي.

جرمني چارواکو نن وویل چې یو وژل شوی کس ۲۱ کلن سړی وو چې موټر یې چلوو او دوهم ، د ورته عمر یوه ورسره ښځه وه.

پولیسو وویل چې موټر چلوونکی نن سهار د پولیسو له تالاشي وتښتید او بیا یې موټر یوې ونې سره ټکر وکړ، چې په کې دواړه سپاره کسان مړه شول.

د وژل شویو کسانو هویت لا تر اوسه نه دی څرګند شوی، خو پولیسو ویلي چې دوی د پیښې او د هغې د قربانیانو په اړه پلټنه کوي.

زیلنسکي سپینې ماڼۍ ته ځي،داروپا مشرانو د ټرمپ او پوتین غونډې ته غبرګون وښوده

پوتین، ټرمپ ، زیلنسکي
پوتین، ټرمپ ، زیلنسکي

د اوکراین ولسمشر د امریکا او روسیې د ولسمشرانو له غونډې وروسته وايي چې د دوشنبې په ورځ واشنګتن ته ځي.

ولودیمیر زیلنسکي نن شنبې وویل " که هرڅه ښه سم په مخ ولاړ شي له ولسمشر پوتین سره د غونډې پلان به جوړ کړي. "

دامریکا او روسیې د ولسمشرانو دونالد ټرمپ او ویلادیمیرپوتن غونډه پرته لدې چې په اوربند توافق وشي د جمعې په ورځ په الاسکا کې پای ته ورسیده.

ټرمپ له غونډې وروسته وویل سره لدې چې توافق ونه شو خو پرمختګ وشو.

ټرمپ پرته له جزییاتو زیاته کړه چې لږ موضوعات پاته دي چې ځینې یې ډیرمهم نه دي ، خوشاید یوه مسئله ترټولو مهمه وي او یو ښه فرصت شته چې ورباندې توافق وشي.

د روسیې ولسشمر ویلادیمیر پوتین هم پرته لدې چې د خبرو جزییاتو ته اشاره وکړي څرګنده کړه چې مسکو به د شخړې د اصلي عواملو په لیرې کیدو ټینګار وکړي ؛ داچې اوکراین د ناټو د غړیتوب د ترلاسه کولو هڅو څخه لاس واخلي او د اوکراین د اردو د بې وسلې کولو لپاره اغیزناک ګامونه واخیستل شي.

د اروپايی هیوادونو مشرانو د ټرمپ اوپوتین د غونډې په هکله غبرګون وښوده.

د جرمني ، فرانسې ، بریتانیا ، ایټالیا او نورو اروپایي هیوادونو مشرانو په خپله ګډه اعلامیه کې د اوکراین په ملاتړ ټینګار وکړ.

اعلامیې زیاته کړه چې دوی اماده دي چې د اروپا په ملاتړ د اوکراین ، روسیې او امریکا د درې اړخیزې غونډې لپاره هڅې وکړي.

دفرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په ایکس شبکه ( پخواني تویتر) کې خپل پیغام کې ولیکل چې "تلپاتې سولې" ته رسیدلو لپاره باید د اوکراین ملاتړ او پر روسیې فشار دوام وکړي.

پاکستان کې د سیلابونو د تلفاتو شمیر ۳۲۱ کسانو ته ورسید

چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې د پاکستان په شمال کې د سختو سیلابونو له امله په تیرو ۴۸ ساعتونو کې لږترلږه ۳۲۱ کسان مړه شوي دي او ژغورونکي له خټو او خاورو څخه د جسدونو د را ایستلو هڅې کوي.

د طبیعي پیښو د مدیریت ولایتي ادارې وویل چې د رپوټونو په اساس لدې جملې ډیری کسان ، ۳۰۷ تنه، د خیبر پښتونخوا په غرنیو سیمو کې مړه شوي دي .

ډیری دغه کسان د سیلابونو او د کورونو د نړېدو له امله مړه شوي، چې په مړو کې ۱۵ ښځې او ۱۳ ماشومان هم شامل دي. لږ تر لږه ۲۳ کسه نور ټپیان شوي دي.

د ژغورنې ایالتي ادارې د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې شاوخوا ۲۰۰۰ ژغورونکي له خاورو څخه د جسدونو په را ایستلو او په نهو زیانمنو ولسوالیو کې د مرستې په عملیاتو بوخت دي چیرې چې باران لاهم هڅې له خنډ سره مخ کوي.

د یادې ادارې ویاند بلال احمد فیضي ویلي چې : "درانه بارانونه، په څو سیمو کې د ځمکې ښویدنې او د سړکونو ویجاړیدل د مرستو رسولو کې ، په ځانګړې توګه د درنو ماشینونو او امبولانسونو لیږدولو کې ستونزې را مینځ ته کوي."

ایالتي حکومت د بونیر، باجوړ، سوات، شانګله، مانسهره او بټګرام غرنۍ سیمې سختې زیانمنې شوي سیمې اعلان کړي دي.

د امریکا او روسیې مشرانو د الاسکا غونډه ګټوره بللې

په الاسکا کې ولسمشران، ټرمپ او پوتین- اګست 15, 2025
په الاسکا کې ولسمشران، ټرمپ او پوتین- اګست 15, 2025

د امریکا او روسیې د مشرانو تر غونډې وروسته ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې ډیر لږ داسې څه پاتې شول چې موافقه پرې نه وي شوې.

په اوکراین باندې د روسیې د نژدې دوه څلویښت میاشتو د جګړې په اړه دا سرمشریزه د الاسکا په انکوریج کې د ایلمیندوروف په هوایي ډګر کې د اګست په پنځلسمه ترسره شوه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تر غونډې وروسته، پرته له دې چې د خبرو جزییات له رسنیو سره شریک کړي، وویل چې مذاکرات رغنده و او هیله یې دا ده چې اوکراین او اروپایي متحدان یې پلانونه خراب نه کړي.

په دې سرمشریزه کې د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ په امریکایي پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د ټرمپ ځانګړي استازي ستیو ویتکوف برخه اخیستې وه، د روسیې له ولسمشر سره د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د هغه سلاکار یوري اوشاکوف مل و.

په پاکستان کې د ورښتونو له امله ۲۵۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی

په پاکستان کې سیلونه-ارشیف
په پاکستان کې سیلونه-ارشیف

پاکستاني چارواکو د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې د څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې په پاکستان کې د بارانونو او سیلونو له امله تر دوه نیم سوه ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خیبرپښتونخوا د چارواکو او ژغورونکو په وینا یوازې په بونیر کې د تلفاتو شمیر تر دوه سوو اوړي، لس تنه په ګلګت بلتستان او نولس نور د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې وژل شوې دي.

چارواکي وایي چې یوه هیلکوپتر چې سیل ځپلیو ته یې مرستې رسولې د باجوړ لور ته د خرابې هوا له امله لویدلې ده او د عملې پنځه غړي یې هم په دې پیښه کې وژل شوې دي.

په سوات کې د سیندونو د اوبو د زیاتیدو له امله تر دوه زره ډیرو کسانو خپل کورونه پرې ایښې دي او خوندي ځایونو ته لیږدیدلې دي.

چارواکو ویره ښودلې ده چې تلفات ممکن تر دې پسې زیات شي.

د هند صدراعظم پاکستان ته خبرداری ورکړ

نریندرا مودي
نریندرا مودي

د هند صدراعظم وویل، که په راتلونکي کې د پاکستان له لورې پر هند برید وشي، سخته سزا به ورکړي.

نریندرا مودي دا خبرداری نن له بریتانوي استعمار څخه د هند د خپلواکۍ د اته اویایمې کلیزې په مناسب اسلام اباد ته ورکړ.

ښاغلي مودي دا څرګندونې درې میاشتې وروسته تر دې کړې دي چې هند او پاکستان څلور ورځې جګړه وکړه.

دا جګړه د هند تر واک لاندې کشمیر کې د پهلګام په سیمه کې د ترهګرو له یوه برید وروسته پيل شوه. د ترهګرو په دې حمله کې شپږ ویشت سیلانیان ووژل شول، نوي ډیلي د دې برید پړه پر پاکستان واچوله او پاکستان په دې حمله کې لاس لرل رد کړل.

په خیبرپښتونخوا کې سیلونو د لسګونو کسانو ژوند اخیستی

په پاکستان کې سیلونه-ارشیف
په پاکستان کې سیلونه-ارشیف

د خییبرپښتونخوا په باجوړ، کوز دیر، شانګلې، بټګرام او مانسهره کې د بارانونو او سیلونو له امله لږ تر لږه څلور دیرش کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په پيښور کې د ژغورنې او مرستندویه چارو د ایالتي ادارې ویاند بلال فیضي نن د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې په باجوړ کې شپاړس جسدونه له سیلونو راایستل شوې دي او اووه تنه لا هم تري تم دي.

د ښاغلي فیضي په وینا په بټګرام کې لس، په کوز دیر کې پنځه او په شانګله کې یو تن تر دې دمه د سیلونو له امله ساه ورکړې ده.

په مانسهره کې بیا د دوو تنو د وژل کیدو او یوه تن د ژوبلیدو خبرونه خپاره شوې دي.

د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له مخې د جون له شپږ ویشتمې راهیسې په ټول پاکستان کې د بارانونو او سیلونو له امله تر درې سوه شپیته ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي.

پاکستان د توغندیزې وړتیا د څارنې یو پوځي مرکز جوړوي

ارشیف
ارشیف

پاکستان به په متعارفو جګړو کې د خپل توغندیزې وړتیا د څارنې لپاره یو پوځي بنسټ جوړ کړي.


دغه اقدام په ظاهره له هند سره د مخامخ کېدو په صورت کې د توغندیزې وړتیا د لوړولو په هدف ترسره کیږي.


د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ ناوخته د " پاکستان د پوځ د توغندیز ځواکونو" د جوړیدو خبر ورکړ.

شریف دغه څرګندونې د پاکستان د خپلواکۍ له اته اویایمې کلیزې یو ورځ مخکې، له هند سره د تیرې مې میاشتې د جګړې په یاد غونډه کې کړي.

د هغه خبرې رسنیو نن راپور کړي دي.

شریف زیاته کړې چې د پاکستان توغندیز ځواکونه به " په نوې ټکنالوژۍ" سمبال وي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG