خبرونه
په هرات کې چاودنه؛ ۵ ملکیان یې وژلي او ۱۰ نور ټپیان دي

په هرات ښار کې یوې چاودنې ۵ تنه ملکیان وژلي او ۱۰ نور یې ژوبل کړي دي.
په هرات کې د طالبانو د استخباراتو یوه مسؤل ثابت هروي ازادۍ راډیو ته وویل چې چاودنه پرون ماښام پر یوه فلنکوچ ډوله مسافر وړونکي موټر د مقناطیسي ماین له کبله شوې ده.
د هرات د حوزوي روغتون مسؤلانو بیا د چاودنې له کبله د وژل شویو شمېر ۷ او د ټپيانو ۹ تنه یاد کړي دي.
د روغتون یوې سرچینې چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له کبله خپل نوم واخلي ازادۍ راډیو ته وویل، وژل شویو کې ۴ ښځې او ۳ نرینه او ټپيان هم ۵ ښځې او ۴ نرینه دي.
تراوسه د قربانیانو د هویت په اړه چارواکو څه نه دي ویلي، خو راپورونو کې راغلي چې چاودنه 'محله حاجي عباس' سیمه کې شوې چې تر ډېره شعیه مذهبه په کې مېشت دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ارسنال او انټرمیلان نیمه پایلوبې ته لاړل

ارسنال او انټرمیلان د اروپا د فوټبال اتلانو جام نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.
ارسنال چې تېره اوونۍ یې هم ریال مادرید ته درې – صفر ماته ورکړې وه بېګا بیا وتوانېد دوه – یو خپل سیال مات کړي.
په دې سره ارسنال سیمي فاینل ته لاړ.
په بله مهمه لوبه کې انټرمیلان ۲ – ۲ له بایرن مونیخ سره مساوي شوه خو د تېرې لوبې په خاطر چې ۲ پر ۱ يې لوبه ګټلې نیمه پایلوبې ته ووته.
په نیمه پایلوبه کې انټرمیلان له بارسلونا سره لوبه کوي.
د اروپا د اتلانو جام نیمه پایلوبې به دوه اوونۍ وروسته پیل شي.
تتلو په اعدام محکوم شو

د ایران قضایه قوې یو پېژندل شوی رپر سندرغاړی «تتلو» په اعدام محکوم کړی دی.
د قضایه قوې ویاند اصغر جهانګیر ویلي چې د امیرحسین مقصودلو د اعدام د حکم په وړاندې اعتراض شوی او دمګړۍ په ستره محکمه کې د څېړنې په حال کې دی.
امیرحسین مقصودلو چې په خپل هنري نوم «تتلو» شهرت لري د فساد او فحشا په تور په لس کاله بند او مقدساتو ته د سپکاوي په تور په پنځو کلونو بند محکوم دی.
د ایران قضایه قوې مقدساتو ته د سپکاوي په تور هغه ته د اعدام سزا اورولې ده.
امیرحسین مقصودلو چې کلونه په ترکیه کې اوسېده د ۱۴۰۲ کال په لیندۍ کې د ایران د کنسولګرۍ د شکایت پر بنسټ د پولیسو له خوا ونیول شو او ایران ته واستول شو.
امیرحسین مقصودلو په خواله رسنیو هم خورا شهرت لري. انستاګرام د هغه پاڼه چې څلور میلیونه مینه وال یې درلودل تړلې ده.
کندز کې ټلویزیونونه د ژوندیو موجوداتو له ښکاره کولو منع شول

طالب چارواکو په کندز ولایت کې هم رسنۍ د ژوندیو موجوداتو د انځورونو له ښکاره کولو منع کړې.
د افغانستان د خبریالانو مرکز دا خبره چهارشنبې ناوخته په یوه بیان کې کړې ده.
د دغه مرکز په خبره کندز څوارلسم ولایت شو چې د طالبانو له خوا رسنۍ د ژوندیو موجوداتو د انځورونو له خپرولو منع شوی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز او د رسنیو نورو فعالانو پر رسنیو د ژوندیو موجوداتو د خپرولو ممنوعیت د اطلاع رسونې، بیان ازادۍ او اطلاعاتو د خلکو د لاسرسي د حق سرغړونه بللې ده.
دمګړۍ په هغو ولایتونو کې چې رسنۍ د ژوندیو موجوداتو د انځورونو له خپرولو منع شوي یواځې د غرونو-رغونو، دښتو، ونو او فصلونو نندارې وړاندې کېږي.
بلوڅانو د ماهرنګ بلوڅ په ملاتړ پیل شوی پرلت نن پای ته ورسوه

د بلوچستان ملي ګوند هغه پرلت پای ته ورسوه چې د دې ګوند د مخکښې غړي او د بشري حقونو فعالې ماهرنګ بلوڅ په ملاتړ پیل شوی و.
د دغه پرلت مشر سردار اخترمنګل نن چهارشنبې ویلي، " پرلت يې ځکه پای ته رسوي چې له کبله يې د تګ راتګ لارې بندې او بلوڅو ته يې ستونزې جوړ کړې وې".
د هغه په ټکو، " پرلت يې پای ته ورسوه، خو اعتراضونه به يې دوام وکړي".
په زرهاوو بلوڅانو د ماهرنګ بلوڅ او د بلوڅو د حقونو د یو شمیر نورو ښځینه فعالانو د نیولو پرضد په تیرو شلو ورځو کې په بلوچستان کې پرلت درلودل.
دغه بلوڅ پرلت کوونکې د زنداني شویو فعالانو د خوشي کیدو غوښتنه کوي
د بلوچستان د مرکز کویټي د سوداګرۍ خونې رسنیو ته ویلي، پرلت هره ورځ ۱۲۰ زره ډالره مالي زیان سوداګرو او خلکو ته رسوه.
سوداګر او پانګوالو وايي، د پرلت له کبله دوی نشي کولی خپلې له مالونو ډلې لارې ایران او افغانستان ته انتقال کړي.
بلوچستان چې د پاکستان تر ټولو بیوزله ایالت دی له افغانستان او ایران سره ګډې پولې لري.
د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې څلور افغان ورونه له تیرکال راهیسې تري تم دي

د اسلام اباد سترې محکمې د پلازمېنې اسلام اباد او پنجاب پوليسو ته امر کړی چې په دوو اوونيو کې د څلور لادرکه افغانان وروڼو درک ولګوي.
دغه څلور افغانان چې سره وړوڼه دي د ۲۰۲۴ په جنورۍ کې له اسلام اباد څخه تري تم شوي دي.
دلادرکه شویو افغانانو مورګل سيما په اړه محکمې ته عارضه شوې وه او محکمې نن چهارشنبه ( د حمل ۲۷مه) په دې اړه بحث وکړ.
محکمه کې د لادرکه شویو مور وویل، د پاکستان پولیس یې باید د زامنو د مړي-ژوندي درک ولګوي او معلومات ورکړي.
محکمې په دې برخه کې پولیس په ناغیړۍ تورن کړل او غوښتنه یې ترې وکړه چې د پلټنې چارې ګړندۍ کړي.
۱۶۲ افغان کډوال په یو چارټر الوتکه کې نن ماښام جرمني ته رسیږي

د پاکستان له پلازمینې اسلام اباده یو شمیر افغان کډوال په چارټر الوتکه جرمني ته په لار دي.
د جرمني دي يي ای خبري اژانس د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي، " تمه د دې افغانانو چارټر الوتکه په لابیزیک ښار کې نن مازیګر ناسته وکړي".
په نننۍ پرواز کې ۱۶۲ افغان کډوال رانتقال شوي دي.
له دې وړاندې د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي و، شاوخوا ۲۶۰۰ افغانان چې جرمني ته د راتګ ژمنه ورسره شوې په پاکستان کې د انتقال په تمه دي.
د افغانستان کرکټ د ۱۹کلنو ملي لوبډلې متحده عربي اماراتو ته د ۱۸۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه

د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته د غوراوي سیالیو په ترڅ کې نن افغانستان د ۱۸۰ منډو په توپیر متحده عربي امارات ته ماتې ورکړه.
د لوبې پچه د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې وګټله او په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۵۹ منډې جوړې کړې.
د متحده عربي اماراتو لوبډلې په ټاکلو پنځوسو اورونو کې ۱۶۸ منډې وکړي او ونه توانیده چې هدف ترلاسه کړي.
د ۱۹ کلنو لوبغاړو نړیوال جام د غوراوي پړاو د سیالیو په ترڅ کې دا د افغانستان درېیمه لوبه وه.
تر دې مخکې افغان لوبډلې خپلو سیالو عمان او او هانګ کانګ لوبډلو ته ماتې ورکړې وه.
طالبان؛ د قصاص په اړه د یوناما له خوا د "نیوکې جسارت" نامسوولانه دی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د قصاص په اړه د یوناما نیوکې ته په غبرګون کې وايي، د یوناما له خوا پر شرعي احکامو د "نیوکې جسارت" نامسوولانه دی.
دې وزارت نن چهارشنبې پر خپلې ایکس پاڼې یوه اعلامیه خپره کړې چې په کې راغلي، "د قصاص حکم په دریو محکمو کې له هر اړخیزې څیړنو وروسته نهايي کیږي او مجرم په کې د دفاع حق لري".
یوناما د تیرې جمعې په ورځ د طالبانو د حکومت له خوا د څلور کسانو اعدام ته په غبرګون کې ویلي و، "د مرګ سزا د ژوند له اساسي حقونو سرغړونه ده".
یوناما په یو بیان د طالبانو له حکومت د دې سزا د سمدستي بندیدو غوښتنه کړې وه.
طالبانو د تیرې جمعې په ورځ په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې څلور کسان په عام محضر کې اعدام کړل.
دا اعدامونه د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته په تیرو نژدې څلورو کلونو کې د یوې ورځې په ترڅ کې د اعدامونو تر ټولو لوړه شمیره وو.
د خوړو نړیوال پروګرام؛ د افغان خوارځواکه ماشومانو وضعیت پر بیړني حالت بدل شوی دی

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبیلو اف پي) وايي، "د افغان خوارځواکه ماشومانو وضعیت پر بیړني حالت" بدل شوی دی.
دغې سازمان نن چهارشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، "اوسمهال افغان ماشومان تر بل هر وخت زیات د خوارځواکي له ګواښ سره مخ دي چې د مخنیوي لپاره يې ملاتړ ته اړتیا ده".
د ډبیلو اف په ټکو، په افغانستان کې درې نیم میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي او د دې ماشومانو د ملاتړ لپاره مرستې ته اړتیا لرو.
له دې وړاندې د سره صلیب نړیوالې کمیټې او یو شمیر نورو نړیوالو ادارو خبرداری ورکړی وو، چې په افغانستان کې په میلیونو امیدواره میندې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان کابل ته رسیدلی دی

د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي صادق خان په مشرۍ نن چهارشنبې یوه لوړپوري پاکستانی پلاوی کابل ته رسیدلی دی.
تمه ده دا پلاوی په کابل کې د افغانستان-پاکستان د همغږۍ د ګډې کمېټې په غونډه کې ګډون وکړي.
ټاکل شوي چې د پاکستاني پلاوي سفر یو ورځ دوام وکړي او د طالبانو له حکومت سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې وکړي.
کابل ته د صادق خان په مشرۍ دا پلاوی په داسې حال کې سفر کوي، چې د اپریل میاشت له پیله پاکستان څه باندې ۶۰زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي.
د کډوالو د لوی کمیشنر د راپور له مخې د دغو کډوالو نژدې نیمايي په اجباري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.