د پاکستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو زیاتېدو له کبله محدودیتونه سخت شول.
د پاکستان چارواکو نن جمعه د ۲۴ ساعتونو په لړ کې د کرونا ویروس اووه زره شپږسوه اته اویا مثبتو پېښو خبر ورکړ چې دا د کرونا وبا له پیله بې ساری لوړ شمېر دی. په دې موده کې د ۲۳ کسانو مړینه هم ثبت شوې ده.
د کرونا ویروس د اومېکرون بڼې د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره دغه هېواد تازه محدودیتونه اعلان کړل چې له مخې یې په ښارونو او ولسوالیو کې په سرپټو ځایونو کې غذاخوړل منع شوي دي.
جاپان هم سر له نن څخه په توکیو او لسګونو نورو سیمو کې د رسټورانټونو او بارونو د تړلو امر کړی دی.
په اروپا کې پولنډ د ۲۴ ساعتونو په لړ کې د کرونا ویروس ۳۶زره ۶۶۵ مثبتې پېښې ثبت کړي چې بې ساری شمېر دی او د پولنډ د روغتیا وزارت مرستیال ولادمیر کراسکا وویل، را روانه اوونۍ به دغه شمېر د ورځې پنځوسو زرو ته زیات شي.