د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۲

افغانستان کې د کرونا ویروس ۳۸ مثبتې پېښې ثبت شوي


د کرونا ویروس د ازمایښت یوه اله
د کرونا ویروس د ازمایښت یوه اله

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت تازه شمېرې ښيې چې په افغانستان کې د څلورویشتو ساعتونو پرمهال د کرونا ویروس اته دېرش مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د دغه وزارت ویاند جاوید هژیر، نن ازادي راډیو ته وویل: "د هېواد په کچه د پرون وروستۍ شمېرې دا دي چې د ۸۲۹ سمپلونو له جملې ۳۸ یې مثبتې پېښې وې. یو تن هم مړ شوی. ۲۹ نور کسان پرون روغ شوي. د مثبتو پېښو له جملې ۲۹ یې په کابل، اته په هلمند او یوه هم په لغمان کې ثبت شوې ده. یو تن په کابل کې مړ شوی دی."

د رسمي شمېرو له مخې، د کرونا وبا له پیله په افغانستان کې د کرونا ویروس څه کم یو لک او شپېته زره مثبتې پېښې ثبت شوي، خو متخصصان وايي واقعي شمېر ښايي تر دې زیات وي.

لا معلومه نه ده چې په افغانستان کې په تازه ثبت شوېو پېښو کې د کرونا ویروس نوې بڼه اومېکرون هم شامله ده او که نه؟

XS
SM
MD
LG