په غزني ولایت کې د سکي سیالیو لومړی دور پای ته ورسېد.
د المپیک د ملي کمېټې د مطبوعاتو غړي مجیب قاري زاده نن یکشنبه (د مرغومي ۲۶مه) ازادي راډيو ته وویل، دا سیالۍ چې پرون ناوخته پای ته ورسېدې، د سکي ۱۲ لوبغاړو په کې ګډون کړی وو.
ښاغلی قاري زاده وايي، په دې سیالیو کې ځوانانو او تنکیو ځوانانو ګډون کړی وو.
نوموړي زیاته کړه چې د ځوانانو په کټګورۍ کې محمد یاسر عزیزي لومړی، سیرت غزنوي دوهم او ناصر اصغري درېیم مقامونه ترلاسه کړل.
د تنکیو ځوانانو په کټګوري کې منصور عزیزي اول، ساحل اصفي دوهم او ادریس عزیزي درېیم مقامونه وګټل.
دا سیالۍ چې یوه ورځ یې دوام وکړ، د جوړولو هدف یې د سکي لوبې وده ښودل شوې ده.