افغانستان
د متقي په مشرۍ طالب پلاوي عشق اباد کې د ترکمنستان له چارواکو سره کتلي

د طالبانو حکومت وايي، د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په ترکمنستان کې د هغه هېواد له چارواکو سره پر دوه اړخیزو، سیاسي، ډپلوماټیکو، اقتصادي اړیکو، امنیتي همکاریو او اقتصادي پروژو خبرې وکړې.
د امیرخان متقي په مشرۍ یوه پلاوي د جمعې په ورځ ترکمنستان ته سفر وکړ.
د طالبانو د حکومت یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ وویل چې دوی په افغانستان د ترکمنستان د اقتصادي پروژو لپاره زمینه برابروي او ملاتړ یې کوي.
د طالبانو حکومت تېره اوونۍ ویلي و چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت معین وفا حاجییف په هرات کې له خپل افغان سیال شېر محمدعباس ستانکزي سره په کتنه کې ویلي و چې هېواد یې ژمن دی، څو د ټاپي پروژې د رغونې کار په را روانه سېپټمبر میاشت کې پیل شي.
د ټاپي د رغونې چارې د ۲۰۱۸ کال په فبروري میاشت کې رسماً پرانېستل شوې، خو د دې پروژې تطبیق د امنیتي ګواښونو له کبله تراوسه ځنډېدلی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
برتانیا د پرځېدلي جمهوري نظام د عامې روغتیا د وزیر فیروزالدین فیروز د سیاسي پناه غوښتنه رد کړې ده

برتانیا د تېر پرځېدلي جمهوري نظام د عامې روغتیا د وزیر فیروزالدین فیروز د سیاسي پناه غوښتنه رد کړې ده.
ډېلي مېل ورځپاڼې پرون (د وږي ۱۲مه) د ښاغلي فیروز له قوله خبر ورکړی چې دی وايي، د برتانیا د مهاجرت د ادارې د دې حکم پر وړاندې یې اعتراض کړی او په دې اړه د بیا کتنې غوښتنه یې کړې ده.
فیروز ډېلې مېل ته ویلي چې که په برتانیا کې د استوګنې ویزه ترلاسه کړي، نو له خپلې تجربې څخه به د برتانیا د صحي نظام په ګټه کار واخلي.
ښاغلی فیروز چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ د جمهوري نظام د روغتیا وزیر و، اوس مهال د برتانیا د مهاجرت د ادارې په مرسته د بورن موت ښار په یوه هوټل کې دېره دی.
تراوسه روښانه نه ده چې د فیروز د سیاسي پناه غوښتنه ولې رد شوې ده خو د برتانیا حکومت د هغو رای ورکوونکو تر فشار لاندې دی چې برتانیا ته د کډوالو له ورتلو سره مخالفت کوي.
د طالبانو مخالفې د مقاومت جبهې د خپل یوه قوماندان وژل کېدل تایید کړل

د مقاومت جبهې په نوم د طالبانو د مخالفې ډلې مشر احمدمسعود تایید کړې چې طالبانو د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د دې ډلې یو قوماندان وژلی دی.
ښاغلي مسعود بېګا ناوخته پر خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې ولیکل چې د شهید د اونۍ په درشل کې د دې ډلې یو قوماندان قیوم کهګدای د طالبانو پرضد د جګړې په سنګر کې وژل شوی دی.
مسعود نه دي ویلي چې دا جګړه څه وخت او په کوم ځای کې شوې، خو د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې کهګدای د سه شنبې ورځې په ماښام ناوخته په نهرین ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو.
د طالبانو امنیتي چارواکو د کهګدای د وژل کېدو یا په نهرین کې د کومې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.
د یوې قطرۍ وزیرې په مشرۍ پلاوی له زلزله ځپلو سره د مرستې په پار افغانستان ته ورسېد

د نړیوالو همکاریو په چارو کې د قطر د دولت وزیره ډاکټره مریم بنت علي بن ناصر المسند پرون (د وږي ۱۲مه) د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته ورسېده څو د وروستۍ زلزلې قربانیانو ته د دې هېواد مرستې ورسوي.
په یوه بیان کې چې د قطر د بهرنیوچارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه خپور کړی، ویل شوي دي چې د دې هېواد له خوا د دوو خوځنده روغتونونو، دارو درملو، خیمو او خوړو مرستې په څلور پوځي الوتکو کې کابل ته ورسېدلې او په پام کې ده چې شاوخوا یوولس زره زلزله ځپلو ته ووېشل شي.
د قطر د بهرنیوچارو وزارت له خوا په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې په دوحه کې د طالبانو د حکومت سفیر محمدنعیم او نور طالب چارواکي د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د دریو ښځو په ګډون د قطري پلاوي هرکلی کوي.
د افغانستان په ختیځ کې د یکشنبې ورځې په زلزله کې چې تر ډېره یې کونړ ولایت زیانمن کړ د طالبانو د حکومت د چارواکو په وینا له ۱۴۵۰ ډېر کسان وژل شوي، ۳۴۰۰ نور ټپیان دي او شاوخوا ۶۸۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د زلزله ځپلو سیمو په پراخو ساحو کې ماینونه او ناچاودي مهمات شته

ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان د ختیځ په زلزله ځپلو سیمو کې شاوخوا ۱۶ کیلومتر مربع ساحه کې د ځمکنیو ماینونو او ناچاودو مهماتو خطر شته.
د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند ستیفان دوجاریک پرون خبریالانو ته وویل چې د زلزله ځپلو سیمو او له هغو سره د مرستو د ارزونې پر وړاندې ننګونې د لارو د بندېدو له کبله ډېرې دي خو نوموړي زیاته کړه چې د خوړو، خیمو او د صحي مرستو د رسولو چارې پیل شوې دي.
د ملګروملتونو ویاند دا هم وویل چې د مرستندویانو لپاره د سرپناه، روغتیايي خدماتو، د څښاک د پاکو اوبو او خوړو د رسولو چارې لومړیتوب لري.
په عین حال کې خیریه ټولنو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان د ختیځ له زلزلې وروسته له دې هېواد سره مرستې زیاتې کړي.
د نړیوال لید د خیریه ټولنې د افغانستان د څانګې مشرې ټامیندري دی سیلوا پرون وویل چې افغانان له پرله پسې بحرانونو څخه پوزې ته رسېدلي دي او په داسې حال کې له دې بحرانونو سره مقابله کوي چې نړیوالې مرستې کمې شوي او په کور دننه هم د مرستو امکانات لږ دي.
مېرمن دي سېلوا وايي چې دې ټولنې له خپلې خوا هم له افغانستان سره د بسپنې د جلبولو کمپاین پیل کړی دی.
د طالبانو چارواکو هم له نړیوالو غوښتي دي چې د وروستۍ زلزلې له مصیبت ځپلو سره مرستې وکړي.
ملګري ملتونه وايي چې د هېواد د ختیځ له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره یوازې د څلورو اونیو بودیجه لري

د خوړو نړیوال پروګرام WFP خبرداری ورکړی چې که بېړنۍ مالي مرسته ترلاسه نه کړي نو د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له مصیبت ځپلو سره د مرستې لپاره به یې سرچینې ژر پای ته ورسېږي.
په افغانستان کې د WFP مشر جان علییف نن (د وږي په ۱۲مه) رویټرز خبري آژانس ته وویل چې یوازې د ۴ اونیو لپاره بودیجه او د خوړو زېرمې لري.
د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام بودیجه د طالبانو له بیاواکمنېدو یوکال وروسته په ۲۰۲۲ کال کې ۱،۷ میلیارد ډالره وه خو د ملګروملتونو د دې اړوندې ادارې بودیجه سږکال یوازې ۳۰۰ میلیون ډالره ده.
د ناروې د کډوالو د شورا خبرداری؛ د بودیجې کمښت ښايي له زلزله ځپلو سره مرستې اغېزمنې کړي

د ناروې د کډوالو شورا وايي چې د افغانستان د ختیځ په زلزله ځپلو سیمو کې سیمه ایز امکانات ترډېره لګول شوي او د بودیجې د کمښت له وجې د مرستو د رسولو کچه او سرعت خورا ډېر محدود شوي دي.
دې خیریه ټولنې نن (د وږي ۱۲مه) د زلزلې د مصیبت ځپلو د وضعیت په اړه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي دي چې په زلزله ځپلو سیمو کې په جوړو شویو موقتي خیمو کې د پنځوسو او سلو ترمنځ ښځو او ماشومانو له صحي خدماتو او نورو ضروري امکاناتو پرته پناه اخیستې ده.
په راپور کې راغلي دي چې له زلزلې ژغورل شوي خلک د سرپناه، خوړو، د څښاک د پاکو اوبو او د روغتیايي خدماتو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د ناروې د کډوالو شورا له نړیوالو مرستندویانو غوښتي دي چې په افغانستان کې له دې نوي راغلي بحران سره د مبارزې لپاره دې د مرستو ژمنې ډېرې کړي او د اوږد مهال په مخه په سیمه کې پاتې شي.
طالبانو د زلزلې د ټپیانو د ژغورنې لپاره کومانډو ځواک سیمې ته ډیسانټ کړ

د طالبانو د حکومت کومانډو ځواکونه نن (د وږي ۱۲مه) د افغانستان د ختیځ په زلزله ځپلو سیمو کې د هوا له لارې ډیسانټ شول څو د تېرې یکشنبې ورځې د خونړۍ زلزلې ټپیان له کنډوالو لاندې راوباسي.
رویټرز خبري آژانس د طالبانو په حکومت کې د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې د ادارې د رییس احسان الله احسان له قوله خبر ورکوي چې وايي، نن سهار وختي د کومانډو لسګونه سرتېري په هغو سیمو کې راکښته شول چې هیلیکوپټرې په هغو ځایونو کې کېناستلی نه شي.
ښاغلی احسان وايي چې دوی له خوا په یوه جوړ شوي کمپ کې مرستندویې او خدماتي کمیټې د اکمالاتو او بېړنیو مرستو د رسېدو چارې همغږې کوي.
د هغه په وینا د قربانیانو د خښولو، د ټپیانو د لېږد او د پاتې کسانو د ژغورنې لپاره هم دوه مرکزونه فعال دي.
په عین حال کې د سیمې ځینې اوسېدونکي وايي چې سرپناه نه لري. هغوی خوراکي موادو، د څښاک د پاکو اوبو، خیمو او نورو بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.
د تېرې یکشنبې په ماښام د افغانستان ختیځ او تر ډېره کونړ ولایت یوې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۶،۱ درجې و، ولړزاوه. دې زلزلې نور ټکانونه هم لرل. د طالبانو د حکومت د چارواکو په وینا په دې زلزله کې تراوسه له ۱۴۰۰ ډېر کسان مړه او شاوخوا درې زره نور ټپیان شوي دي. خو ملګري ملتونه وايي چې ښايي دا ارقام تردې زیات وي.
یوې بلې زلزلې چې شدت یې ۵،۵ درجې و، پرون یوځل بیا د هېواد ختیځې سیمې ولړزولې خو د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویل شوي دي.
هند غواړي د افغانستان له زلزله ځپلیو سره نورې مرستې وکړي

هند د افغانستان له زلزله ځپلیو سره په راتلونکو ورځو کې د نورو مرستو ژمنه وکړه.
د هندي رسنیو په وینا د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر دا ژمنه پرون ناوخته وکړه او کابل ته یې د هند د لومړۍ مرستې د رسیدو خبر ورکړ.
ښاغلي شنکر په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان له زلزله ځپلیو سره یو ویشت ټنه مرستې چې په دغو کې کمپلې، خیمې، د پخلنځي وسایل، بسترې او یوشمیر نور وسایل د درملو په شمول شته، کابل ته رسیدلې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې وضعت ته په کتو به په راتلونکو ورځو کې خپلې ځانګړې مرستې د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلیو سره وکړي.
په کونړ کې د زلزله ځپلیو د پلټنې عملیات نه دي دریدلي

د کونړ په لرې پرتو سیمو کې نن هم د ځینو سرچینو په وینا د زلزله ځپلیو د پلټنې عملیات روان دي.
د افغانستان په ختیځ کې د یکشنبې د شپې د شپږ ریښتر کچې د زلزلې د قربانیانو شمیر تر څوارلس سوه اوښتی دی او د ټپیانو شمیرې تر درې زرو زیاتې شوې دي. په ورته وخت کې ملګرو ملتو اندیښنه ښکاره کړې ده چې ښایي د افغانستان په ختیځ کې د دې زلزلې د مرګ ژوبلې شمیرې لوړې شي.
بل لور ته پرون ناوخته په سیمه کې یو ځل بیا د زلزلې ټکانونه احساس شوې دي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته ماتې ور کړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان ملي ټیم ته د شل اورونو په لوبه کې د اتلس منډو په توپیر ماتې ورکړه.
دا لوبه د افغانستان، پاکستان او کوربه متحده عربي اماراتو ترمنځ د درې اړخیزې شل اووره لړۍ په ترڅ کې تیر ماښام په شارجه کې ترسره شوه.
افغان ټیم تر اوسه د دې لړۍ په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه چې د جمعې په ورځ یې له پاکستان سره وکړه، د نهه دیرش منډو په توپیر وبایلله او د دوشنبې په ورځ یې کوربه هیواد، متحد عربي اماراتو ته د اته دیرش منډو په تفاوت ماتې ورکړه.
افغان ټیم به له متحد عربي اماراتو سره خپله دوهمه لوبه د جمعې په ورځ وکړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وایي چې د دې درې اړخیزو لوبو هدف اسیایي جام ته چمتوالی دی چې راتلونکې اونۍ سې شنبې په متحد عربي اماراتو کې پيلیږي.
په اسیایي جام کې د دغو دریو لوبډلو ترڅنګ، د هند، عمان، هانګ کانګ او بنګله دیش ملي لوبډلې برخه اخلي.