د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۸

کندهار کې د زونونو په کچه د فوټبال لوبې پیل شوي


کندهار کې د فوټبال سیالۍ
کندهار کې د فوټبال سیالۍ

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، هڅه کوي څو د هغو لوبغاړو تشه ډکه کړي چې په وروستیو بدلونونو کې له هېواده بهر وتلي دي.

د کندهار په احمد شاهي لوبغالي کې د فوټبال دا لوبې د افغانستان د اتلانو لیګ وروستي پړاو ته د لوبغاړو د ښې اماده ګۍ په هدف ترسره کېږي چې د ماشومانو او ځوانانو په ګډون سلګونه نندارچیان لري.

دا واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په هېواد کې د زون په کچه د فوټبال لوبې لومړنۍ سیالۍ دي چې د یووالي نوم ورکول شوی دی.

د طالبانو له رسېدو وروسته په هېواد کې د زون په کچه د فوټبال لوبې لومړنۍ سیالۍ دي
د طالبانو له رسېدو وروسته په هېواد کې د زون په کچه د فوټبال لوبې لومړنۍ سیالۍ دي

د څلورو زونونو څخه میوند اتلان، توپان هریرود، شاهین اسمايي او د سیمرغ البرز لوبډلې په کې یو د بل پر وړاندې لوبېږي.

تېرو دوو ورځو کې د توپان هریرود او میوند اتلانو ترمنځ، د شاهین اسمايي او سیمرغ البرز او د شنبې په ورځ د شاهین اسمايي او میوند اتلانو لوبډلو ترمنځ لوبې ترسره شوې.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون رییس محمد یوسف کارګر وايي، هڅه کوي د دې ډول سیالیو له لارې د فوټبال د لوبغاړو هغه تشه ډکه کړي چې د وروستیو بدلونو له امله یو شمېر لوبغاړي له هېواده بهر ووتل.

کارګر وايي: "زموږ لوبغاړي چې له هېواده بهر دي او یا هم د لوبو نور کادرونه چې له هېواده وتلي، موږ کولی شو چې د دوی ځای نورو هغه نوو لوبغاړو ته ورکړو چې په دې سیالیو کې انتخابیږي."

بل خوا د میوند اتلانو لوبډلې دوه لوبغاړي فیض محمد فیضي او نوراحمد د طالبانو له حکومته غواړي، څو په هېواد کې ورزش ته پام ډېر کړي او په بېلابېلو ورزشي برخو کې ځوانانو ته اسانتیاوې برابري کړي تر څو لوبغاړي په کور دننه پاتې شي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم له هېواده د بېلابېلو ورزشي څانګو لوبغاړی بهر ته ولاړل، په دې ډله کې د افغان نجونو د فوټبال ملي لوبډلي وه چې ټول لوبغاړي يې له هېواده ووتل او په پرتګال هېواد کې پناه واخېسته.

XS
SM
MD
LG