د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۲

افغانستان

چارواکي: ۲۰۲۱ کې ۹ زره متر مربع غالۍ له افغانستانه بهر صادر شوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د غالۍ اوبدونکو ټولنه د بانکي خدمتونو له پڅوالي او ناسم مالي سیسټم څخه شکایت کوي.

د دغی ټولنې رییس نور احمد نوری نن پنجشنبه (د مرغومي ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل، د یو کارنده مالي سیستم نشتوالی او د بانکي خدمتونو په برخه کې د ستونزو دوام د دوی کار له ګڼو ستونزو سره مخ کړی.

پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې د افغانستان بانکونه له اقتصادي ستونزو سره مخ او د خلکو بې شمېره پیسې په کې بندې پاتې دي.

د غالۍ اوبدونکو د ټولنې رییس نور احمد نوري وایي، په ۲۰۲۱ کال کې یې وکړای شول چې ۹ زره متر مربع غالۍ له افغانستانه بهر صادر کړي، خو د مالي عاید په باب یې جزئیات ورنه کړل.

دا په داسې حال کې دی چې افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې ۷ زره متر مربع غالۍ صادرې کړې وې.

ښاغلی نوری وايي چې سږ کال د غالۍ اوبدلو لومړنیو توکو بیې د تېرکال پرتله څه باندې ۸۰ سلنه لوړې شوي، ځکه د هغه په وینا، د افغانستان ۳۰ سلنه وړۍ ګاونډیو هېوادونو ته قاچاقېږي.

د افغانستان د غالۍ اوبدونکو اتحادیه د طالبانو له حکومته غواړي چې د دغو وړیو د قاچاق مخه دې ونیسي او د افغاني غالیو د صادرولو لپاره دې هوایي سوداګریز دهلیز بیرته فعاله کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د برمل اوسېدونکي: د پاکستان په بمبارۍ کې ۱۶ دوکانونه ویجاړ شوي

ارشیف
ارشیف

د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې وړمه شپه د دې ولسوالۍ پر مرغۍ بازار د پاکستان په هوايي برید کې خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوشتې.

د سیمې دوو اوسېدونکو د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان د جنګي الوتکو په برید کې لږترلږه ۱۶ دوکانونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او د هغو مالکانو ته یې مالي تاوانونه اړولي دي.

پرون د طالبانو دفاع وزارت هم په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې په یوه بیان کې تایید کړه چې د پاکستان الوتکو د پکتیکا د برمل ولسوالي پر مرغۍ بازار بمباري کړې او هغه یې د افغانستان د هوايي حریم سرغړونه وبلله.

طالبان به ډېر ژر هند ته خپل ډيپلوماتان ولېږي

د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي د جمعې په ورځ په نوي ډیلي کې وویل چې کابل به ډېر ژر د هند لپاره خپل ډیپلوماتان واستوي، د هغه په وینا دا به د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په موخه د «پړاو په پړاو هڅو» یوه برخه وي.

متقي ټینګار وکړ چې طالبان به هېیچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.

متقي چې د پنجشنبې په ورځ په یو اوونیز رسمي سفر نوي‌ډیلي ته رسېدلی، په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته لومړنی جګپوړی طالب چارواکی دی چې هند ته سفر کوي. هند لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

هغه د هند له بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جې شنکر سره له مفصلو خبرو وروسته، له یو شمېر خبریالانو سره په ناسته کې د هند له سوداګرو وغوښتل چې د افغانستان د کانونو، معدني موادو او انرژۍ په سکتورونو کې پانګونه وکړي.

د طالبانو دفاع وزیر پاکستان د افغانستان د هوايي حریم په سرغړونه تورن کړ

د طالبانو دفاع وزیر ملایعقوب وايي، پاکستان د پکتیکا په برمل او همداراز کابل کې د افغانستان د هوايي حریم سرغړونه کړې او د وضعیت د ترینګلتیا مسوولیت د پاکستان په غاړه بولي.

ده نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي:« یوځل بیا پاکستان د افغانستان هوائي حریم نقض کړ، ډېورند کرښي ته څېرمه دپکتیکا په مرغۍ ساحه کی یې په یوه ملکي بازار بمبار وکړ او د کابل پلازمیني قلمرو یې هم نقض کړ. دا د افغانستان او پاکستان په تاریخ کې یو بې ساری، له تشدد ډک او کرغېړن اقدام دی…»

د کابل ښارپه زړه کې تېره شپه د لږ تر لږه دوو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي " د یوې چاودنې " غږ اوریدل شوی چې په وینا یې زیان نه لري او په اړه یې پلټنه پېل کړې ده.

په تیرا کې د وسله والو په برید کې یوولس پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

د پاکستاني پولیسو امنیتي پوسته (آرشیف)
د پاکستاني پولیسو امنیتي پوسته (آرشیف)

د خیبرپښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې د وسله والو په یوه برید کې ۱۱ تنه پاکستاني پوځیان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.

یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل، یوې ډلې وسله والو چې شمېر یې شاوخوا سل تنه وو نن سهار وختي مهال، د تیرا په حیدرکنډو سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید وکړ چې په نتیجه کې امنیتي ځواکونو ته دا مرګ ژوبله واوښته.

د دې برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې خو په دې سیمه کې د پاکستاني طالبانو د تحریک ټي ټي پي وسله وال ډېر فعال دي.

د مشال خبریال وايي چې له پېښې وروسته په سیمه کې ګرځبندیز لګېدلی دی او اوس مهال په تیرا کې د پاکستان د پوځ هیلیکوپټرې د وسله والو پرضد عملیات کوي.

راپورونه وايي، پاکستاني الوتکو د پکتیکا پر برمل ولسوالي بمباري کړې

په پاکستان کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه هیواد جنګي الوتکو د افغانستان د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالي د مارغه بازار سیمه بمباري کړې ده.

برمل ولسوالي د جنوبي وزیرستان ګاونډۍ ده.

تراوسه پورې د دې برید په نتیجه کې، چې تېره شپه شوی، د مرګ ژوبلې په اړه کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.

د طالبانو حکومت هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هند د باندنیو چارو وزیر اعلان وکړ، په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړوي

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر په نوي دیلي کې د طالبانو له باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې اعلان وکړ چې په کابل کې به د هند تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړي.

هند د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته، خپل دیپلوماتان وایستل او وروسته یې یو تخنیکي ټیم کابل ته واستاوه.

جې شنکر پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، :« خوشاله دی چې په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړوي.

د طالبانو د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي پرون هند ته په پنځه ورځني سفر لاړ.

دا له کله چې طالبان بیا واک ته رسیدلي، هند ته د دوی د یوه جګپوړي چارواکي لومړنی سفر دی.

د پاکستان دفاع وزیر وايي، هیواد یې د افغان کډوالو د مېلمه پالنې بیه پرې کوي

خواجه اصف
خواجه اصف

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، هیواد یې ۶۰ کاله د ۶۰ میلیونه افغان کډوالو کوربه و ، خو اوس د دې مېلمه پالنې بیه پرې کوي.

خواجه اصف، چې اشاره یې په پاکستان کې د ټي ټي پي بریدونو ته وه، پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) د پخواني صدراعظم عمران خان پر حکومت انتقاد وکړ چې د ده په وینا د ټي ټي پي زرګونه جنګیالي یې پاکستان ته پرېښودل او له هغوی سره یې خبرې پیل کړې.

ده د ټي ټي پي بریدونه د نه زغملو وړ وبلل او زیاته یې کړه چې هغه وخت رارسېدلی چې ټول افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د ټي ټي پي غړي په پاکستان کې د حملو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي، خو د طالبانو حکومت د پاکستان دا ادعا ردوي.

د ښځو د حقونو افغان فعالان به د مادرید د غونډې په دوهمه ورځ هم د قربانیانو کیسې واوري

د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې د ښځو د حقونو د فعالانو د غونډې دوهمه ورځ
د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې د ښځو د حقونو د فعالانو د غونډې دوهمه ورځ

د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې په نوم فعالان نن د دوهمې ورځې لپاره هم د اسپانیا په پلازمینه مادرید کې راټول شوي دي.

په دې غونډه کې د بشري حقونو کارپوهان، وکیلان، د ښځو د حقونو مدافعان او د مدني ټولنې فعالان ګډون لري.

د غونډې تنظیموونکي وايي چې د غونډې ګډونوال به نن بیا هم پر افغانستان د واکمنو طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قربانیانو کیسې او د څارنوالانو څرګندونې واوري.

د پلان له مخې سبا د غونډې په دریمه او وروستۍ ورځ به د طالبانو چارواکو ته نیم ساعت فرصت ورکړل شي څو پر دوی د لګول شویو تورونو پر وړاندې د ځان دفاع وکړي. که څه هم قضايي پلاوی وايي، د طالبانو له لوري یې تردې دمه کوم رسمي ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د د تنظیموونکو په وینا دې غونډې هدف په ځانګړې توګه افغان ښځو او نجونو ته د دې فرصت برابرول دي څو د زده کړو، کار او په ټولنه کې د دوی پر ګډون د بندیز او د طالبانو د نورو پراخو محدودیتونو په اړه شاهدي ورکړي.

د نوې ډیلي او کابل دوه اړخیز اړیکي او سیمه ایز مسایل به په هند کې د متقي د خبرو مهمه برخه وي

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزیر امیرخان متقي (کیڼ لوري ته)
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزیر امیرخان متقي (کیڼ لوري ته)

د هند د بهرنیوچارو وزارت وايي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو له وزیر امیرخان متقي سره د هندي چارواکو خبرې به له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو مسایلو په اړه متمرکزې وي.

دا خبره د هند د بهرنیوچارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال نن پر خپله ایکس پاڼه د ښاغلي متقي د رسېدو له خبر سره یوځای ورکړ.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد بېګا ناوخته پر خپله ایکس پاڼه په یوه غږیز پیغام کې وویل، متقي د هند په رسمي بلنه نوې ډيلي ته روان شوی او تمه ده چې له خپل هندي سیال ایس جې شنکر او نورو چارواکو سره به پر سیاسي، اقتصادي، تجارتي او د افغانستان او سیمې د اړیکو د پراختیا په اړه بحثونه وکړي.

دا په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته هند ته د طالبانو د ترټولو جګپوړي ډيپلومات لومړنی سفر دی. د هندي رسنیو د راپور له مخې دا سفر پنځه ورځنی دی.

د افغانستان او پاکستان د فوټبال لوبه او په ویزو کې د ځنډ له کبله پر اسلام آباد انتقادونه

افغان ملي لوبډله
افغان ملي لوبډله

د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۷ کال د آسیايي جام د غوراوي په دریم ګروپي پړاو کې نن لوبه کوي.

دا لوبه نن د کابل په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه د اسلام اباد په جناح لوبغالي کې په پام کې ده.

د راپورونو له مخې افغان لوبغاړي او د ملي لوبډلې تخنیکي کدر پرون د تلې په ۱۶مه اسلام آباد ته روان شول.

په همدې حال کې یوشمېر روزونکي افغان لوبغاړو ته د ویزو په ورکولو کې د ځنډ له کبله پر پاکستان انتقادونه کړي دي.

د جرمني د فوټبال په فدراسیون کې د فیفا نړیوال روزونکي علي عسکر لعلي پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې د ویزو د ځنډېدو له کبله افغان لوبغاړو دا فرصت نه درلود چې د دې حساسې لوبې لپاره تمرین وکړي، خپله دمه جوړه کړي او یا لوبډله لوبې ته چمتو کړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په وروستیو کې اعلان وکړ چې لوبغاړو ته د پاکستان د ویزو په ورکړه کې د ځنډ له کبله یې د آسیا د فوټبال فدراسیون ته شکایت کړی دی.

ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د تلو راتلو په دې پړاو کې یوځل نن او بل ځل د سه شنبې په ورځ د اکتوبر په ۱۴مه سره مخامخ شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG