د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۲

فرانسه ۶م هېواد شو چې کووېډ-۱۹ ناروغي په کې له ۱۰ میلیونو واوښتې


ارشیف، فرانسه کې یو ډاکټر په کرونا ویروس اخته د یوه ناروغ معاینه کوي.
ارشیف، فرانسه کې یو ډاکټر په کرونا ویروس اخته د یوه ناروغ معاینه کوي.

د هغو رسمي شمېرو له مخې چې پرون شنبې (د مرغومي ۱۱مه) خپرې شوې، فرانسه په نړۍ کې شپږم هېواد شو چې په کې د کووېډ – ۱۹ ناروغۍ پېښې له لسو میلیونو اوښتي.

د فرانسې روغتیایي چارواکو په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ -۱۹ ناروغۍ ۲۱۹ زره او ۱۲۶ نوې پېښې ثبت کړې چې دا پر له پسې څلورمه ورځ ده چې په دې هېواد کې د دغې ناروغۍ پېښې په ورځ کې له دوه سوه زرو اوړي.

په دې توګه فرانسه د امریکا له متحده ایالاتو، هند، برازیل، بریتانیا او روسیې سره چې په کې د کرونا مثبتې پېښې له لسو میلیونو اوښتي، یوځای شو.

XS
SM
MD
LG