د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۲

عرب امارات: هغه کسان د سفر اجازه لري چې د کرونا ضد واکسین یې کړی وي


د دوبۍ هوايي ډګر
د دوبۍ هوايي ډګر

متحده عرب اماراتو د جنورۍ له لسمې بهر ته د هغو کسانو پر سفر بندیز ولګاوه چې د کرونا ضد بشپړ واکسین یې نه وي لګولی.

د دغه هېواد دولتي اژانس وام «WAM» پرون د بهرنیو چارو وزارت او نورو چارواکو په حواله دغه خبر ورکړ.

په راپور کې ویل شوي، هغو کسانو چې یو واکسین یې لګولی، د دې لپاره چې د سفر پر شرایطو برابر شي، باید تقویتي ستن یا ډوز هم ولګوي.

دا تحول داسې مهال راځي چې د نړۍ بېلابېلو برخو ته د کرونا ویروس د نوې بڼې اومېکرون خپرېدو د نړۍ د ګڼو هېوادونو او سازمانونو اندېښنې پارولي دي.

XS
SM
MD
LG