افغانستان
د بلېنکن د خوښې ۳۶ سندرو ترمنځ د اریانا سعید سندره هم شامله ده
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن د خوښې د هغو سندرو په لېست کې چې ۲۰۲۱م کال کې تولید شوې، د افغان سندرغاړې اریانا سعید یوه سندره "نفسم" هم شامله ده.
د بلېنکن د خوښې د ۳۶ سندرو لېست پرون خپور شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزات د نوموړي له خولې ویلي چې موسیقي خلک له یو بل سره نژدې کوي.
اریانا سعید امریکا غږ ته په یو ویډیويي پیغام کې په دې اړه چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د خوښې په لېست کې سندره شامله ده خوښي ښودلې.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره په رسنیو کې د موسیقۍ خپرول محدود شوي او ګڼ سندرغاړي له هېواده وتلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغان ښځو د ملاتړ په موخه د چهارشنبې په ورځ رینا امیري د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو په برخه کې ځانګړې استازې وټاکله.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
يونسکو د موسيقۍ اله رباب د ګډ فرهنګي ميراث په توګه پهدغه سازمان کې ثبت کړ
یونسکو په افغانستان، ایران، تاجکستان او ازبکستان کې د موسیقۍ الې رباب، غږول او جوړول د فرهنګي ګډ میراث په توګه پهدې سازمان کې ثبت کړی دی.
د ملګروملتونو فرهنګي، علمي او ښوونیز سازمان (یونسکو) پرون چهارشنبې د (ډسمبر ۴مه) په پاراګویا کې له فرهنګي میراثونو د ساتنې په ۱۹مه دولتي غونډه کې دا پرېکړه اعلان کړې ده.
پهدې غونډه کې د افغانستان د استازي سربېره، د ایران، ازبکستان او تاجکستان استازو رباب د دغو هېوادونو د موسیقۍ روح او د فرهنګي تاریخ یوه لویه برخه وبلله.
رباب د موسیقۍ هغه سنتي اله ده، چې له لرګیو او خاصو تارونو څخه جوړیږي.
رباب پهداسې حال کې د یونسکو لهخوا د افغانستان د فرهنګي میراث په توګه ثبتیږي، چې په افغانستان کې د طالبانو په تېره درې کلنه واکمنۍ کې د موسیقۍ الو غږول او د موسیقۍ اورېدل منع شوي دي.
هرات ته له ترکمنستانه د برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي
د هرات ولایت د برېښنا ریاست وايي، له دوو ورځې راهیسې پهدې ولایت کې له ترکمنستان سره د برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي دي.
د دې ریاست په خبرپاڼه کې چې پرون چهارشنبې خپره شوې راغلي، د کشکرباط سنګي ولسوالۍ اړونده بند بغرچر په ۷ سیمو کې د سړې هوا له کبله د وارداتي برېښنا مزي پرې شوي، چې د دوو ورځو په تېرېدو سره لا هم نهدي وصل شوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، له ترکمنستانه د برېښنا مزو له پرې کېدو سره د هرات ولایت نیمايي اوسېدنکي برېښنا نهلري.
دا پهداسې حال کې ده، چې د طالبانو د برېښنا شرکت یو پلاوی ترکمنستان ته تللی، چې د ۲۰۲۵ کال لپاره د وارداتي برېښنا توافقنامه تمدید کړي.
هر کال د ژمي په موسم کې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې یا د خلکو د لوړ مصرف یا هم په ځینو سیمو کې د مزو د پرې کېدو له کبله د برېښنا پارچوۍ زیاتېږي.
ايران کې مېشت د تېر نظام پوځيان: په سخت اقتصادي وضعيت کې يو
په ایران کې مېشت د تېر حکومت د ځانګړو ځواکونو یوشمېر سرتېرو د بريتانیا چاپ انډيپینډنټ ورځپانې سره په خبرو کې ویلي: "په سخت اقتصادي حالت کې څنګه انتظار وکړو."
دغې ورځپانې پرون چهارشنبې د (ډسمبر ۴مه) په یو راپور کې د تېر حکومت د ځانګړو ځواکونو د یو سرتیري خبري را اخیستي چې وايي: "هر ماښام کله چې خپل ماشومان وږي وینم د ګناه احساس کوم."
هغه وړاندې ورځپاڼې ته ویلي، موږ ژوندي یو، خو ژوندي نهیو او پهدې حالت کې نور بريتانیا ته د تګ لپاره انتظار نهشو کولی.
د بريتانیا حکومت د روان کال په فبرورۍ میاشت کې وروسته له هغې د ۲زره افغان ځانګړو ځواکونو قضیو ته بیا کتنه پیل کړه، چې د انډيپینډنټ او لایت هوز راپورونو او څېړنې څرګنده کړه، چې د دغو ځانګړو ځواکونو کیسونه په غلطۍ رد شوي دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د افغان ځواکونو ځانګړې قطعې چې د بريتانیا په ملاتړ په افغانستان کې روزل شوې وې، یوشمېر يې بريتانیا ته انتقال شول، خو د انډیپینډنټ په خبره، لا هم ډېرشمېر د دغو ځواکونو په ایران او پاکستان کې په پټه او په سختو اقتصادي حالاتو کې ژوند کوي.
يوناما: په طبي زدهکړو مؤسسو کې د نجونو پر زدهکړو بنديز به روغتيايي سيستم اغېزمن کړي
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یوناما دوه ورځې وروسته، د طالبانو هغه بندیز ته غبرګون ښيي چې په افغانستان کې يې د نجونو پر مخ د طبي انسټیټوټونو دروازې تړلي دي.
یوناما پرون چهارشنبې ناوخته (د ډسمبر۴ مه) په یو بیان کې د طالبانو دې نوي بندیز ته اندېښنه ښودلې او ویلي دي، که چېرته دا بندیز په رسمي توګه تایید شي، د افغانستان پر روغتیايي سیسټم به ناوړه اغېزې وکړي.
د یوناما په خبره، د دې نوي بندیز په پلي کېدو سره به، روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی لا محدود شي.
یوناما له طالبانو غوښتي چې پر دغې پرېکړې له سره غور وکړي.
طالبانو د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د دوی د مشر ملاهبتالله اخندزاده د یو فرمان پر بنسټ چې لا يې په رسمي توګه تایید کړی نهدی، په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ د طبي انسټیتوتونو دروازې وتړلې.
دا طبي انسټيټوتونه هغه وروستۍ روزنيزې ادارې وې چې، په روغتیايي برخه کې د ښځینه کارکونکو اړتیا ته په پام پهکې طالبانو د نجونو پر زدهکړو بندیز نه وو عملي کړی.
د طالبانو دې بندیز ته د بشري حقونو د ساتنې د نړیوالو سازمانونو په ګډون د افغانستان دننه د کرکټ یوشمېر ستورو او سیاسي څېرو غبرګون ښودلی دی.
راشدخان په افغانستان کې د نجونو پر مخ د زدهکړو د طبي مؤسسو پر بندیز خواشیني ښودلې
د افغانستان د کرکټ د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر راشدخان په خپلو ټولنیزو پاڼو یو بیان خپور کړی دی چې، پهکې یې د طالبانو د حکومت له لوري د نجونو پر مخ د طبي څانګو د تړل کېدو له امله خواشيني ښودلې ده.
راشدخان ویلي دي، په ټولنیزو رسنیو کې یې د ښځو او نجونو له خفګان ډک انځورونه لیدلي دي، چې دردمند کړی یې دی.
هغه د طالبانو له حکومت غوښتنه کړې ده چې، پخپلې دې پرېکړې دې بیا کتنه وکړي او د اسلامي اصولو په رڼا کې دې ښځو او نجونو ته د تعلیم کولو اجازه ورکړي.
ښاغلي خان ويلي دي: "لکه څنگه چې د یو هېواد د پرمختگ بنسټ په تعلیم پیل کېږي، همداراز زموږ خویندې حق لري، چې تعلیم وکړي او خپلې ټولنې ته د طبي برخې سربېره په هره برخه کې د خدمت جوګه شي."
د ویلو ده چې تېره ورځ د ډسمبر په ۳مه نېټه ازادي راډیو ته ځینو سرچینو ویلي وو چې، د طالبانو د حکومت مشرتابه امر کړی دی چې په ټول افغانستان کې دې د نجونو پر مخ په طبي انستیتوتونو کې هم زدهکړه بندې شي.
رسنۍ: کونړ کې د ټيټيپي يو قوماندان وژل شوی
یوشمېر پاکستانۍ رسنیو د افغانستان په کونړ ولایت کې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د یوه قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
انګریزي ژبې ډان او ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼو لیکلي دي چې، رحیمالله چې د شاهد عمر په نوم پېژندل کېده، د سهشنبې په ورځ تر غرمې وروسته وسلهوالو د برید په ترڅ کې ووژل شو.
پهدې راپور کې نهدي ویل شوي چې، دا وسلهوال څوک وو چې حمله یې کړې ده.
ایکسپریس ټربیون ورځپاڼه څرګندوي چې، پهدې حمله کې د قوماندان رحیمالله دوه ملګري هم وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
د ډان ورځپاڼې په راپور کې راغلې دي چې، شاهد عمر د ټيټيپي د ملکنډ د څانګې مرستیال امیر و.
پاکستاني رسنیو دا نهده روښانه کړې چې پر شاهد عمر د کونړ په کومه سیمه کې برید شوی دی.
په افغانستان کې واکمن طالبان چې په خپله خاوره کې د ټيټيپي د وسلهوالو موجودیت ردوي، د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نهدي ویلي.
اروپايي ټولنې د طبي زدهکړو په مؤسسو کې د نجونو پر زدهکړو بنديز وغانده
اروپایي ټولنې نن په یوه بیان کې د طالبانو دا پرېکړه چې په طبي زدهکړو مؤسسو کې یې د نجونو او ښځو پر زدهکړو بندیز لګولی دی، په کلکه وغندله او دا یې د بنسټیزو بشري حقونو یوه بله وحشتناکه سرغړونه وبلله.
اروپایي ټولنې په خپل بیان کې له طالبانو غوښتې دي چې، سمدستي دا پرېکړه بدله کړي.
ورته غوښتنه پرون د بخښنې نړیوال سازمان له طالبانو کړې وه.
د طالبانو د نوي فرمان لهمخې د سهشنبې له ورځې د افغانستان د ټولو طبي زدهکړو په مؤسسو کې ښځینه زدهکوونکې له زدهکړو منع شوې دي.
دې پرېکړې د افغانستان د ننه هم غبرګونونه پارولې دي.
پخواني ولسمشر حامدکرزي نن په یوه بیان کې ویلي دي، پهداسې وخت کې چې افغان ښځې او میندې په ټول هېواد کې له زیاتو روغتیایي ستونزو سره مخامخ دي دا اعلان د ډېرې خوابدۍ وړ دی.
ښاغلي کرزي د طالبانو له حکومته غوښتې دي چې سمدستي دا پرېکړه لغوه کړي.
د طالبانو د برېښنا شرکت يو پلاوی ترکمنستان ته تللی
د طالبانو د برېښنا شرکت یو پلاوی ترکمنستان ته تلللی دی، چې د دوه زره پنځهویشتم کال لپاره د وارداتي برق توافقنامه تمدید کړي.
برېښنا شرکت نن په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې، دې پلاوي د دې شرکت د رییس عبدالباري عمر په مشرۍ د ترکمنستان د ټاپ پروژې له رییس دوردي الیاسوف او یوشمېر نورو چارواکو سره کتلي دي.
برېښنا شرکت زیاتوي چې، تمه لري د دې سفر په ترڅ کې به له ترکمنستان سره د راروان کال د وارداتي برېښنا تړون تمدید شي.
د طالبانو پلاوی پهداسې وخت کې له ترکمنستانه د برېښنا د تړون د تمدید هڅې کوي، چې په وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د برېښنا پارچوۍ زیاتې شوې دي.
د افغانستان د بیارغاونې لپاره د متحدایالتونو د سرمفتش دفتر (سیګار) د وري په میاشت کې ویلي و چې، افغانستان اتیا په سلو کې برېښنا له ګاونډیو هېوادو واردوي، چې هر کال دوه سوه شل میلیونه ډالر لګښت پرې راځي.
روسيې افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد خبر ورکړی
د روسیې د بېړنیو چارو وزارت افغانستان ته د بشري مرستو د پنځمې جوپې د لېږلو خبر ورکړ.
د روسیې د تاس اژانس د خبر لهمخې، پهدې مرستو کې چې نن افغانستان ته ورسېدې اتهویشت ټنه غذایي مواد دي.
د خوړو د نړیوال پروګرام د راپور لهمخې، افغانستان د نړۍ له هغو دوه ویشت هېوادو څخه دی چې، ګڼ کسان پهکې له لوږې سره مخامخ دي.
د دې نړیوالې مؤسسې په باور نژدې دولسنیم میلیونه افغانان د خوراکي ناامنۍ په حاد وضعیت کې
دي.
ایراني چارواکي: د طالبانو حکومت ته مو د ۵۰۰ افغان زندانیانو لېست سپارلی
د نړیوالو چارو او بشري حقونو په برخو کې د ایران د عدلیې وزارت مرستیال وایي، د ۵۰۰ افغان زندانیانو لېست یې د طالبانو حکومت ته سپارلی دی.
عسکر جلالیان دا خبره، د ایران ایسنا اژانس ته د سې شنبې په ورځ وکړه او زیاته یې کړه چې د طالبانو له لوري د دې کسانو د هویت تر څرګندېدو وروسته به افغانستان ته وسپارل شي.
د جلالیان په وینا، په ایران کې اکثر نیول شوي افغانان د مخدر موادو د قاچاق، د ممنوعه شیانو د قاچاق، قتل او غلا په څېر تورونو بندیان شوي دي.
جلالیان تېره میاشت په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د لیدو پر مهال د بندیانو د تبادلې په برخه کې توافق کړی و.