د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۳۰

رلیف وېب: په نړۍ کې د ماشومانو د حقوقو تر پښو لاندې کېدل په زیاتېدو دي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • رلیف وېب

رلیف وېب تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې ده، «په نړۍ کې د ماشومانو د حقوقو تر پښو لاندې کېدل په زیاتېدو دي».

دا خپرونه دا خبره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونېسف په وینا کوي.

په دې لیکنه کې وړاندې راغلي چې یونېسف د ۲۰۲۱ کال په وروستۍ ورځ خبرداری ورکړ چې له افغانستانه تر یمنه، له سوریې د ایتوپیا تر شماله شخړو او ناکراریو، ماشومان له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

رلیف وېب خپرونه لیکي، دا تأیید شوې ده چې له ۲۰۰۵ کال راپه دې خوا په افغانستان کې تر دوه نیم زره ډېر ماشومان وژل شوي دي.

خپرونه د یونېسف د اجرائیه رئیسې هنریتا فور په وینا لیکي، ماشومان هغه وخت خوندي کېدای شي چې د جګړو ښکېل لوري هغو ته سم پام وکړي او د هغوی حقونه نقض نه‌کړي.

  • ګلوبل ټایمز

د لوېدیځ یوې بلې خپرونې ګلوبل ټایمز بیا له افغانستان سره د چین د بشري مرستو په اړه مطلب خپور کړی دی.

د دې مقالې په پیل کې په کابل کې د پنجشنبې په ورځ د چین د سفیر وانګ یو او د طالبانو د مرستیال رئیس‌الوزرا ملا برادر لیدنې کتنې ته اشاره شوې ده.

خپرونه د چین د سفیر په وینا لیکي چې پیکېنګ چمتو دی چې له افغانستان سره په بشري برخه کې مرسته وکړي او د افغانستان په بیارغونه کې برخه واخلي.

د افغانستان لپاره د چین سفیر په داسې وخت کې دا ژمنه کوي چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې په راتلونکي کال کې به ښایي د لوګر د عینک سیمې د مسو د استخراج چارې د چین له لوري پیل شي.

دا هغه پروژه ده چې کلونه وړاندې یوې چینایي کمپنۍ د هغې ابتدایي چارې پيل کړې او بیا دا پروژه تر ننه ځنډېدلې ده.

په داسې حال کې د چین او د متحده عربي اماراتو په څېر د یو شمېر هېوادونو له لوري په افغانستان کې د پانګونې د ژمنو راپورونه خپاره شوي، د چارو د یو شمېر پوهانو په وینا لاهم په افغانستان کې د پانګونې لپاره لازم شرایط نه‌دي چمتو.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره هیئت غړي اذرخش حافظي ازادي راډیو ته وویل، تر هغو چې د افغانستان په اړه یوه سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع نه‌وي رامنځته شوې، د یوه بل د سیالیو له امله د پانګونو مخه نیول کېږي.

ښاغلي حافظي زیاته کړه، تر هر څه مخکې باید په افغانستان کې یو پیاوړی مشروع دولت جوړ شي ترڅو د پانګونې لپاره د سمې سیالۍ زمینه برابره شي.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان د مرکزي بانک شااوخوا نهه‌نیم میلیارده ډالره پانګه کنګل شوې ده او نړیوالې مرستې له حکومت سره قطع شوې دي چې د سوداګرۍ او پانګونې پر چارو یې خورا ناوړه اغېز کړی دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG