په ځینو هغو هېوادونو کې چې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو بېسارې پېښې پهکې ثبت شوي، حکومتونه د تجرید پالېسیو پر اقتصادي او ټولنیزو اغېزو غور کوي.
دغه پالېسۍ تر دې مخکې کرونا وبا به کنټرول کې زیاتې ګټورې نهدي ثابتې شوي.
څېړنې ښيي چې د کرونا وبا نوې بڼه اومېکرون چې علایمیې خفیف دي او د مخکېنیو بڼو په څېر د مړینو سبب کېږي هم نه، په ځانګړي ډول په واکسین شویو کسانو کې.
په کرونا ویروس د ډېرو خلکو اخته کېدلو د روغتیايي څارنې نظامونه چې دغې دوه کلنې وبا له وړاندې اغېزمن کړي، نور هم تر فشار لاندې راوستلي دي او دا خطر شته چې کار و بارونه د کارګرو له کموالي سره مخامخ شي.
د امریکا په متحده ایالاتو کې د ناروغیو د کنټرول ادارې مشرې راشیل والینسکي ویلي، که څه هم په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو پېښې خورا زیاتې دي، په دې ویروس لږې مړینې ثبت شوې دي.