د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو.اېچ.او' خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس نوې بڼه اومېکرون به د روغتیایي خدمتونو سیسټمونه تر فشار لاندې راولي.
دغه سازمان پرون د ډسمبر په ۲۸مه نېټه ویلي، روغتونونو ته به د هغو ناروغانو ورتګ زیات شي چې واکسین یې نه دی کړی.
دا خبرداری له دې سره-سره ورکول کېږي چې لومړنیو څېړنو ښودلې، د ویروس د دغې بڼې ناروغان خفیفې نښې نښانې یا اعراض لري.
د نړۍ په کچه ګڼو هېوادونو د کرونا بې ساري شمېر نوې پېښې ثبت کړي او پر دې سربېره چین او ځینو اروپایي هېوادونو بېرته محدودیتونه سخت کړي دي.
د دسمبر له ۲۴مې نېټې تر اوسه شااوخوا ۱۱ زره او ۵ سوه الوتنې د دې لپاره لغوه شوي چې پیلوټان او د الوتکې عمله کرونا نیولي دي.