د افغانستان کرکټ بورډ وايي، سبا د نولس کلنو اسيا جام سياليو کې افغانستان خپله درېیمه او برخلیک ټاکونکې لوبه له هندوستان سره ترسره کوي.
د دې بورډ وياند فريد هوتک نن یکشنبه (د مرغومي ۵مه) ازادي راډيو وویل، دا لوبه د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده.
هوتک وویل: "د افغانستان لپاره سبا لوبه ډېره مهمه ده او افغان لوبډله له پوره چمتوالي سره سبانۍ لوبې ته ځي، هندوستان او افغانستان دوه-دوه لوبې کړي چې هر یوې لوبډلې يوه، يوه بايللې، په دې اساس سبا لوبه د دواړو لوبډلو لپاره مهمه ده."
افغانستان له دې وړاندې تېره ورځ له اماراتو سره لوبه وکړه چې په زيات توپير يې ورنه وګټله.
خو مخکې له هغې یې بیا په خپله لومړنۍ لوبه کې له پاکستان ماتې خوړلې وه.
پرون بیا په یوې بله لوبه کې پاکستان هندوستان ته په دوه ویکټو ماتې ورکړه او دوهم پړاو ته تګ یې اسانه شو، خو هندوستان ته یې بیا لاره سخته کړه.
اوس په 'اې' ګروپ کې پاکستان په دوه بریاوو سره لومړۍ، هند په یوې ماتې او یوې بریا سره دوهم، افغانستان په یوې ماتې او یوې بریا سره درېیم او عربي امارات په دوه ماتو سره څلورم ځای لري.
په ورته وخت کې د کرکټ څارونکي بيا دې جام کې د افغانستان ښو لوبو ته خوشبينه دي.
کرکټ پوه بادام احمدزی وایي: "سبا لوبې ته افغان لوبډله په لوړې روحیې سره تلی شي، د دې لپاره چې له دې وړاندې يې له اماراتو ښه لوبه وګټله او هندوستان هم د افغان لوبډلې لپاره چمتوالی لري، هيله مندي شته چې افغان لوبډله له هند سره هم د اماراتو په څير لوبه وکړي."
د یادونې وړ ده چې د دغو لوبو په بي ګروپ کې بیا تر اوسه بنګله دېش د دوه لوبو په ګټلو سره لومړی، سرېلانکا دوهم، نیپال درېيم او کوېټ څلورم ځای لري.
دغه سیالۍ د روانې ډسمبر میاشتې په ۲۳مه نېټه په عربي اماراتو کې پیل شوي چې د همدې میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې به دوام وکړي.
په يادو سياليو کې ۸ اسيايي لوبډلې، څلور، څلور په دوه ګروپونو کې سره لوبېږي.