د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۶

کرسمس کې د کرونا د خپرېدو له امله ۲۴۰۵ الوتنې ځنډیدلي


بریتانیا
بریتانیا

په نړۍ کې نن او سبا چې خلک د کرسمس د رخصتیو لپاره سفرونه کوي، د کرونا د پېښو د زیاتېدو له امله زرګونو الوتنې لغوه شوي دي.

د الوتنو د اطلاعاتو د وېب پاڼې له مخې لږ تر لږه ۲۴۰۵ پروازونه د کرسمس په شپه لغوه شوي او نژدې ۱۰ زره نورې الوتنې ځنډیدلي دي.

د دغو پروازونو تر څلورمې برخې ډېره یا له متحد ایالاتونو بهر ته، یا هم متحد ایالاتونو ته وو.

د جان هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې په متحدایالاتونو کې په تېرې یوې اوونۍ کې د کرونا مثبتې پېښې ۴۵ سلنه زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG