د کرونا ویروس نوې بڼه اومېکرون په هسپانیا، فرانسې، بریتانیا او ایټالیا کې د زیاتو خلکو د اخته کېدو سبب شو.
پرون د کرسمس رخصتیو په دې تر ټولو بوخته ورځ ګڼ سفرکوونکي په هوايي ډګرونو او نورو ټرانسپورټي اډو کې سره راغونډ شوي وو.
په هسپانیا کې د درېیمې پرله پسې ورځې لپاره د خلکو د اخته کېدو پېښې د ریکارډ تر سرحده زیاتې وې، بل خوا په فرانسه، بریتانیا او ایټالیا کې هم د کرونا ویروس د بدلې شوې بڼې خورا زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
په همدې حال کې په جرمني کې د کرونا ویروس په اومېکرون بڼه د یوه اخته شوي کس مړینه ثبت شوې ده.
د امریکا د متحدو ایالاتونو په څو ایالاتونو کې هم د کرسمس تر رخصتیو دوې ورځې مخکې په کرونا ویروس د خورا زیاتو کسانو د اخته کېدو پېښې ثبت شوي دي.