د روغتیا د نړیوال سازمان مشر وایي چې راتلونکی ۲۰۲۲میلادي کال باید په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا مخه ونیول شي.
ټېډروس ادهانوم ګیبریسوس پرون چهارشنبه (د مرغومي ۱) په جنیوا کې وویل چې دا هیله د روان کال پر بنسټ ده ته پیدا شوې ده: "موږ چې کله شاته دوه زره یو ویشتم ته ګورو، نو موږ ته د هیلې ډېر علتونه راکوي. ساینس دا هیله د واکسین په بڼه راکړه چې پرته له څه شکه چې دا کال یې د ډېرو ژوند وژغوره."
ښاغلي ګیبریسوس په ورته وخت کې انتقاد وکړ چې کرونا واکسین په نړۍ کې په سم ډول نه دی وېشل شوی او په کار ده چې هېوادونو کې دا واکسین په مساوي ډول وویشل شي.
د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا په تېر یوه کال کې کووېډ-۱۹ناروغۍ په نړۍ کې د درې نیم میلیونه انسانانو ژوند اخیستی دی.