د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۵

اسټرازنیکا اکسفورډ پوهنتون سره په ګډه د اومېکرون ضد واکسین جوړوي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

اسټرازینیکا درمل جوړوونکې کمپنۍ وايي، له اکسفورډ پوهنتون سره کار کوي چې د کرونا د اومېکرون بڼې پرضد واکسین جوړ کړي.

دې کمپنۍ په یوه بیان کې، چې پرون سې شنبې یې خپور کړ، ویلي: 'له اکسفورډ سره په ګډه مو د اومېکرون بڼې پرضد د واکسین جوړولو لپاره لومړني ګامونه اخیستي دي."

فایزر او بایو این ټیک او همدا راز موډرنا واکسین جوړوونکو شرکتونو هم ویلي چې د کرونا د اومېکرون بڼې لپاره د ځانګړي واکسین پر جوړولو کار کوي.

موډرنا ویلي چې هیله لري، د اومېکرون پرضد د واکسین کلینیکي ازمښت د را روان ۲۰۲۲ په لومړیو کې پیل کړي.

سره له دې چې اومېکرون د کرونا تر نورو بڼو شدیده نه ده خو زیاته او ژر خپرېږي.

XS
SM
MD
LG