د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۶

امریکا: 'اومېکرون' اوس پر پخوانۍ بڼې غالبه شوې ده


د اومېکرون بڼه
د اومېکرون بڼه

د امریکا د متحدو ایالاتونو روغتیایي چارواکو ویلي چې د کرونا ویروس نوې بڼه 'اومېکرون' اوس پر پخوانۍ بڼې غالبه شوې ده.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز ویلي، په تېره یوه اوونۍ کې د کرونا د ثبت شوېو پېښو ۷۳ فیصده یې اومېکرون دي.

د کرونا دا بڼه چې تر پخوانیو هغو چټکه خپریږي، د روغتیا نړیوال سازمان له خوا "د اندېښنې وړ" بللې ده.

د ویروس دا بڼه لومړی جنوبي افریقا کې پيدا، خو اوس د نړۍ شااوخوا ۹۰ هېوادونو ته خپره شوې ده.

ټاکل شوې د امریکا ولسمشر جو بایډن نن خپل ولس ته د کرونا اړوند مسایلو باندې وینا هم ولري.

XS
SM
MD
LG