د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۵

اسرائیلو پر امریکا او کاناډا هم د سفر ممنوعیت ولګاوه


د اسرائیل په یوه هوايي ډګر کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د معلومولو یو سکنر ماشین
د اسرائیل په یوه هوايي ډګر کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د معلومولو یو سکنر ماشین

اسرائیلو متحده ایالات او کاناډا د هغو هېوادونو په فهرست کې شامل کړي چې د سفر ممنوعیت پرې لګېدلی دی.

اسرائیل د کرونا د نوې اومېکرون بڼې د چټک سرایت له کبله د اندېښنو له زیاتېدو وروسته دا پرېکړه اعلان کړې ده. د دې پرېکړې له مخې چې نن شپه نافذېږي هغه خلک چې متحده ایالاتو ته سفر کوي باید ځانګړې اجازه ولري.

د اسرائیلو کابینې ورته ممنوعیت له دې مخکې د ایټالیا، بلجیم، جرمني، هنګري، پرتګال، کاناډا، سویس او ترکیې په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو ته د تلونکو مسافرو لپاره هم وضع کړی دی.

دا په داسې حل کې ده چې د ساري ناروغیو د مخنیوي په چارو کې د امریکا لوی متخصص انتوني فاوچي خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس د اومېکرون بڼې د چټک خپراوي له کبله به د امریکا خلک سخت ژمی په مخ کې لري.

هغه پرون وویل، اومېکرون د سرایت غیر معمولي وړتیا لري او په ټوله نړۍ کې خپره ده.

فاوچي د امریکا «NBC» ټلوېزیون ته وویل چې ښايي روغتونونه له ډېر فشار سره مخ شي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې د کرونا ضد واکسین کچه په‌کې ټېټه ده.

هغه یو ځل بیا له امریکایانو وغوښتل چې واکسین ولګوي.

له هغه مهاله چې اومېکرون لومړی ځل په سوېلي افریقا کې په نومبر میاشت کې وموندل شو د کرونا ویروس دا نوې بڼه لسګونه هېوادونو ته رسېدلې چې له امله‌یې دولتونه اړ شوي بېلابېل سفري محدودیتونه ولګوي.

تمه ده د امریکا ولسمشر جو بایډن سبا ملت ته وینا وکړي او د وینا ډېره برخه به‌یې د واکسین پر پلانونو متمرکزه وي.

XS
SM
MD
LG