افغانستان
ارګ: هلمند کې دکجکي اوبو بند چارې ۹۲ فيصده بشپړې شوي

په هلمند کې د کجکي د اوبو بند چارې ۹۲ فيصده بشپړې شوي او د راتلونکي ۲۰۲۲ کال په لومړيو کې بهيې د لومړني توربين فعاليت پيل شي.
د ترکيې هېواد د سوداګرۍ شورا پلاوي تېره ورځ ناوخته کابل کې د طالبانو حکومت د رئيسالوزرا لومړي مرستيال سره په ليدنه کې ويلي، د کجکي بند لومړی توربين ۳۳ مېګا واټه برېښنا د تولید ظرفيت لري.
د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ترکي پلاوي دغهشان د کجکي بند شااوخوا کې يو شمېر فابريکو ته د فعاليت د زمينې برابرونې خبره هم کړې.
په خبرپانه کې ويل شوي چې د ۲۰۲۲ کال د اپرېل مياشتې پورې به د کجکي بند درې واړه توربينونه فعاله شي چې هممهاله به د ۱۰۰ مېګا واټه برېښنا توليد ولري.
په اعلامیه کې د طالب چارواکو له لوري ترکي پلاوي ته د پوره همکارۍ او امنيت ډاډ ورکړل شوی دی.
د کجکي د اوبو بند او يو شمېر نورو پروژو د بيارغونې تړون په ۲۰۱۹ کال کې د ترکيې اپريګل او شااوخوا ۷۷ ودانيزو شرکتونو ته ورکړل شو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
امریکايي چارواکې: واشنګټن له طالبانو سره د اعتماد فضا نه شي جوړولای

په ملګروملتونو کې د امریکا دایمي استازې وايي، واشنګټن له طالبانو سره د اعتماد فضا نه شي جوړولای.
دوروتي شي دا څرګندونې بېګا شپه د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډې ته د وینا پرمهال وکړې.
د شي په ټکو، "موږ نه شو کولای له هغې ډلې سره چې امریکایان په ناحقه نیسي، تروریستي ډلو ته د پناه ورکولو اوږد تاریخ لري او د افغانستان د خلکو حقونه او اساسي اړتیاوې له پامه غورځوي، د اعتماد فضا جوړه کړو. موږ غواړو د امنیت شورا له غړو سره د دې ټولیزې غوښتنې په برخه کې چې طالبان باید مسوولانه چلند وکړي ګډ کار ته دوام ورکړو ".
دې جګپوړې امریکایي چارواکې همداراز وویل چې متحدایالات د داعش ډلې د خراسان څانګې له پلوه اندېښنه لري او له طالبانو غواړي چې د تروریزم پرضد د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمن عمل وکړي.
مېرمن شي پر طالبانو هم غږ وکړ چې اجازه دې نه ورکوي چې افغانستان یوځل بیا د امریکا، د امریکا د متحدانو او نورو هېوادونو د امنیت د ګواښلو لپاره د تروریستي ډلو په خوندي ځای بدل شي. طالبانو له دې مخکې ویلي و، چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پرضد کار واخلي. په ملګروملتونو کې د امریکا استازې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو ځپونکو اقداماتو ته هم اشاره وکړه، ویې ویل چې د افغانستان د روغتیايي زده کړو په انستیتیوتونو کې د ښځو پر تعلیم بندیز به ناوړه پایلې ولري.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر عمان ته په سفر کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو سرپرست وزیر امیرخان متفي عمان ته د سفر پرمهال پرون له خپل سیال بدر بن حمد البوسعیدي سره د دواړو هېوادو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت بېګا په یوه بیان کې خبر ورکړ چې دې دوو چارواکو ویلي، د طالبانو حکومت او عمان د دوه اړخیزو اړیکو نوی پړاو پیلوي. په بیان کې د دې خبرو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
ښاغلی متقي د یکشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ عمان ته ولاړ.
د طالبانو حکومت تراوسه د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی خو عمان له څو د ګوتو په شمار هېوادونو څخه دی چې د طالبانو له حکومت سره تعامل لري.
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت د روان کال په وږي میاشت کې ویلي و، چې د عمان په پلازمېنه مسقط کې د افغانستان سفارت بیا پرانیستل شوی دی او چارې یې د طالبانو د حکومت استازی سمبالوي.
هند: له افغانانو سره د بشري مرستو سربېره، په پراختیایي پروګرامونو کې برخه اخلو

په ملګروملتونو کې د هند دایمي سفیر وايي، هېواد به یې د روانو بشري مرستو پر بهیر سربیره په نژدې راتلونکي کې د افغانستان په پراختیایي پروګرامونو کې هم برخه واخلي.
پارواتانیني هریش د افغانستان په اړه د امنیت شورا بېګانۍ غونډې ته د وینا پرمهال د روان کال په پیل کې، په دوبی کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د هند د بهرنیو چارو د وزیر ویکرم میسري لیدنې ته د اشارې په ترڅ کې وویل، هند طالبانو ته دا روښانه کړې ده چې ځینې مسایل په دوه اړخیزو اړیکي پورې تړلي دي او په افغانستان کې د نوې ډیلي د اوسنۍ ښکېلتیا بنسټ له خلکو سره اړیکي دي.
د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې چې طالبان بیا ځلې پر افغانستان واکمن شوي هند افغانستان ته ۲۵ ټنه بشري مرستې، ۵۰۰۰۰ ټنه غنم، ۴۰۰۰۰ لیتره کیمیاوي سره او څه باندې ۳۰۰ ټنه درمل او طبي تجهیزات لیږلي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام: په خوارکي توکو بار لارۍ مو په تورخم کې افغانستان ته د اوښتو په تمه ولاړې دي

د خوړو نړیوال پروګرام WFP وايي، د تورخم د لارې د بندېدو له کبله د افغانستان لپاره د دې سازمان د مرستو لارۍ چې ۱۲۰۰مټریک ټن مواد پکې بار دي په تورخم او پېښور کې ایسار پاتې دي.
WFP په یوه بیان کې چې د ملګروملتو د بشري مرستو د همغږۍ پر ویبپاڼه خپور شوی ویلي، دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ډېری ولایتونو، په تېره په لویدیځو او جنوبي سیمو کې د درنو بارانونونو او سېلابونو له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون د شاوخوا دېرش کسانو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي. د ملګروملتونو دا اړونده اداره زیاتوي چې د دوی څېړنې روانې دي څو د هغو خلکو شمېر معلوم کړي چې بشري مرستو ته اړتیا لري.
د امنیت شورا غړي هیوادونه: اړتیا ده چې یوناما په افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکړي

د نړۍ نهو هېوادونو په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما د کار له دوام څخه ملاتړ کړی دی.
په هغه بیان کې چې د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا له بیګانۍ غونډې وروسته خپور شو فرانسې، ډنمارک، یونان، ګیانا، پاناما، جنوبي کوریا، سیرالیون، سلوونیا او برتانیا وویل چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له ټولنیز ژوند څخه څنډې ته شوې دي او غږ یې خاموش شوی دی.
دې هېوادونو همداراز د جرمونو د نړیوالې محکمې هغه اقدام هم ستایلی دی چې د طالبانو د لوی مشر ملاهبت الله آخوندزاده د نیولو د حکم غوښتنه یې کړې.
دې او یوشمېر نورو هېوادونو له دې مخکې هم د افغان ښځو او نجونو په ملاتړ غږ اوچت کړی دی.
د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د اسیا جام په روزنیز کمپ کې برخه اخلي

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله نن د دوشنبه (د مارچ ۱۰مه) تایلینډ ته لاړه ترڅو د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام په روزنیز کمپ او سیالیو کې برخه واخلي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هیواد د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د سیالۍ په C ګروپ کې د ایران، متحده عربي اماراتو او اندونیزیا له لوبډلو سره ده.
د ۲۰۲۵ کال اسیایي جام، چې د تایلینډ په کوربه توب ترسره کېږي، راتلونکې پنجشنبه، د مارچ په ۲۰مه پیل کېږي.
د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال ازاد شول

د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویلي، پرون یکشنبه د (کب ۱۹) مه د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال له بنده خوشې او خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار ولايت د سپين بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سيمو کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نيول شوي وو او ۵ تر ۲۵ میاشتو پورې بنديان وو، چې د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
پاکستان په دې وروستیو کې د هغو افغانانو د ایستلو پروسه ګړندۍ کړې ده چې د استوګنې اسناد نلري.
اسلام آباد په دې وروستیو کې پریکړه کړې چې د افغانستان د تابعیت کارت (ACC) لرونکي به هم له پاکستان څخه وباسي.
د جمعې په ورځ، د مارچ په ۷مه، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې د کارت لرونکي کسان د مارچ تر ۳۱مې پورې وخت لري چې "په عزت سره" له دې هیواده ووځي، که نه نو د دوی د اخراج پروسه به د اپریل په لومړۍ نیټه پیل شي.
بدخشان کې د تښتول شوي ماشوم مړی موندل شوی

له بدخشان ولايت څخه ځايي سرچينې وايي، د عثمان نومي لس کلن ماشوم، چې دوه مياشتې وړاندې تښتول شوی و، مړی موندل شوی دی.
د سرچينو په وينا، عثمان د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې د دې ولسوالۍ له ښار وحدت سيمې څخه تښتول شوی و..
په بدخشان کې د طالبانو د پوليسو وياند احسانالله کامګار، د دې پېښې پخلی کړی او ويلي یې دي چې د دې ماشوم د قتل په اړه يې پلټنې پيل کړې دي..
د راپورونو له مخې، تښتوونکو د دې ماشوم د تښتونې په موده کې د عثمان له کورنۍ څخه د پيسو غوښتنه کړې وه، خو کله چې يې غوښتل شوې پيسې ترلاسه نه کړې، نوموړی يې وژلی او د بدن ځینې غړي یې ترې پرې کړي دي.
د دې ماشوم کورنۍ د پېښې پخلی کړی او له اړوندو ادارو څخه يې د عاملانو د فوري نيولو او مجازاتو غوښتنه کړې ده.
نیوزیلنډ د اتلانو د جام په فاینل کې هند ته د ۲۵۲ منډو هدف وټاکه

د اتلانو د جام- چمپینز ټرافي د سیالیو په فاینل لوبه کې نیوزیلنډ هند ته د ۲۵۲ منډو هدف وټاکه.
نیوزیلنډ د لوبې د پچې تر ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په پنځوسو اوورونو کې یې د اوو لوبغاړو په زیان سره ۲۵۱ منډې جوړې کړې. په څو شېبو کې به د هند لوبډله بیټینګ پیل کړي.
نیوزیلنډ تېره چارشنبې په نیم پایلوبه کې جنوبي افریقا ته او هند بیا د سه شنبې په ورځ اسټرالیا ته له ماتې ورکولو وروسته پایلوبې ته ووتل. په دې جام کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې هم نسبتا ښې لوبې لرلې خو وروسته له دې چې له اسټرالیا سره یې د باران له کبله لوبه مساوي شوه له وړاندې تلو پاتې شو.
پاناما لسګونه کسان چې له امریکا څخه ایستل شوي وو، خوشې کړل

پاناما له متحدوایالتونو څخه ایستل شوي لسګونه کډوال چې افغانان هم پکې دي خوشې کړي دي.
پاناما د بشري حقونو د ډلو له څو اونیو شکایتونو او نیوکو وروسته د شنبې په ورځ لسګونه کسان چې له څو اونیو راهیسې په یوه لیرې پراته کمپ کې ساتل کېدل خوشې کړل او هغوی ته یې دېرش ورځې مهلت ورکړ چې د منځنۍ امریکا له دې هېواده ووځي.
د حیات الله اوماغ په نوم یو افغان کډوال چې په دې ډله کې خوشې شوی دی، اسوشیتیدپریس خبري آژانس ته ویلي چې نه په پاناما کې د اوسېدو لپاره پیسې لري او نه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته ستنېدلای شي.
د پاناما چارواکو ویلي چې ایستل شوي کسان د اړتیا په صورت کې کولای شي په دې هېواد کې د استوګنې ویزې تر شپېتو ورځو پورې تمدید کړي خو اوماغ وايي، دی هم د نورو کډوالو په څېر نه پوهېږي چې څه وکړي.
د اسوشیتيدپریس د راپور له مخې له امریکا څخه د ایستل شویو کډوالو له ډلې ۶۵ کسان خوشې شوي دي خو لسګونه نور لاهم په کمپونو کې ساتل کېږي.