د ایران روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د بدلې شوې بڼې، اومېکرون د لومړۍ پېښې د ثبتېدو خبر ورکړ.
د دغه وزارت مرستیال کمال حیدري، پرون د ایران دولتي ټلوېزیون ته وویل، په دې ویروس اخته شوی کس، یو پوخ عمره سړی دی چې په وروستیو کې له متحده عرب اماراتو ایران ته ستون شوی دی.
روېټرز خبري اژانس د ښاغلي حیدري په حواله راپور ورکړی چې ویلي یې دي، په تهران کې د دغه کس د قرنطین لپاره لازم اقدامات شوي دي.
اومېکرون د کرونا ویروس نوې بڼه ده چې تېره میاشت د لومړي وار لپاره په جنوبي افریقا کې کشف شوه.
د ایران روغتیا وزارت وايي، په دغه هېواد کې د کرونا وبا له پیله ۱۳۱زره کسان په دې ویروس مړه شوي دي.
د ایران د ۸۵ ملیونه وګړو له جملې ۵۰ ملیونو یې تر اوسه د کرونا ضد واکسین دواړه ډوزونه لګولي دي.