د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې چې روانه میاشت د درېیو شل اوریزه او درېیو پنځوس اوریزه سیالیو لپاره پاکستان ته سفر کړی وو، د کرونا وبا له امله يې خپله لوبلړۍ وځنډوله.
د يو شمېر ورزشي اژانسونو د راپورونو له مخې د درېیو پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ هغه مهال وځنډول شوه چې د پنځو ویسټ انډیزي لوبغاړو ترڅنګ د یادې لوبډلې مشاور روزونکی او یو شمېر کار کوونکي په کرونا ویروس اخته شول.
دغه لوبلړۍ د روانې ډسمبر مياشتې په لسمه د پاکستان په کراچۍ ښار کې پيل شوي وو.
د دې سياليو لومړۍ درې شل اوريزې لوبې د پاکستان په ګټه پای ته رسيدلې وې.
د راپورونه پر بنسټ ټاکل شوې ده چې اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله به راتلونکي ۲۰۲۲ میلادي کال کې د مارچ او اپریل میاشتو کې د درېیو ټیسټ، درېیو پنځوس اورېزه او یوې شل اوریزه سیالۍ لپاره پاکستان ته سفر وکړي خو د ويسټ انډيز د لوبو ځنډيدل ښايي دغه سفر د استراليا لپاره سخت کړي.