د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۰

د کرونا نوې بڼه؛ اروپا بندیزونو ته مخه کړې او امریکا خبرداری ورکړی


جرمني
جرمني

په نړۍ کې د اومېکرون په نوم د کرونا وبا د نوې بڼې د مثبتو پېښو له زیاتېدو سره اروپا بندیزونو ته مخه کړې ده او متحد ایالاتونو خبرداری ورکړی دی.

امریکایي چارواکي وایي، د هغو کسانو شمېر د پام وړ زیات شوی چې په اومېکرون اخته دي او بستر شوي دي.

د جرمني او فرانسې چارواکو پرون وویل، داسې ښکاري چې اومېکرون به د کرونا وبا د پنځمې پیاوړې څپې سبب شي.

د فرانسې حکومت له خلکو غوښتي دي چې واکسین وکړي او د کرسمس د میلو په وخت کورنۍ غونډې محدودې کړي.

ډنمارک ویلي دي چې ټیاټرونه، د کنسرټ سالونونه، تفریحي پارکونه او موزیمونه به بند کړي.

د ایرلنډ حکومت بیا خبر ورکړی دی چې پر دې غور کوي چې د بارونو او رسټورانټونو وخت راکم کړي چې تر ډېره پرانیستي نه وي.

په دې ترڅ کې روغتیایي چارواکو د هالنډ حکومت ته وړاندیز کړی دی چې بندیزونه ولګوي.

دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې خلک د کرسمس جشن او نوي میلادي کال لپاره رخصتۍ پیلوي.

XS
SM
MD
LG