د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تراوسه پورې یې د کرونا په نوې بڼه، اومېکرون د چا د اخته کېدو کومه پېښه نه ده ثبت کړې.
خو دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د ناروغانو تر ټولو د مهم روغتون مسوولان وايي چې تردې دمه د اومېکرون د ازمېښت کیټونه نه لري.
د افغان – جاپان روغتون مسوولان وايي، نه یوازې د اومېکرون د ټېسټ الې نه لري، بلکې د اکسیجن او نورو وسایلو د کموالي له کبله په بحراني حالت کې د لسګونو مراجعه کوونکو ستونزې حل کولی نه شي.