د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، متحد ایالاتونه د کوواکس پروګرام له لارې د افغانستان خلکو ته د یو میلیون ډوزه کرونا ضد واکسین مرسته کوي.
ټام وېسټ پر خپله ټویټرپاڼه کې کښلي چې له دې سره به افغانستان ته د امریکا له لوري د واکسین مرسته ۴ میلیونه او ۳۰۰ زره ډوزو ته ورسېږي.
د ښاغلي وېسټ په وینا د دې واکسین ترڅنګ امریکا افغانستان ته ۴۷۴ میلیونه ډالره بشري مرسته کړې ده.