د امریکا د متحدو ایالاتونو له هوايي ځواکه ۲۷ تنه په دې خاطر وایستل شول چې د کرونا ویروس پرضد یې د واکسین له کولو ډډه کوله.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د پوځ یوه ویاند وویل، دا لومړی ځل دی چې د امریکا پوځ د کرونا ضد واکسین د نه کولو په خاطر خپل یو شمېر پرسونل له کاره ګوښه کوي.
د امریکا د هوايي ځواک په سلو کې ۹۴ غړیو بشپړ یا دوه ډوزه واکسین کړی دی.