د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون راپور ورکړی چې په متحده ایالاتو کې د 'کووېډ-۱۹' له کبله د مړینو شمېر له ۸۰۰ زره تنو واوښت.
د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون دا شمېرې غموونکې وبللې او له ناواکسین شویو خلکو یې وغوښتل چې واکسین وکړي. نوموړي همدارنګه سپارښتنه وکړه چې واکسین شوي کسان دې هم د ویروس په وړاندې د خپل وجود پیاوړتیا په خاطر بل ډوز واکسین وکړي.
د امریکا شااوخوا ۲۰۰ ملیونه وګړي بشپړ واکسین شوي چې د دې هېواد د وګړو په ۱۰۰ کې ۶۲ برخه جوړوي.
په دې هېواد کې د کرونا وبا له کبله په مړو شویو کسانو کې ډېر یې هغه دي چې واکسینیې نهو کړی.
د 'کووېډ-۱۹' له کبله د مړینو تر ټولو لوړې شمېرې د امریکا په متحده ایالاتو کې ثبت شوې دي.