د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۱

ډنمارک او ناروې: دا اوونۍ به ډېرې پېښې د 'اومېکرون' وي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په ډنمارک او ناروې کې روغتیایي چارواکي وړاندوینه کوي چې دا اوونۍ به دغو هېوادونو کې د کرونا ډېرې پېښې د ویروس د نوې بڼې 'اومېکرون' وي.

د بریتانیا د روغتیا وزیر هم پرون دوشنبه (د لېندۍ ۲۲مه) وویل چې تر ۴۸ ساعتونو پورې به په لندن کې د ویروس دا نوې بڼه ډېره تیت شي.

د بریتانیا د عامې روغتیا وزیر ساجد جاوېد پارلمان ته ویلي، د کرونا ویروس هېڅ یوه بڼه دومره چټکه نه خپرېده.

اومېکرون د کرونا ویروس هغه بڼه ده چې د لومړي ځل لپاره په جنوبي افریقا کې وموندل شوه، خو اوس د نړۍ شااوخوا شپېتو هېوادونو ته رسیدلې ده.

د بریتانیا صدر اعظم بورېس جانسون پرون وویل چې دغه هېواد کې د اومېکرون یو ناروغ مړ شوی هم دی چې د نړۍ په کچه له دې کبله د مړینې لومړنۍ پېښه ده.

XS
SM
MD
LG